یکشنبه, مې 3, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home غير مصنف

د طالبانو په نوي زعامت د تهمتونو حقيقت

توریالي خان نشرونکی: توریالي خان
نوومبر 30, 2015
کټګوریانې: غير مصنف
0
10
ځلې شریک شوی
131
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

کابل ټکی کام ۰۸لېندۍ/۱۳۹۴، لیکنه: بدرالافکار 
سره له دې چې په منصور صاحب زياتره تهمتونه د حسد او کينې له وجې وي، او ځينې خو يې بيخي قابل د اورېدلو نه وي او څو ځله ځواب شوي هم دي، خو بيا هم مخلصو ملګرو ته وخت په وخت تشويش پيدا کوي او غواړي چې دغه تهمتونه په مکرر ډول ځواب شي، دغه لاندې تهمتونه چې په يو مجاهد ملګري د منصور صاحب د کوم مخالف له لوري شوي وو، ماته يې د شخصي مسیج له لارې را واستول او غوښتنه يې دا وه چې ځواب يې کړم، ما د الله په مرسته د خپل قاصر فکر له مخې په لاندې ډول ځواب کړل چې تاسې ته يې وړاندې کوم: 
لومړی تهمت: 
که اغماز وکړم او وایم چې ملا صاحب تا نه دی شهیدکړی نو دا حق خو در باندې لرم چې قبرخو یې د زیارت لپاره را وښیه، که وایې چې قبر یې له صلیبیانو پټ ساتم په دې موخه چې توهين یې نه کړي، نو په عراق کې د صدام حسین، په مصر کې د سلطان صلاح الدین ایوبي او په افغانستان کې د شهیدملادادالله زیارتونو ته خوهیڅ زیان نه دی رسېدلی څه فکرکوې مشره! صلیبیان له هغوی سره جوړدي؟
ځواب: 
پک مې ليدلی وو خو نه ماغزه وتلي، ما سياسي مخالفتونه هم ليدلي، فکري هم او ډول ډول جګړې هم  خو ستاسې ډول مخالفت او د مخالفت طرز دا مې تر دې دمه نه دی ليدلی، او نه مې د تاريخ په پاڼو کې سترګې پرې خښې شوي دي، خو کيدای شي دا هم د سترو استخباراتو د علم او ټېکنالوژي نوی اېجاد د فکري استعمار يا رواني جګړې په برخه کې وي چې ستاسې ذهن او روان يې دومره زيات بدل کړی او په لاس کې يې اخيستی. 
تنزل او اغماز مه کوه! د اميرالمؤمنين رحمه الله د وفات کيفيت کومه مبهمه او نا څرګنده خبره نه ده. 
موږ او تاسې مسلمانان يو، قول او عمل مو بايد د اسلامي شريعت مطابق وي که د وخت اميرالمؤمنين وي او که يو عادي مسلمان کله چې وفات شي او شک دا وي چې په پټه توګه وژل شوی او په يو چا يې د قتل شک هم وي شرعاً يې يوازې ورثه او کورنۍ په محکمه کې په مشکوک قاتل دعوی کولای شي او خاصتاً زموږ په ټولنه کې دا رواج دی، کله چې د يو چا د مرګ په باره کې د ده له ورثه وو پرته بل څوک د ده د مرګ پړه په يو چا ور اړوي هغه ته شيطان ويلی کيږي او خاصتاً پښتانه بيا دا وايي چې فلانی غواړي د فلاني کورنۍ په غم واړوي، فلانی شيطان دی له شيطانت پرته يې بل کار نشته! 
دا چې اوس د اميرالمؤمنين رحمه الله کورنۍ په مکرر ډول له کوم اکراه او فشار پرته اعلاموي چې مرحوم اميرالمؤمنين په خپل طبيعي مرګ وفات شوی نو ته څوک يې چې بيا دعوه کوې چې اميرالمؤمنين وژل شوی دی، معلوميږي داسې چې ستا په زړه کې کوم مرض دی او دغه دعوه دې غرضي ده.
بله دا چې که قسم واخلم حانث به نشم چې دغه تور هغه څوک لګوي چې د اميرالمؤمنين رحمه الله په ژوند کې له نوموړي سره مخلص نه وو او يا په خپل ژوند کې مرحوم اميرالمؤمنين رټلی وو د اميرالمؤمنين رحمه الله مخلصينو کله هم داسې کومه ادعاء نه ده کړې.
بله خبره د اميرالمؤمنين رحمه الله د قبر ده، موږ به د تېر تاريخ پر ځای د معاصر تاريخ مثالونه در کړو، د شهيد ملا دادالله اخوند مبارک جسد صليبيانو پرېنښود چې خاورو ته وسپارل شي بلکې له ځان سره يې انتقال کړ، څو ورځې ورسره وو، او خپله ټوله تبليغاتي استفاده يې ترې وکړه څو ورځې وروسته يې بيا خپلوانو ته وسپاره تر څو يې خاورو ته وسپاري، د شهيد شيخ اسامه رحمه الله قبر تر اوسه چا و نه ليد، صليبيانو يې جسد له ځانه سره وړی او معلومه نه ده چې چيرته يې وړی دی.
که د اميرالمؤمنين رحمه الله مبارک جسد په لاس ورغی بيا به ته د هغه رحمه الله جسد په ټول عمر هم په سترګو و نه ګورې او دومره زيات سپکاوی به يې وکړې چې په تاريخ کې به يې مثال نه وي.
قبر يې خپلې کورنۍ ته معلوم دی، خپلو ورثه وو يې قبر ليدلی، ته نه شرعاً حق لرې او نه عرفاً چې تاته يې قبر در وښودل شي.
او بله دا ستا له خبرو داسې معلوميږي چې ته په صليبيانو دا باور لرې چې هغوی اخلاقاً او شرافتاً د مسلمانانو، خاصتاً د مسلمانانو د داسې سترو مشرانو د جسدونو سپکاوی نه کوي، حال دا چې الله جل جلاله په قرانکريم کې موږ په دوی باندې له داسې باور څخه منع کړي يو او ستا دغه باور د الله جل جلاله د قول د تکذيب سبب ګرځي، معاذالله او ستا ايمان له ډېر لوی خطر سره مخامخ کولای شي.
ته لکه چې د اسلام له تاريخ څخه بيخي ناخبر يې، صليبيانو څومره هڅې کړي چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم جسد مبارک د ده له قبر څخه له ځان سره يوسي، تاته د نورالدين زنګي رحمه الله هغه واقعه نه ده معلومه چې په هغه کسانو پسې مدينې ته ولاړ، کومو چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم تر قبره پورې کنده کړې وه او نوموړي رحمه الله ته په خوب کې رسول الله صلی الله عليه وسلم حال ورکړی وو.
دویم تهمت:
زه دا نه وایم چې د افغانستان د اسلامي امارت د دفاع وزیر او د مشرملا صاحب د معین ملاعبیدالله اخند په شهادت کې هرمرو ستا لاس وو خو د ملا برادر اخند په نیولو کې څه وایې؟
ځواب:
د منصور صاحب له مخالفينو څخه دا تمه نشي کيدلای چې دوی به د ملا عبيدالله اخوند د قتل تور هم په ملا اختر محمد منصور حفظه الله پورې نکړي بلکې زه په دې وېرېږم چې د طالبانو د تحريک په موده کې او يا له هغه دمخه چې څومره د طالبانو مشران شهيدان شوي يا څومره طالبان يا څومره عام افغانان او يا څومره وفات شوي د دغو ټولو د قتل تور به په منصور صاحب ولګوي ځکه دوی ډير زيات ضد او کينې اخيستي دي ځکه د اوسني عصر بيخي بل ډول مخالفين دي ځکه ريموډ يې د بل چا په لاس کې دی.
هر تور چې لګول کيږي او هره ادعاء چې کيږي بايد ثبوت ورسره وي، نو که ته په خپل قول کې صادق وای او په زړه کې دې مرض نه وای نو تا به حتماً يو ثبوت وړاندې کړی وای، ته ثبوت وړاندې کړه بيا ته ګوره چې له تاسره څومره مسلمانان دريږي.
اسلامي شريعت بې ثبوته تورونه نه مني، او مونږ مسلمانان يو او د هيچا بې ثبوته ادعاء د بل چا په حق کې نشو منلای.
ستا له تهمتونو داسې معلوميږي چې ته د منصور دادالله ملګری يې او که خبره د داسې تورونو لګولو شي نو بيا خو د ملا برادر اخوند د نيولو تور له هر چا څخه په تا او د تا په منصور دادالله ښه پورې کېدای شي، ځکه منصور دادالله له ملا برادر اخوند سره شخصي دښمني درلوده او په هغه (فک الله اسره) باندې د شهيد ملا دادالله اخوند د قتل تهمت لګولی وو.
دريم تهمت:
زه له ملامحمدرسول سره په دې قناعت نه لرم چې وایي ته له امریکانوسره تودې اړیکې لرې او هېواد يې خرڅ کړی خو د شهیدملادادالله وروستي پیغام ته چه مشرملاصاحب ته یې لېږلی وو چې له امریکایانو سره د یادو ناولو اړیکو یادونه پکې شوې څه ځواب ووایم؟
ځواب:
موږ د شهيد ملا دادالله اخوند له پيغام څخه خبر نه يو که له تاسره يې کومه کاپي وي نو هغه خو اوس شهيد دی، اميرالمؤمنين رحمه الله هم وفات شوی، لطفاً د دغه پيغام يوه کاپي وړاندې کړه چې موږ هم پوه شو، خو که واقعاً هم شهيد ملا دادالله اخوند له دغه اړيکو سره مخالف وو نو بيا هم موږ د اړيکو ډول ته ګورو، موږ ګورو تر اوسه چې اسلامي امارت د منصور صاحب په سرپرستی کومې اړيکې له امريکايانو سره نيولې دي هغه له نبوي شرعي سياست په رڼا کې دي.
کوم سياست چې د ځينو مشرکو قبيلو په وړاندې رسول الله صلی الله عليه وسلم په مدينه منوره کې درلود. 
دا خو يوه واضحه شرعي مسئله ده، له کافرانو سره داسې تماسونه چې هغه موالات يا له دوی سره دوستۍ نه وي هيڅ ناروا ندي، مدارات او له هغه کافرانو سره تماسونه چې په جنګ کې درسره واقع وي په دې کې موږ د اسلام له تاريخ نه ډير مثالونه لرو. 
څلورم تهمت: 
سمه ده تا شهید ملا دادالله د بل په لمسون نه دی وژلی خو پرون د ایران په لمسون د شهید ملادادالله پر ورور منصوردادالله او د ملاصاحب پر مېلمنو ازبک مجاهدینو حمله څنګه ارزیابي کړم؟
ځواب:
ته چې په منصور دادالله او ازبکستاني داعشيانو پرونۍ حمله يادوې، له هغوی سره هغه د تيرې ورځې احسان نه يادوې، کله چې دوی په ميرانشاه کې محصور وو او همدې منصور صاحب حفظه الله ټول تسهيلات او امکانات ورته برابر کړل او د هيواد مرکزي او جنوبي ولايتونو ته يې راوستل.
ته چې په منصور دادالله پرونۍ حمله يادوې له هغه سره له زندانه د هغه له را خلاصون وروسته چې څومره د تفاهم او يووالي کوشش وشو هغه ولې نه يادوې؟
هغه د هرات ولایت ولې نه يادوې چې ورته پېشنهاد شوی وو؟
هغه د کور کفاله او اعانې ولې نه يادوې چې تر اوسه په مسلسل ډول ورکول کېدې؟
هغه د علماوو، قومي مشرانو او د مجاهدينو نظامي قومندانو هغه ننواتې او جرګې ولې نه يادوې چې منصور دادالله ته يې له بغاوت او فساد څخه د لاس اخيستلو لپاره کولې؟
دوی خو په خپله ځانونه د دې موجب وګرځول چې حمله پرې وشي، ازبکستاني داعشيانو کوم عمل زه تاته ياد کړم؟
ته د منصور دادالله له رازق سره روابط او هغه تبليغاتي ويډيوګانې ولې نه يادوې چې سیاف به د طالبانو او جهاد په ضد په خپلو پوچو بيانيو کې ترې استناد کاوه؟
د همدې ازبکستاني داعشيانو د عثمان غازي د ډلې په ګاونډ کې هغه د روشن اکا ملګري صالح ازبکان ولې نه يادوې چې تر اوسه يې امارت مېلمه پالنه کوي؟
په منصور دادالله او ازبکستاني داعشيانو بريد له ښه اتمام حجت څخه وروسته د جيدو علماء کرامو د فتوی له مخې شوی دی، او هغه مهال بريد پرې وشو چې د دوی فساد اوج ته ورسېد، د اصلاح لپاره يې ټول کوښښونه ناکام شول او په اوس او راتلونکي کې د داسې فتنې د را خوټېدو خطر ترې پيدا شو چې هم به يې اوسنی واحد صف ټوټه کړی وای او هم به يې د اوسني جهاد آرمانونه د روسانو په وړاندې د جهاد په څير له خاورو سره برابر کړي وای.
پنځم تهمت:
ستا په وینا قناعت کوم چې ملاصاحب رحمه الله د سیل له ناروغۍ څخه ومړ او د دنیا په لویو او کوچنیو روغتونونو کې یې د صلیبیانو له وېرې د درملنې زمینه نه وه برابره خو ته څنګه د امریکایانو په غېږ (دوبۍ) کې د اوسېدلو لپاره شیش محل جوړوې، سره له دې چې کټ مټ ځان د ملاصاحب په شان امیرالمؤمنین او د هغه ځای ناستی ګڼې؟
ځواب:
دا تور هم ستا په موسی عليه السلام باندې د قارون د تور په شان دی!
دا تور هم د تا په يوسف عليه السلام باندې د زليخا د تور په شان دی چې هيڅ ثبوت او سند نه لرې او داسې تورونه تل د منافقينو له لوري د اسلام او جهاد په اميرانو لګول شوي دي، او داسې بې بنسټه تورونه هغه څوک لګوي چې په زړه کې يې د نفاق مرض وي او يا حسد او ضد اخيستی وي او يا د مادياتو او چوکۍ شوقي وي، د مسلمانانو او مجاهدينو په يو امير داسې بې بنسټه تورونه يقيناً د بل کوم هدف لپاره نه وي يوازې هدف يې د مسلمانانو د يووالي ختمول او د جهادي صف تخريبول وي او دا هغه تور دی چې يهودو او نصاراوو په منصور صاحب لګولی وو او تاسې يې اوس ورسره بدرګه کوی.
شپږم تهمت:
که درسره ومنم چې د امارت د واکمنۍ پرمهال ستا په مسئولیت کې د روسانو د تیارې تښتونه ستا غدر نه وو، یوه اتفاقي پېښه وه نو د ملاصاحب په نامه د ځان په ګټه په امارتي تشکیلاتوکې نصب او عزل څنګه توجیه کړم؟
ځواب:
په دې پوښتنه کې تا کوم تنزل نه دی کړی، هر څوک په دې حقيقت پوه دي چې د قندهار له ميدان څخه د روسانو الوتکه څنګه وتښتېدله، او که ستا شک په منصور صاحب وي په حقيقت کې دې دغه شک په اميرالمؤمنين ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله باندې دی. اميرالمؤمنين رحمه الله نه دومره ضعيف شخص وو او نه يې دومره کمزوري معلومات چې يو څوک د داسې جرم هم وکړي او بيا د ده رحمه الله نه کومه سزا ورکړې وي او امتيازات يې هم ورکړي وي، ته د اميرالمؤمنين رحمه الله په عدالت داغ مه لګوه.
او دا چې ته وايې چې منصور صاحب حفظه الله د ملا صاحب رحمه الله له نوم څخه په استفادې د ځان په ګټه د امارت په تشکيلاتو کې نصب او عزل کړی دا دې هم د مسلمانانو د تېر ايستلو لپاره يو مکر او فرېب دی.
اميرالمؤمنين رحمه الله پخپل ژوند کې د ټولو چارو کفيل او سرپرست منصور صاحب حفظه الله ټاکلی وو او کله چې دی رحمه الله وفات شو، علماء کرامو د نوموړي رحمه الله د وفات سره سم د اميرالمؤمنين د کورنۍ د غړو او د امارت د رهبري شوری د ځينو مهمو شخصيتونو په موافقه فوراً دی د اميرالمؤمنين په توګه ټاکلی او په همغه مجلس کې يې ورسره بيعت ترسره کړی دی او هم يې دا فيصله کړې وه چې د اميرالمؤمنين رحمه الله د وفات خبر به د سترو جهادي مصلحتونو په خاطر پټ ساتل کيږي. 
له منصور صاحب حفظه الله سره په دواړو حالاتو کې د نصب او عزل صلاحيت وو، که څوک يې په دې موده کې نصب او عزل کړۍ وي  له اسلامي شريعت سره يې برابر کار کړی دی او دا ستاسې لپاره د بغاوت مجوز نشي ګرځېدلای، تر څو چې په امير کې بواح کفر نه وي څوک ترې بغاوت نشي کولای.
موږ نه د منصور صاحب کوم ورور ليدلی، نه مو يې نور خپلوان ليدلي او نه د ده حفظه الله د ډلګيو کوم ملګري وو چې په امارت کې ورته کومې سترې دندې سپارل شوي وي او کوم کسان چې د ده حفظه الله ملګري ياديږي هغوی له ده څخه دمخه د شهيد ملا عبيدالله اخوند او شهيد ملا برادر اخوند په وخت کې هم سترې دندې درلودې.
نوي چې ده حفظه الله کوم کسان ټاکلي لکه شيخ هيبت الله صاحب، او خليفه سراج الدين حقاني صاحب، يا لکه په شوری کې شيخ محمد شريف صاحب، مولوي عبدالرحمن جوزجاني صاحب او يا شيرمحمد عباس ستانکزی او ملا عبدالسلام حنفي صاحب، دا خو يو هم نه د منصور صاحب شخصي ملګری دی، نه يې قومي، نه يې وطندار او نه يې خپلوان.
اووم تهمت:
دوسته له دروغو نو څخه به دې لیرې وبولم خو که مې د ملاصاحب اختریز يیغامونه سترګوته ودرېدل نوبیاڅه ووایم؟
ځواب: 
دوسته! ماته دا معلوميږي چې ستا ديني معلومات ډير کم دي.
مطلق درواغ هم ناروا نه دي، په ځينو حالاتو کې دروغ جايز دي، د علماءکرامو د فتوی له مخې منصور صاحب کوم د اختر پيغامونه چې د اميرالمؤمنين رحمه الله په نامه نشرول  حال دا چې په دې وخت کې اميرالمؤمنين وفات شوی وو د جهادي مصلحتونو په غرض داسې عمل جايز دی، مونږ د اسلام په تاريخ کې ډېر داسې مثالونه لرو، ښه مثال يې د يرموک په غزا کې د حضرت خالد بن وليد رضی الله عنه له لوري تر شپږ مياشتو پورې د حضرت عمر رضی الله عنه د هغه ليک پټ ساتل وو چې د حضرت عمر رضی الله عنه لخوا پکې د ابوبکر صديق رضی الله عنه د وفات او د ده د عزل او د حضرت ابوعبيده بن جراح رضی الله تعالی عنه د قومندان په توګه ټاکل کېدو امر پکې شوی وو، نو اوس ته دا اعتراض نشې کولای چې ولې حضرت خالد بن وليد رضی الله تعالی عنه د ابوبکر صديق رضی الله عنه له نامه څخه صحابه کرامو ته د جنګ قومنده ورکوله. 
اتم تهمت: 
زه ستا د دې دعوې چې امارت ته وفادار یم په سپیڅلتیا باورلرم خو د امارت له مؤسسینو او د ملاصاحب له نږدې ملګرو سره چلند ته دې په کومه سترګو وګورم؟
ځواب:
ستا وروستی تهمت چې د امارت له مؤسسينو سره دی د منصور صاحب د چلند په باره کې لګولی د دې په اړه درته وايم چې ته بايد الله ته توبه وباسې، له منصور صاحب سره په بيعت کې بيړه وکړې، کومه ګستاخي دې چې په آګاهانه يا نا آګاهانه ډول کړې ده، بايد هم له الله جل جلاله او هم له منصور صاحب څخه بښنه وغواړې ځکه منصور صاحب د اسلامي امارت د مؤسسينو په خوښه ټاکل شوی، د هغوی په مشوره کار کوي، او مؤسسين د امارت ورسره ولاړ دي، او د مؤسسينو له جملې څخه چې څوک مخالف پاتې شوي هغوی به يو څه شرايط لري خو د ملا مدرسول په څېر بېله ډله يې جوړه نکړه.
نه ته د امارت د مؤسسينو له جملې څخه يې، نه ملا منصور دادالله د امارت د مؤسسينو له جملې څخه وو، نه ازبکستاني داعشيان د امارت د مؤسسينو له جملې څخه دي، نه ملا مد رسول، او نه ملا منان نيازی، دوی وروسته وروسته ورسره يو ځای شوي او د امارت د تخريب د مؤسسينو له جملې څخه يې که وبولو سهي به وي، نه جنرال عبدالرازق د امارت له مؤسسينو له جملې څخه دی، نه حنيف اتمر، نه انجنير ابراهيم او نه نور… 
الله د موږ او تاسې ټول د حق لوري ته هدايت کړي.
آمين يا رب العالمين.

یادونه: ضروري نه ده چې په کابل ټکي کام کې دې خپرې شوې مقالې د ادارې ترجماني وکړي، هره لیکنه د لیکوال خپل نظر دی.

دا هم ولولئ

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

مخکینې مطلب

نشنلزم وملت گرایی آتش برای اسلام گرایی

بل مطلب

هرات: د دغه ولایت د پاسپورټونو د ادارې مشر د مالي فساد په تور ګوښه کړی شو

ځانګړي مطالب

افغانستان

د اقتصاد وزیر د CRS مرستندویه ادارې له مشر سره د بېرته راستنو شوو خلکو د ستونزو او بشري مرستو پر دوام خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
فبروري 9, 2026
خبرونه

په غزه کې د ډزو له امله يو اسرائيلي پوځي مرګونی ټپي شوی

نشرونکی: ح جلال
جنوري 15, 2026
غير مصنف

پاکستان او افغانستان په ګډه د تګ راتګ لپاره کاري ټیم جوړ کړی

نشرونکی: احسان تکل
جون 3, 2023
افغانستان

يوې چینایي کمپنۍ سره د امو سیند د حوزې د تېلو استخراج قرارداد لاسلیک شو

نشرونکی: ح جلال
جنوري 5, 2023
غير مصنف

خلیلزاد له دوحې وروسته پاکستان ته تللی

نشرونکی: عاصم
دسمبر 13, 2019

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

نشرونکی: احسان تکل
مې 2, 2026
0

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

نشرونکی: ح جلال
مې 2, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • روسیه: ناټو نور دفاعي نه بلکې د روسیې پر ضد سیاسي او نظامي فشار دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • ایران او افغانستان د سرحدي سوداګرۍ پراختیا لپاره ۲۳ ماده‌ییز تفاهم‌لیک لاسلیک کړ

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
  • له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

    6 شریک شوي
    شریکول 2 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ابراهیم ذوالفقاري: د ایران وسله‌وال ځواکونه د هر ډول ګواښ پر وړاندې بشپړ چمتووالی لري

وال سټریټ ژورنال: ​ایران د جګړې پای ته رسولو لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی

د برېښنا شرکت رئیس او ترکي ۷۷ شرکت د انرژۍ پروژو پر چټکتیا خبرې کړي

ولسمشر اردغان: افریقایي هېوادونو کې روانې شخړې د امریکا د ناوړه سیاستونو پایله ده

له جرمني د ۵۰۰۰ امریکایي سرتېرو د ایستلو پرېکړه؛ د واشنګټن او اروپا ترمنځ اختلافات زیات شوي

سي‌اېن‌اېن: پاکستاني منځګړي د ایران له لوري د نوي وړاندیز چمتو کولو تمه لري

ولسمشرپزشکیان: د ایران پر وړاندې سمندري کلابندي د پوځي اقدام معنا لري

مهاجرينو کمېسیون: تېره ورځ ۱۰۴۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او اړينې مرستې ورسره وشوې 

امریکا له اسرائیل، قطر، کویت او اماراتو سره د ۸.۶ میلیارده ډالرو پوځي وسلو د پلور لوی تړونونه تأیید کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com