بې پولې داکتران: د برما په اراکان آیالت کې زرګونه مسلمانان وژل شوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۳ فرید افغان)

د پولې داکترانو نړیوالې ټولنې یا MSF په خپل وروستي راپور کې د میانمار (برما) ځپل شویو مسلمانانو له کړاوونو ډک ژوند او روان وضعیت ته کتنه کړې.
راپور کې راغلي، له ۲۵ د اګست بیا د سپتمبر تر ۲۴ تاریخ پورې زرګونه مسلمانان د برما د بودایي پوځ لخوا وژل شوي، لسګونه زره کډوالۍ ته اړ شوي او سلګونه کلي او کورونه سوځیدلي دي.
د راپور تر مخه په دې هیواد کې د روان میلادي کال له پیله بیا تر اوسه پورې تر ۹۰۰۰ ډیر مسلمانان وژل شوي، چې له ډلې یې یواځې ۶۷۰۰ تنه د برما د پوځیانو په مخامخ ډزو کې په نښه شوي دي.

راپور زیاتوي، په وژل شویو کې ۶۹ سلنه په مخامخ ډزو کې وژل شوي ۹ سلنه په اورونو کې سوځول شوي او ۵ سلنه د وهلو ټکولو او سختې شکنجې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.
راپور وایي، په وژل شویو کې ۶۴۷ تنه هغه ماشومان شامل دي چې له ۵ کلنۍڅخه یې ښکته عمرونه درلودل.
د وژل شویو ماشومانو له ډلې یې ۵۹ سلنه ویشتل شوي، ۱۵ سلنه ماشومان په اورونو سوځیدلي او ۲ سلنه یې په ماینونو کې له منځه تللي همداراز ۷ سلنه ماشومانو د سختو شکنجو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
راپور زیاتوي، د اراکان له ولایت څخه ۶۴۷ زره تنو مسلمانانو بنګلادیش ته پناه وړې، د هغوی ۳۰۰ کلي سوځول شوي او ګڼې شتمنۍ یې لوټ شوې دي
وروستني راپورونه ښیي چې د برما د بودایانو د سختو بریدونو او وحشتونو له امله ټولټال ۸۲۶ زره مسلمانان د بنګلادیش د ‹‹کاکس›› بازار ته رسیدلي دي
له ۱۹۷۰ کال را په دیخوا په میانمار(برما) کې دمسلمانانو له دوه میلیوني نفوس څخه ۸۴ سلنه بهرنیو هیوادونو ته تښتیدلي دي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button