د داعش فرانسوي او الجزايري وسله وال جوزجان ته رسېدلي

د داعش فرانسوي او الجزايري وسله وال جوزجان ته رسېدلي

راپورتاژ: الماس خدرخېل ——- د ډيلي ميل برتانوۍ ورځپاڼې د داعش وسله والو په اړه په يوه مطلب کې ليکلي، په دې وروستيو کې له عراقه داعش وسله وال چې پکې د الجزاير او فرانسې اتباع هم شامل دي افغانستان ته رسېدلي او په جوزجان ولايت کې يې يوه پوځي اډه فعاله کړې ده.

ورځپاڼه زياتوي، يو شمير افغان او نړيوالو سرچينو هم تاييد کړې چې د منځني ختيځ څخه ځينې بهرني اتباع د افغانستان شمال جوزجان ولايت ته رسېدلي، خو په وينا يې دوی يې د کره شمېرو په اړه معلومات نه لري.

د ورځپاڼې په وينا، دا لومړی ځل دی په افغانستان کې د داعش په ليکو کې د فرانسوي او نورو بهرنيو اتباعو حضور تاييديږي، خو پوځي شنونکي وايي په عراق او سوريه کې له ماتې وروسته ښايي يو شمير بهرني داعش وسله وال دغه هېواد ته مخه کړي.

د شنونکو په باور په هېواد کې د داعش په ليکو کې د فرانسوي وسله والو شتون د فرانسې هېواد هم اندېښمن کړی او نه پوهېږي چې له دې مسلې سره څه ډول چلند وکړي.

داعش وسله والو په دې وروستيو کې د افغانستان د ننګرهار ولايت نه په دوهمه درجه کې شمالي ولايتونو کې خپلو فعاليتونو ته زور ورکړی، چې ډيری فعاليت يې د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې تر سترګو کېږي.

د جوزجان د درزاب ولسوالۍ ولسوال باز محمد داور وايي، دغه بهرني اتباع د نومبر په مياشت کې د داعش تر ولکې لاندې سيمو ته داخل شوي خو زياتوي چې د شمير په اړه يې کره معلومات نه لري.

خو د درزاب اوسېدونکو رسنیو ته ويلي، د دغې وسله والو شمېر نږدې ۲۰۰ کسانو ته رسېږي زياتوي چې د بي بي مريم له کلي څو سوه متره ليرې يې د ځان لپاره ستر مرکز پرانيستی دی.

ځينو اروپايي سرچينو ادعا کړې چې دغه بهرني وسله وال له تاجکستانه د افغانستان خاورې ته ور اوښتي دي.

د ډيلي ميل د راپور له مخې، پنټاګان وايي په افغانستان کې د داعش وسله والو شمېر له زرو کم دی خو ډیری پوځي شنونکي په دې باور دي چې ښايي افغانستان ته نور بهرني داعش وسله وال هم داخل شي، غواړي په دغه هېواد کې پراخ مرکزونه پرانيزي.

دا په داسې حال کې ده، چې دوه ورځې وړاندې د جوزجان د ولايت وياند محمد رضا غفوري وويل، د دغه ولايت په درزاب او قوش تپه ولسواليو کې د داعش وسله والو له ويرې نږدې درې زره کورنۍ بې ځايه شوي او شاوخوا ۵۳ ښوونځي تړل شوي دي.

هغه زياته کړه، بې ځايه شوي خلک اوس مهال په ډېر بد وضعيت کې دی او بيړنيو مرستو ته اړتيا لري.

په ورته وخت کې د جوزجان د ولايتي شورا غړې وايي، په درزاب ولسوالۍ کې ډيری تاريخي ځايونه او کانونه وجود لري چې اوس مهال د داعش لاسته لوېدلي دي.

د جوزجان د ولايتي شورا غړې حليمه صدف څو ورځې مخکې رسنيو ته وويل، په درزاب کې د الماسو، زمرودو، يورانيمو، سرو زرو، نفتو او تر ۱۸ قلمه کانونه شته چې د داعش ډلې له خوا په ناقانونه توګه ايستل کېږي او قاچاق کېږي.

دغه راز داعش ډله اوس مهال د ننګرهار ولايت په خوږياڼو ولسوالۍ کې له طالبانو سره هم جګړه پرمخ وړي.

د ځايي اوسېدونکو او يو شمير دولتي چارواکو په باور داعش ته په ننګرهار کې د بهرنيو ځواکونو له لوري اکمال کېږي او وخت ناوخت د داعش تر ولکې لاندې سيمو کې هغوی ته د الوتکو له لوري مرستې رسول کېږي

د کارپوهانو په باور داعش د امريکا پروژه ده او غواړي دغه ډله د افغانستان له ختيځ څخه ورټوله او شمالي ولايتونو کې يې فعاليتونو ته لار پرانيزي چې په دې سره د روسيې او چين پولو ته ځان ورسوي او د داعش پر مټ دغه هېوادونه د تهديد لاندې راولي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button