های افسوس پــه دې مسلمانۍ

ليكوال : قاري محمد الله نوري

څـو میاشتې وړاندې دمعاصرې نړۍ ستر فرعــون ټرمپ چــې کله د فرعونیت په منصب کښېناستلو نو اولنی ســفر یې سعــودي عربستان ته وکړ اوهغوی یې هم په خورا جم جوش سره استقبال وکړ ، د ملیاردونو ډالرو په تحایفو یې ټرمپ اودهغه ښځه دواړه ونازول ، بالاخره په ډېره خوښۍ خپل هېوادته په داسې حال کې ستانه شول چې په زړونو کې راوړې اکثره هیلې یې نیمګړې له ځانه سره یونړې.
ټرمپ ولې اولنی سفر سعودي ته وکړ؟؟
ټرپ ددې سفر څخه یو ســتر هــدف او مقصد هغه دا ؤ چــې دټو لــې اســلا مي نړۍ په اذهانو کـې دسعودیانو حیثیت او عزت برقرار پاتې ده او مسلمانان پر دوی راټول دي.
نو پېښه داسې وشوه چې ټرمپ سلمان ته کوم وړاندیزونه وکړل هغه هم ورته لبیک وویل ، سلمان اول شروع په خپل هېواد کې په هغو علماؤ وکړه چـې هغه دکفرسرسخته دوښمنان وو ،دشاهي کورنۍ هغه غړي چې دده دنظریې خلا ف وو هغه ټول يې په یو او بل نو م بندیان او یا یې په مرموز ډول ووژل ، ټرمپ ته یې لا ره هواره کړه ، ترټولو بده او هیښونکي یې لا دا وه چې دکعبې امام هم څرګندونې وکړې چې ټرمپ په نړۍ کې امن غواړي اودهشتکردي ختموي .
دتعجب اوحیرانتیا خبره خوداده چـې یو طرف ته ځانته موحدین وایي ،ځان دشرک ضد بولي اوهغه مسلمانان چې درسو ل الله صلی الله علیه وسلم روضې مبارکې ته لاړ شي نوهغه نږدې هم نه ورپریږدي چې تاسو شرک کوئ او هرځای کې نارې وهي لاتشرک لاتشرک خو بل طرف ته یې چې وګورې دستر فرعون په پښو کــې یې سرونه ایښي دي عجیبه توحیــد دی؟؟؟
تر دې دمخه هم دوی داسې دمسلمانانو خواخوږي نه وو ،بلکې دټول امت مسلمه په وینو یې لا سونه سره کړي دي ، امریکا چې څومره پر اسلا مي هیوادنو بر لاسې ده په ټوله کې ددوی دتېلو په مرسته باندې زیاته پر مخ روانه ده .
نو داځل امریکا په ډېره سپین سترګۍ ســره دخپل ولس ژمنې پوره کړې . هېره ده نه وي چې دامریکا هر ولس مشر به دټاکنوپروخت خپلو پاپانو او دامریکا ولس سره داژمنه کوله چې زمونږ او تاسو لپاره په اوسني عصر کې ستره لاس ته راوړنه دمسلمانانو پخوانۍ قبیله بیت المقدس ده چې دټرمپ څخه دمخه هغه ټو ل واکمنان په دغه ژمنه کې پاتي راغلي وو خو هر یو په خپل وخت کې ددې وحشت هڅه کړې ده .
بالاخره دادی اوولس ۱۷ کاله دوی له سختو جګړو اوسیاسي پرمختګونو وروسته خپل هدف ته ورسېد ل ، په ډېره سپن سترګۍ اوپه خپل فرعوني غرور باندې مغرور ټرمپ په خپل لاس په خپل واک سره دقدس دغصب کولولاس لیک کوي( نور بیا)

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button