(کابل ټکی کام ۱۳۹۶لیندۍ ۲۳ فرید افغان)
راپورونه وایي چې د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د سوریې د دیر الزور ولایت اړوند په “جرذي“ سیمه کې بمباري کړې چې ګڼو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د سوریې دولتي اژانس ‹‹سانا›› ویلي چې په دې بمبارۍ کې لږ تر لږه ۲۳ تنه ولسي خلک، چې له ډلې یې څلور ښځې او ۸ ماشومان دي، وژل شوي .
د جرزي سیمه د فرات د سیند اړوند پرته ده چې د داعشي ملیشو د واک وروستۍ سیمه بلل کیږي.
داعش ډله د روسانو او سوري دولت لخوا په ټولیز ډول ځپل شوې او اوس یې ځینې مشران په کور کیناستلو ته مجبور شوي ځینې یې له القاعده ډلې سره یوځای شوي او لږ شمیر یې د عراق او سوریې په پولو کې سنګرونه لري.
امریکایانو منلې چې په یاده بمبارۍ کې یو شمیر ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې خو وایي په هکله به یې څیړنې وشي.
په تیرو دو کلونو کې په سوریه کې د روسي او امریکایي ځواکونو په بمباریو تر ۱۰۰ زرو ډیر ولسي وګړي وژل شوي دي.
















