
د مصطفی کمال اتاترک خطر ناک کمالات
عبدالصمد ﺷﺍﮐﺮ
کمال اتاترک د ترکیې د فوځ ظابط وه، هغه د زده کړو په دوران کې له غربي افکارو څخه متاثر وه،له هغه وخت نه یې له غربیانو سره خفیه اړیکي جوړ وو، کله چې په عثماني خلافت باندې د اروپا له لوري قبضه ووهل شوه، او د وخت خلیفه د محصور غوندې په استانه کې اوسیده؛ نو دا وخت د اروﭘﺎیانو لپاره د مسلمانانو په منځ کې او د خلافت په زړه کې یو داسې چا ته ضرورت وه چې د دوی مقاصد تر سره کړي او تر ټولو مهم کار چې باید تر سره شي هغه د خلافت ړنګون او د جمهوریت قیام دی، د دې کار لپاره یې د مصطفی کمال اتاترک څخه بل رزیل سړی ښه ونه باله.
له هغه نه یې یو مصنوعي زمری جوړ کړ، دا چې ده په ترکي فوځ کې وظیفه لرله؛ نو هغه د اروپایانو په وړاندې د جنګ اعلان وکړ، دغه جنګ ته یې د جهاد نوم ورکړ او قران کریم په لاس میدان ته را ووت، له ده سره ګرده اسلامي نړۍ په جذباتي توګه یوځای شوله او د ده فتوحات یې د خالدبن ولید او صلاح الدین ایوبي له فتحو سره مشابه وبلل، ارپایانو هم دته ډېرې سېمې پرېښودلي.
کمال انقرې ته لاړ او هغه یې خفل دارالخلافت وګرځاوه، کله چې هغه انقري ته ورسید نو دروند استقبال یې وشو او دا د هجري سپوږمیز ۱۳۳۷ کال وه، هغه خلکو ته وویل: هر هغه تدبیر چې زه یې غوره کوم هغه به د خلافت او سلطانت د ساتنې او د سلطان د ازادی او د هیواد د خلاصون په خاطر وي، په ۱۹۲۳ میلادي کې د جمیعت وطن له لوري نه جمهوریت اعلان کړای شو او سلطان عبدالمجید بن سلطان عبدالعزیز یې موقت خلیفه وټاکه.
مصطفی کمال چې کله د هیواد صدر شو؛ نو یو ناڅاپه یې د اسلامي خلافت د ختمیدا اعلان وکړ، دا د هجري سپوږمیز کال ۱۳۴۲ کال وه چې د میلادي له ۱۹۲۴ سره برابر دی، په دې توګه یې هغه څوارلسوه کلن اسلامي خلافت ته د پای ټکی کېښود چې د مسلمانانو د وحدت او یوالي نښه بلل کیږي او یو متواتر سنت وو.
په دې سره د ګردو مسلمانانو هېلې او امیدونه چې له مصطغی کمال سره تړلي وو ابو یوړل، چرته چې هم د اسلامي خلافت لپاره تحریکونو کوښښونه کول ټول ناهیلي شول لکه: په هندوستان کې د تحریک خلافت په نوم ستر تحریک ټول نا امیده شول.
دا ډول کمال لا هم خپل کمالات په مخ روان کړي وو، په ۱۹۲۴ میلادي کې یې وزارت اوقاف او وزارت المحاکم ختم کړل، دا وخت د شیخ سعید تر مشرۍ لاندي د خلافت د بیا قیام په هیله یو تحریک پیل شو، تر ډیره یې زور یې وواهه، مصطفی کمال هغه یو کردی تحریک باله، د هغه ټول اراکین یې له تیغه تېر کړل، ویل کیږي چې په دې جنګ کې پنځه لاکه کسان ووژل شول.
هغه لا نور ډېر له رزالته ډکړکارونه تر سره کړل، هغه د اسلامي قانون په ځای غربي قانون نافذ کړ، هجري نیټه یې لغوه کړه په ځای یې میلادي نیټه کاریدله، تر دې چې په عربي رسم الخط یې بندیز ولږوه او اسلامي تعلیم یې ختم کړ، هیواد ته غربي هنرمندان را اوغوښتل شول او د ساز او سرود او د رقص محفلونه پیل شول، اذان به په ترکي ژبه کیده او په عربی پابندي شوله ، بالاخره د حج د فریضي په ادا کولو هم بندیز ولږیده.
د مصطفی کمال اتاترک ﻳﻮ بل خطرناک کمال دا وه چې هغه یو ایډیال جوړ کړ، هغه ته غربیانو شهرت ورکړ، دی یې د مسلمانو یو تکړه مشراو اتل مجاهد وباله، غربي میډیا هغه د مسلمانانو یو زمری ونوماوه او دې خبرې ته یې پراخ انعکاس ورکړ، بالاخره نتیجه دا شوله چې ټولو اسلامي هیوادونو دده نظریه خپله کړه او د ده په نقش قدم باندې یې تګ پیل کړ او مصطفی یې د ځان لپاره یو لار ښود وګاڼه.
ایران کې رضاشاه پهلوي د اسلامي قانون سره هغه څه وکړل کوم چې مصطفی کمال ورسره وکړل، رضاشاه د اسلامي قانون په ځای فرانسیسي قانون رایج کړ او یو اسلامي ملک یې په غیر اسلامي ملک بدل کړ او په ۱۹۴۸ میلادي کال ایران په رسمي توګه اسرایل په رسمیت وپېژندل.
د ده ایډیال په ټولو اسلامي ممالکو اغیز وکړ، ډیموکراټانو او عصریت خوښونکو یې تقلید وکړ، غربي تعلیم یافته کسانو د دې ابډیال د خوریدا لپاره کوښښونه پیل کړل، د ده دایډیال د تاثیر ژوندی مثال پاکستان دی، کله چې جنرل پرویز مشرف مارشلا ولږوله او دی د دې هیواد صدر وو؛ نو ده تر ټولو وړاندې دا وویل: مصطفی کمال اتاترک زما ایډیال دی، د دې مطلب دا وه چې کوم څه چې زه کول غواړم هغه هغه څه دي چې کمال کړي دي.
دا بدبخته انسان کمال هغه څوک وو چې د مسلمانانو راج یې ختم او یوالی یې دړې وړې کړ، تر ننه پورې بیا اسلامي نړۍ ښه ورځ ونه لیدله او د ده زهریلا نظریه یې یوه بله ستره ستونزه ده.
د اسلامي نړۍ د دوښمنانو د ذلیل کیدا په ﻫﻴﻠﻪ



