
ځینې ولې ټولنیز مقبولیت لري؟
عبدالصمد “شاکر”
ښکاره خبره ده چې د انسان لفظ سپېڅلی او د درنښت وړ دی، هر انسان چې په ځان کې د حقیقي انسان صفتونه ځای کړي په ټولنیز ډول د قدر وړ دئ، له همدې امله هغه څوک چې ټولنیز مقبولیت تر لاسه کول غواړي هغوی باید چې هروخت خپلو هر اړخېزو صفتونو ته پوره پاملرنه وکړي.
ټولنیز مقبولیت لپاره بایده ده چې دغه انسان په ټولنه کې د هغه صفاتو درلودونکی وي چې هغوی ته په ټولنه کې په درنده سترګه کتل کېږي.
انساني مکلفیت چې د الله جل جلاله د ټولو اوامرو پېژندنه او منل دي او له ټولو نواهیو څخه د ځان ساتل دي په ده خامخایې ده چې هغه درک او په ځان باندې تطبیق کړي.
الله جل جلاله فرمایې:
بېشکه هغه کسان چې ایمان یې راوړی وي او نیک عملونه یې کړي تر سره کړي وي ژر به الله جل جلاله دوی ته (په ټولنه کې) عزت او مقبولیت ور په برخه کړي. [القران]
له دې سره سره ټولنیزو اشخاصو په ځان لازمه کړیده چې د ټولنې ټولو مثبتو عنعناتو، فرهنګ او کلتور ته درناوی وکړي، خپل کړه وړه، لباس، خبرې او کردار به یې د ټولنې د مثبتو عنعناتو سره برابر وي.
ټولنیز اشخاص په ټولنه کې هیڅ وخت له داسې چا سره اړیکي نه لري چې هغه په ټولنه کې #منفور او سپک خلک وي او د دوی په شخصیت باندې اغېزه کوي.
#ټولنیز کسان د تل لپاره د ټولنې له وګړو سره ښه اخلاق او ښه برخورد لري، په معاملاتو کې ورسره شفافیت لري، د هر ډول خیانت او دوکې څخه ځان ژغورې.



