کابل: د لس کسانو د قتل په تور درې تنه نيول شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۲۰) امنیتي مسئولین وايي، په کابل کې د لس کسانو د قتل په تور يې درې تنه نيولي دي.
د کابل پوليسو د جنايي څېړنو مشر محمد سالم الماس وايي، دغه کسان تېره ورځ د کابل-بغلان په لويه لاره د امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوي دي.
زياتوي، نيول شويو کسانو په کابل کې د لسو کسانو په قتل کې لاس لرل منلي دي.
د الماس په خبره، دغو کسانو په کابل کې د لس کسانو له قتلو کولو وروسته غوښتل چې د مزارشريف ښار ته وتښتي خو د امنیتي ځواکونو د پلټنو پر مهال ونيول شول.
د تېرې جمعې په ورځ د کابل ښار د ۱۵ امنیتي حوزې مربوط په خيرخانه کې د يوې کورنۍ لس کسان په ډزو ووژل شول.
د راپورونو له مخې، په وژل شويو کې ښځې او ماشومان هم شامل وه.
تر اوسه د دغو کسانو د وژل کېدو لامل نه دی په ډاګه شوی خو ويل کېږي چې د پخوانيو خپلمنځي کورنيو شخړو له کبله دغه پېښه رامنځته شوې ده.
په دې وروستيو کې په کابل کې د جنايي پېښو، قتلونو، غلاوو سربيره انسان تښتونې هم زياتې شوي، چې د کابل ښاريان يې اندېښمن کړي دي.



