د بيت القدس په اړه د استانبول غونډه

سرليکنه  

تېره اوونۍ ټرمپ له خپل امريکايي ولس سره د اسلام د دښمنۍ وعده پوره کړه. يعني، بيت القدس یې د امريکا لخوا په رسميت وپېژاند، چې په مقابل کې یې اسلامي او غير اسلامي هېوادونو خپل عکس العملونه وښودل، خو تر ټولو زيات عکس العمل یې په ترکيه کې وښوول شو.

اوس د ترکیې په پلازمېنې استانبول کې د اسلامي هېوادنو يا  او آى سي لخوا د بيت المقدس په اړه غونډه روانه ده، چې د نورې اسلامي نړۍ ترڅنګ د افغانستان او پاکستان لخوا د حکومتونو مشران هم ورغلي دي.

تېره اوونۍ ټرمپ له اسلام سره د خپلې دښمنۍ په ښوولو سره اعلان کړه چې بيت المقدس د اسراییلو د پلازمینې په توګه په رسميت پېژني او د بهرنيو چارو وزارت ته یې بيت المقدس ته د خپل سفارت د انتقال سپارښتنه وکړه، خو د اسلامي هېوادنوعلاوه د غيرمسلم هېوادونو له غبرګونونو سره هم مخ شو.

د اسلامي هېوادنو کنفرانس په همدې اړه نن د ترکېې په پلازمېنه استانبول کې غونډه لري. دا کنفرانس چې ټول یې ٥٧ اسلامي هېوادونه غړيتوب لري، شاوخوا ۳۰ هېوادونه په دې کنفرانس کې ګډون لري او غواړي د امريکا په دې اعلان د خپل غبرګون په ښوولو سره د اسلامي هېوادنو تر منځ يووالى څرګند کړي.

د بيت القدس څخه دفاع يواځې د فلسطين د مسلمانانو او يا کوم يوه اسلامي هېواد فريضه نه ده، بلکې د ټولې اسلامي نړۍ فريضه ده. پکار ده چې په اسلامي جزبه یې دفاع وکړي. که د ټرمپ پر دې پرېکړه اسلامي هېوادونه چوپ پاتې شول، دا امکان هم شته چې بله ورځ به د مکې مکرمي او مدينې منورې په اړه هم ورته پرېکړه وکړي او د اسرائيلو يا يوه بل غير اسلامي هېواد په نامه به یې پلازمېنه اعلان کړي. ځکه، ټرمپ د خپل کمپاين پر مهال له امريکايي ولس سره د اسلام  او مسلمانانو سره د دښمنۍ د عمل وعدې کړې او اوس یې ترسره کوي.

امريکا هر کال د اسرائيلو، ډنمارک او نورو غيرمسلمو هېوادونو په مرسته د مسلمانانو او اسلام پر خلاف قدم په پورته کولو سره د مسلمانانو زړونو ته درد رسوي، چې په افسوس سره، لومړى سعودي عربستان – عربي هېوادونه او ټوله اسلامي نړۍ یې په مقابل کې هغه شان غبرګون څرګند نه کړي څرنګه چې د عمل پر خلاف یې  لازم وي،  ځکه ټرمپ د مسلمانانو پر خلاف د بيت المقدس په اړه د دا ډول پرېکړې جرئت وکړ.

امريکا او اسرائيلو تل د اسلام پر خلاف ورته پرېکړه کړې ده، خو اسلامي هېوادونه هم دومره خوبولي نه دي څومره چې امريکا او اسرائيل یې په اړه فکر کوي. مسلمانان به دواړو اسلام دښمنه هېوادونو ته هغه درس وکړي لکه دمخه چې یې نورو ته ورکړی دی.

بيت القدس د مسملمانانو لومړۍ قبله او د اسلامي مقدساتو لرغونى ٧٠٠٠  کلن تاريخ لري. هيڅ وخت به ټرمپ او د هغه غير ملسم ياران په دې شوم هدف کې کاميابۍ ته ونه رسېږي. خو اسلامي هېوادنه باید، او په ځانګړې توګه هغه هېوادونه چې د امريکا سره پټه او ښکاره يارانه لري، د ټرمپ له دې عمله درس واخلي، د خپلو فرضو په پوره کولو سره  نور د امريکا له يارانې لاس واخلي، په مقابل کې یې راپورته شي او د خپلو مقدساتو دفاع په اسلامي جذبه وکړي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button