
کفري حربې او زموږ غفلت!
لیکنه: الهام الخراساني
له کوم وخت نه چې مسلمان په نړۍ داستقلال او خپلواک حکومت تر جترۍ لاندې ژوند پيل کړی، نو دنړۍ د هر کونج زوریدلي مسلمانان یې تر سیوري کړي؛ خو یهودي نړۍ ته دمسلمان دغه ځواک او استقلال دزغم وړنه و.
پروړاندې یې له هرقسمه حربو اودسیسو کارواخست بلاخره یهودي نړۍ په دې وتوانېدله چې دمسلمانانو دغه سرپناه او سکونځای یي ونړاو، خصوصا له کله نه چې د ترکې په وچه عثماني خلافت وپرزول شو؛ نو مسلمانان دزال په لور راون شول او حال یې ورځ تر بلې خرابېده ،تردې چې نوی نسل یې له امارت اوخلافت دومره لرې پاتې شو چې تېر خپل خلافت او واکمني ورته یوه افسانه او تېره شوې کيسه ښکاریده.
دغه وخت داسلامي واکمنۍ دمفکرینو ځای په نړۍ داسې تری تم شو لکه څنګه چې داسلام په لومړي پېر کې ورک شوی و،په اسلامي نړۍ یوار بیا دغربي نړۍ دتیارو لمن خوره شوه، چې دمسلمان زورونه او قتل عام یي پیل کړ، ریښتني مسلمان په ځمکه دپل کېښودو ځای نه ليد او دغه حالت یې تر یونیمې سلیزې دوام وګړ .
روسته له یوې نیمې سلیزې چې دغو مسلمانانو پکې خپل رب ته ژړا او فریاد وکړ، او دومره اوږده موده یې قربانۍ او وینې توی کړې؛ نو الله جل جلاله دمسلمانانو دزاریو او قربانو د قبولو په نتيجه دافغانستان پر خاوره یو واربیا واکمن کړل اودنړۍ له پیڅوکو ورته ستړي ، ستومانه اوزورېدلي مسلمانان راوزغلېدل اود امارت اسلامي تر سپین بيرغ لاندې سره يوموټي شول چې نه پکې ژبني اختلاف او نه پکې تور پوستي او سپین پوستي توپير درلود.
امارت اسلامي که څه هم دافغانستان په ټولو ولایاتو او سیمو پوره واک نه درلود؛ خوبیاهم تمامې کفري نړۍ ځانته ستر ګواښ اوخطر باله او له دې څخه یې دعثماني خلافت الهام اخسته.
نو په لومړي ځل ټولې کفري نړۍ اود تش په نامه مسلمان یعنې جمهوري هېوادونو یې پر وړاندې داسې متحد او يوځای شول چې اسلامي تاریخ یې بېلګه او نظير نه شي وړاندې کوی،
دوی ټولو پر یومټ دامارت پروړاندې خنډ او دنړولو باعث شول اومسلمانان له دغه ستر نعمته هم بې برخې شول او دغرب تور او بدرنګ لښکر دافغانستان پر پاک حریم پليت ګامونه کېښول؛ خو الحمدالله مسلمانانو یې پر وړاندې له مقاومت او مقابلې لاس وانه خست اوخپلې مبارزې ته یې دوام ورکړ، داسې بې سارې او بې دریغه قرباني یې ورکړه چې په هغو نا امېده مسلمانانو کې یو وار بیا دامارت هيله پيداشوه او په هم دې هيله یې شپې صبا کولې .
ديهودو دا جګړه څه معمولي جګړه نه وه بلکې دوی انګرلې وه چې دابه دجهاد او اسلامي مفکورې ته دپای ټکی وي؛خوهغه سې ونه شوه؛
نو غربیان پردې وپوهېدل چې دکفارو جګړه پرځای ددې چې په مسلمانانو کې اسلامي روحیه او جزبه ختمه کړي لایې پياوړې کوې، اونه هم ددوی له افکارو دخلافت او امارت هغه مفکوره چې دوی ته خپلو اسلافو پرېښې چې: امارت قائمول دمسلمان روستی ارمان او دعزت ساتلو زريعه ده ویستلا شي؛ نو ټولو پر یوه خوله وویل: ترڅوچې دمسلمانانو دغه فکري ځواک تخریب نشي ستاسو واکمني او دیمکراسي پر مسلمانانو پيلي کول ناشونې ده؛ نولومړی قدم یې دا واخست چې امارت په وحشت، ظلم او بربريت معرفي کړي ترڅو نوي نسله مسلمانان ترې متنفره او بې زاره اونه یې هم بیا په طمه شپې سبا کړي؛ نو په عربي نړۍ کې یي دداعش وجود په نامه دخلافت او دولت الاسلامي منځ ته راوړ، او دخلافت په جامه کې یې داسې کړنې وکړې چې انسان یې تصور هم لانشو کولای او دخلکو له زهن یې دفرعون،نمرود او چنګېز دوحشت کېسې وویستې،
ددوی ظلمونه دتېرو تمامو ظالمانو دظلم مجموعه ده او دا يوازې او یوازې ددې لپاره چې امارت خلکوته په ظلم او وحشت ور وپېژني
اود دوی په وجود یي یوازې په عربي نړۍ کې اکتفاء ونه کړه؛ بلکې سمدلاسه یې دافغانستان خاورې ته منتقل کړه،
دا ديهودو تر ټولو ستره او لوی زیان رسوونکې حربه ده.



