درېیمه برخه افغانان ولې په وږي نس ویده کېږي؟/ خالد روان

کله ــ کله چې د نړیوالو مرستندویه هېوادونو نوملړ وگورئ، چې له افغانستان سره یې په تېرو ۱۶ کلونو کې څومره مرستې کړي او بیا زموږ ورځنی ژوند وگورئ؛ نو حیران به پاتې شئ، چې یا نړیوال دروغ وايي او یا دغه مرستې بېخي افغانستان ته رسېدلي نه دي.
امریکا، اروپايي ټولنې، اسیا بانک، نړیوال بانک، چین، جاپان، هندوستان، ایران، د منځنۍ اسیا هېوادونو، کاناډا او د افغان حکومت نړیوالو مرستندویانو په تېرو کلونو کې میلیاردونه ډالر له افغانستان سره مرستې کړي؛ خو دلته یا رارسېدلي نه دي او یا د څو کسانو جېبونو ته تللي او یا عامو خلکو په سترگو هم نه دي لیدلي.
یوازې امریکا وايي، چې په تېرو کلونو کې یې له افغان حکومت سره ۱۰۴ میلیارده ډالر مرسته کړې؛ خو موږ تراوسه د عادي ناروغۍ درملنه هم په هېواد کې نه شو کولی او خپل عادي ناروغان بهرنیو هېوادونو ته د درملنې په موخه وړو. برېښنا مو وارداتي ده، سړکونه مو خراب دي، بې کاري اوج کې ده، د حکومتولۍ ټول بنسټونه مو د پردیو په مرستو متکي دي، پوځ مو د نورو خیرات ته ناست او د کورنیو سرچینو څخه یې دوه برخې هم نه شو پر پښو درولی او یا هېڅ هم خپل نه لرو؛ بلکې په هر څه کې نورو ته اړ ملت یو.
تېره ورځ د ملي یووالي حکومت مشر اشرف غني د کورنیو تولیداتو د ملاتړ او نندراتون په غونډه کې خبریالانو ته وویل، چې درېیمه برخه افغانان په وږي نس ویده کېږي او په مړه خېټه ډوډۍ نه ورسېږي. دا هغه اعتراف دی، چې د اوسني حکومت ټولو چارواکیو ته پېغور دی. غني ته دا هم منسوبېږي، چې د روسیې او چین اقتصاد نوموړي پر پښو ودرولی او د یادو هېوادونو ټولې زېربېناوې د ده په طرحو رغول شوي دي؛ خو خپل هېواد او یا خپل ملت یې نه طرحه په سترگو ولیده او نه داسې پروژه چې سل کاله وروسته ورنه موږ گټه واخلو او له منځه ولاړه نه شي.
غني دغه اعتراف داسې مهال کوي، چې د واک یې له درېیو کلونو ډېر تېر شوي او څه کم دوه کاله یې پاتې دي. غني په ټولټاکنو کې ژمنه کړې وه، چې په سل ورځو کې به د عامو خلکو په دسترخوان کې بدلون راولي او میلیون کاري فرصتونه به برابروي؛ خو موږ ولیدل چې په تېرو کلونو کې یې یو میلیون خلک بې کاره کړل او کاري فرصتونه یې بېخي ورک شول. زرگونه ځوانان مو اروپايي هېوادونو ته ولاړل او سلگونه یې د بحرونو د کبانو خوراک شول. دغه حالت اوس هم روان دی او دلته ډېر لوستي ځوانان ورځ مزدوري کوي او هغه هم ورته په اسانه نه پیداکېږي.
د نړۍ هېڅ ولسمشر خپلې ټولې ورکړې ژمنې نه دي پوره کړي؛ خو دومره دروغ هېچا هم نه دي ویلي، لکه زموږ چارواکي یې چې وايي.
د اوسني گډ حکومت دواړه مشران به فکر کوي، چې عام خلک به بیا په غوړو ژمنو تېر باسي او بیا خلک د رایو صندوقونو ته ورشي؛ خو دا فکر دي نه کوي؛ ځکه ازمایل شوي بیا نه ازمویل کېږي.
غني او عبدالله په تېرو درېیو کلونو کې ملت ته د بدې حکومتولۍ ثبوت وړاندې کړ او ملت به بیا هېڅکله په داسې دروغجنو خلک باور ونه کړي او نه به د رایو صندوقو ته ورشي؛ ځکه دلته د ملت اراده هېڅ نه منل کېږي او دلته چارواکي امریکا او د هغوی ملگري ټاکي.
غني کاشکې پرونۍ اعتراف څو کاله مخکې کړی وای او یا یې له واک څخه استغفا ورکړې وای؛ ځکه که نور هېڅ نه وو؛ نو له تاریخي قضاوت څخه به لږ ژغورل شوی وای.
تاریخ مو څاري او تاریخ ستاسې هره کړنه خپلو زرینو کرښو ته سپاري….

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button