کفار له جهاد وېره لري، له مظاهرو نه

جواد څارګر
کفري نړۍ هڅه کوي له مسلمانانو جهادي فکر واخلي، او اسلام تر تشریفاتو خاص، او د اسلام ضد اعمالو د ارتکاب په صورت کې مسلمان امت محض په تظاهراتو بسنه وکړي.
کفار د اسلام له حقیقي بڼې وېره لري او له همدې امله زیار باسي دحقیقي اسلام پیروکار په توندروۍ تورن کړي.

کفار په خانقاهو کار نه لري، په تبلیغیانو کار نه لري او ټولنیز داعیان آن خپلو هیوادونو ته هم ورغواړي، اما یو مجاهد ته دنړۍ په هیڅ ګوټ کې دژوند حق نه ورکوي او په هره ممکنه طریقه یې دوژلو هڅې کوي.

له جهادي فکر نړۍ ته ګواښ نشته، او نه مجاهدین نړۍ نړوي، مجاهد ددې لپاره جهاد کوي چې د الله پر مځکه د الله نظام قایم، او حاکم شي، او همدا اسلامي حکم هم دی، خو کفري نړۍ او فاسق زعماء له مجاهدینو ځکه وېره لري چې، د اسلام نظام قیام دسرکښو کفارو او فُساقو شخصي ګټې له منځه وړي.

دجهاد اصطلاحي مانا ‘احسن لغیره’ ده چې له برکته یې ولسونو ته سوکاله ژوند بښل کېږي.
لکه څنګ چې جهاد دکفارو پر ضد فرض دی، همچنان دطُغاتو او فُساقو پر ضد هم فرض دی، ددې لپاره چې ولسونه له دغو سرکښه، او ماده پرسته انسانانو له زور ـ زیاتي خلاص وي او هوسا او آرام ژوند وکړي.

د اسلامي نړۍ وروستۍ مایوسي، او دکفارو سرکښي دترکِ جهاد سزا ده چې اسلامي نړۍ یې ګالي
رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي؛ په آخر وخت کې به کفار په مسلمانانو داسې را تاؤ شي لکه وږي چې دخوراک له کاسې را تاؤ وي.
صحابه کرامو وپوښتل چې دغه مهال به مسلمانان لېږ وي؟!
رسول صلی الله علیه وسلم وفرمایل؛ نه! مسلمانان به ښه زیات وي خو، ددنیا محبت او له مرګه وېرې به یې په زړونو کې ځای نیولای وي.

یواځې مظاهرې زموږ ددردونو درمان نه دی، یواځې زنده باد او مرده باد موږ له محکومیته نه شي ژغولای؛ مظاهرې او چیغي زموږ ددردونو او محکومیت آهونه او زږېروي دي، او ظالم دمظلومانو له آهونو او زږېرویو خوند اخلي.
دنن تظاهرات زموږ دپرونیو کوتاهیو زږېروي دي؛ موږ غواړو په تشو چیغو خپله خطاء جبیره کړو، او ځان تېر باسو.
که همداسې په چیغو او مظاهرو دځان غولونې له عادت تېر نه شو، را تلونکی نسل به پر موږ لعنتونه ووایي او زموږ کوتاهي به پخپلو بې ګټه اوښکو لمانځي.

لا هم وختي دی، لا هم یو څو ببر سري او پښې یبله ځلمیان شته چې تورې څرخوي او د اسلامي نړۍ دبقاء او ارتقاء نعرې وهي.
ددوی ملاوې کلکې کړئ، دوی ته مټ او بازو شئ او دکفارو پر ضد له تاؤدو سنګرونو د الله اکبر ملکوتي ږغونه پورته کړئ
همدا مو دبقاء راز دی او په همدې کې مو دهوسا ژوند هیله ده.

جهاد دکفر دزوال وسیله ده، کفار محض له جهاد وېره لري او که خدای ناخواسته دغه یو څو تنه ببر سري ځلمیان مایوس او یا له پښو ولوېدل؛ وږي کفار به مو تالا ـ ترغه کړي.

د اسلامي نړۍ د ویښتابه په هیله

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button