مالیزیا: ځواکونه مو چمتو دي ترڅو له بیت المقدس څخه دفاع وکړي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۰ فرید افغان)

ټوډي آنلاین ورځپاڼې د مالیزیا هیواد د دفاع وزیر له قوله راپور ورکړی چې د یهودي رژیم پرضد جګړې ته یې تابیا نیولې.
د دې هیواد د فاع وزیر هشام الدین حسین ویلي چې هیواد یې چمتو دی تر څو له بیت المقدس څخه ریښتینې دفاع کولو ته خپل سرتیري واستوي.

نوموړي زیاته کړه، موږ په تیرو ورځو کې ډیر خواشینونکی خبر واوریده چې د کولی شي دټولو مسلمانو هیوادونو سرحدي پولې او سرحدات په وخت سره زیانمن کړي.
د نوموړي په خبره،موږ یواځې د خپل هیواد د اعلی سر قوماندان د امر په تمه یو، ځواکونه او جنګي تجهیزات مو ټول د تیارسۍ په حالت کې دي.

څو ورځې وړاندې امریکا په رسمي توګه بیت المقدس ته د خپل سفارت لیږدول اعلان کړل او دا سیمه یې د یهودي رژیم د پلازمینې په توګه ومنله.
د دې پریکړې پرضد په ټوله نړۍ کې سخت لاریونونه وشول خو سعودي عربستان له غندلو پرته کوم غبرګون ونه ښوده چې رسنیو ته د رسیدلو محرمو معلوماتو پر اساس د دې هیواد مشرتابه په دې هکله د یهودو او امریکا ملاتړ کړی و

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button