پکتيکا: يوه پوسته طالبانو نيولې- څلور پوليس وژل شوي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۲۳) د پکتيکا ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو په دولتي پوسته بريد کړی، چې له کبله يې پوسته سقوط شوې ده.
ځايي اوسېدونکي وايي، پېښه د يادې ولسوالۍ مربوط د برلک په سيمه کې رامنځته شوې ده.
قومي مشر ملک ظاهرخان کټوازی وايي، په جګړه کې څلور پوليس وژل شوي او پوسته طالبانو نيولې ده.
د جاني خېلو ولسوال نعيم کټوازي د پېښې د تاييد تر څنګ د څلورو پوليسو د وژل کېدو خبر هم ورکړ.
طالبانو د بريد مسئوليت منلی وياند يې ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه ليکي: په جګړه کې څلور پوليس وژل شوي، ګڼ شمېر نور ټپيان دي او پاتې نورو پوستې خوشې کړي دي.
طالبان وايي، له پوستې څخه يې اووه ميله سپکه او درنه وسله، او په زياته اندازه پوځي مهمات ترلاسه کړي دي.



