دحکمتيار او ارغنديوال تر منځ مذاکرات يو او بل ته په اخطارونو بدل شول

نعيم نظامي
له ګډ حکومت سره دسولې له تړون او کابل ته دحکمتيار له تګ سره د پخواني واحد حزب پلويان دې ته سترګي پر لار وو، چي ټوټه شوی حزب به يوځل بيا متحد او دحکمتيار تر رهبرۍ لاندي به خپل ويجاړ تشکيلات ورغوي ؛ خو له اوږدو مذاکراتو وروسته دحزب دوه لويې بېلي شوي ټوټې چی ديوې مشري يې حکمتيار او د بلې يې ارغنديوال کوي دبيرته يو والي په اړه کوم تفاهم ته ونه رسېدل.
دباوري معلوماتوله مخې حکمتيار غوښتنه لرله چی ارغنديوال بايد له کوم قيد اوشرط پرته نوموړي ته حزب وسپاري اود تولو هغومادي امتيازاتو حساب ورکړي چی عبدالهادي ارغنديوال او ملګرو يې دحزب په نامه په تېروکلونوکی له بهرنيو اوکورنيو لوريوڅخه ترلاسه کړي دي ؛ خو د ارغنديوال دريځ بيا دا وو چی که له ماڅخه څوک دامتيازاتو حساب غواړي موږته دي هم د تېرو څلورو لسيزو دامتيازاتو حساب راکړي.
ارغنديوال حکمتیار درهبر په توګه مانه خو د حکمتيار دزوی، زومانو اوځينو نږدې ملګرو له اوسنيو موقفونو سره يې مخالفت لاره او وړانديز يې کاوه چی بايد په حزب کې دننه شفافي ټاکني ترسره شي ؛ همدغه راز يې له حکمتيار څخه غوښتنه کوله چی ديو ګوند درهبر په توګه خپل حيثيت وساتي درندښت اختيار کړي، په ټولنيزو شبکو کې له مستقيم حضور او بحثونوڅخه ډډه وکړي، اود ګډ حکومت دشريکانوترمنځ له روانې سيالۍ نه ځان لري وساتي ؛ خو د دوئ له منځه بې باوري هغه مهال لا زياته شوه، کله چي ارغنديوال او ملګرو يې دا په جوته احساس کړه چی حکمتيار ټينګ هوډ لري چی له ده وروسته یې زوی حبيب الرحمن حکمتيار ځای ناستی شي.
سرچينه زياتوي ارغنديوال مخامخ حکمتيار ته وويل ته دامحکم عزم لرې چی زوی دې له تا وروسته دحزب رهبر شي خوته بايد په دې پوه شې چی مونږ به له شفافو ټاکنو پرته ستا زوی دحزب د راتلونکی رهبر په صفت ونه منو ؛ دسرچينې له قوله حکمتيار بيا په دې باور ده چې ارغنديوال د ده دپخوانيو رقيبانو په دام کې ښکېل شوی او دهغوی په لمسون يې دده په و ړاندي سخت دريځ غوره کړی ؛ له همدې امله يې ارغنديوال ته اخطار ورکړی چی که چېري د نوموړي خبره ونه مني انجام به يې ورته ډېر بد وي او له سخت تاوان سره به مخامخ شي.
دسرچينې له قوله د ارغنديوال له انکار وروسته حکمتيارپه يو اړخيز ډول له خپلو پلويانوڅخه دحزب کنګره جوړه کړه او ځيني ټاکني يې ترسره کړې چی ارغنديوال يې په ځواب کی په عدليه وزارت کې ثبت شوی حزب دخپل ځان وباله، په ټول افغانستان کې يې دپخواني واحد حزب د پلويانو د جلب جذب نوې او تونده پروسه پيل کړه، دپخوانۍ شمالي ټلوالي له مهمو مشرانو او قمندانانو سره يې ملاقاتونه ترسره کړل اود حکمتيار داخطار په مقابل کې يې له هغوی نه مرسته وغوښته، چي هغوی هم د هر ډول مرستې ډاډ ورکړی ؛ ويل کېږي او س دټوټه شوي حزب د دغو دواړو لورو ترمنځ رقابت دهري ورځي په تېريدو خطرناک لورته روان ده ؛ او کېدای شي حکمتيار دخپل عادت له مخي يواځي د سياسی رقابت کرښوکې دننه پاته نه شي او دراغنديوال پرضد کوم پټ ياښکاره خطرناک اقدام وکړي.
د سياسي چارو د څېړونکو له نظره چی داسې يو اقدام به بيا په خپله دحکمتيار او دحزب دراتلونکی لپاره ډېري بدي پایلي ولري .



