کرکټ: ايرلنډ له افغانستان څخه د درې يو ورځنۍ لوبو لړۍ وګټله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، ۲۰) ايرلنډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې څخه د درې ورځنيو لوبو د لړۍ درېيمه لوبه وګټله او د روان سيريز اتلولي يې خپله کړه.
د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او د توپوهنې پرېکړه يې وکړه.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ټول لوبغاړي په ۴۸.۲ اورونو کې وسوځېدل او ايرلنډ ته يې د ۱۷۸ منډو هدف ورکړ.
د افغان کرکټ لوبډلې له لوري ښه توپوهنه راشدخان او رحمت شاه وکړه چې دواړو ۴۸-۴۸ منډې جوړې کړې او په دوهم نمبر کې زياتې منډې جاويد احمدي ۲۷ منډې وکړې.
ایرلنډ لوبډلې ټاکل شوی هدف په ۳۸ اورونو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او د سيريز اتلولي يې په خپل نوم کړه.
د دغې لوبو لړۍ چې د دسمبر پر پنځمه نېټه د شارجه په نړيوال لوبغالي کې پيل شوې وه، لومړۍ لوبه افغانستان وګټله او دوهمه او درېيمه لوبه چې سيريز بلل کېده ايرلنډ وګاټه.



