اسرایلي عسکرو پرفلسطیني وګړو نوره هم کړۍ تنګه کړې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لیندۍ ۲۰ فرید افغان)
راپورونه وایي چې اسرایلو عسکرو په لویدیځه غاړه کې لسګونه فلسطیني وګړي نیولي دي.
د اناضول خبري اژانس د راپور ترمخه، په تیرو څو ورځو کې د ۴ ښځو په ګډون شاوخوا ۱۵۰ فلسطینيان د یهودي رژیم د عسکرو له لوري نیول شوي دي.
راپور زیاتوي، د نیول شویو له ډلې یې د یوې ښځې په ګډون ۳۰ تنه د ‹‹الخلیل›› له ښارګوټي نیول شوي او نور د دې هیواد له مختلفو سیمو راوړل شوي دي.
بلخوا د تیرې ورځ په لاریون کې ۲۶ نور فلسطیني وګړي ټپیان شوي دي.
پر همدې مهال د فلسطین د روغتیا وزارت ویلي دي چې د روغتیایي او نورو اړینو مرستو ټیمونه په لوی لاس د اسرایلي ځواکونو له خوا په نښه کیږي او اجازه نه ورکول کیږي تر څو خپل توکي فلسطیني وګړو ته ورسوي.
د یادونې وړ ده چې په تیرو څو ورځو کې تر لسو ډیر فلسطیني وګړي شهیدان او سلګونه نور ټپیان شوي دي.



