د ولسي جرګې غړو د ګارنیزیون له پریکړې سره مخالفت څرګند کړ

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ۲۳ فریدافغان)

د ولسي جرګې غړو نن د کابل د ګارنیزیون په هغه پریکړه اندیښنه څرګنده کړه چې له مخې به یې لوړپوړي چارواکي او زورواکي اشخاص، افراد نه شي کولی د کابل ښار کې درنې وسلې او د تورو ښیښو موټر وګرځوي.
استازو وویل موږ د ګارنیزیون د بریکړې منلو ته تیار یو خو حکومت دې زموږ د امنیت ساتلو ذمه ووهي
د ولسي جرګې یوه غړي لالي حمیدزي وویل چې دا طرحه د اشرف غني او امنیت لخوا په دې موخه ترتیب شوې چې د خلکو استازي د خپل واک لاندې راولي.
نوموړي ټینګار وکړ چې ‹‹استازي به هیڅکله ورته تسلیم نه شي››…

د کابل ګارنیزیون غوښتي له وکیلانو غوښتي چې ځانونه او خپل ساتونکي باید بایومتریک کړي.
یو شمیر غړي وایي حکومت پلان لري چې په دې توګه خپل سیاسي مخالفین بې وسلې کړي
د ولسي جرګې رئیس عبد الرؤف ابراهیمي د وکیلانو بایمتیرک کول غیرقانوي کار بولي او زیاتوي چې په دې اړه یې له حکومتي چارواکو سره خبرې پیل کړې.
نوموړي وویل چې د خلکو استازي کامل مصؤنیت لري د هغوی د موټرو تلاشي او د هغوی بایمتریک کول له قانوني اصولو سرغړاوی دی.
د ولسي جرګې ډیر شمیر غړي په کابل ښار کې له بدرګه کونکو موټرو او درنو وسلو سره یوځای ګرځي چې دې کار دخلکو په منځ کې ویره او ترهه خپره کړې ده.
اټکل کیږي چې که د کابل ګارنیزیون او د ولسي جرګې اداري پلاوی کومې موافقې ته ونه رسیدل ښایي دا موضوع سخت اختلافات راوپاروي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button