لغمان: یوې مور څلور کوچنیان زېږولي

کابل ټکی کام(دوشنبه، ۲۰ لیندۍ، ۱۳۹۶ل):د لغمان د ولایتي روغتون ډاکټران وايي، تېره شپه یوې مور څلور کوچنیان زېږولي، چې دوه یې نجونې او دوه یې هلکان دي.
د ډاکټرانو په خبره، د څلور واړو ماشومانو روغتیايي وضعیت ښه دی او د اندېښنې وړ څه نه شته.
د ماشومانو پلار سید محمد نومېږي او په ملي پولیسو کې دنده لري.
دی وايي، خوښ دی چې یو ځل د بشپړې کورنۍ څښتن شو؛ خو اقتصادي وضعیت یې خراب دی او د خپلو ماشومانو پالنه به سمه ونه شي کړای.
ده له خیریه او مرستندویه ادارو څخه غوښتي، چې د ماشومانو په پالنه کې ورسره مرسته وکړي.
د یو ماشوم زېږول عادي خبر دی؛ خو په یو ځلې د څلورو ماشومانو زېږیون په نړۍ کې ډېر کم پېښېږي.



