ښایي په سوریه او عراق کې د امریکا میشت پوځيان افغانستان ته نقل شي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۴ فرید افغان)

د امریکا یو لوړ پوړي پوځي چارواکي رسنیو ته ویلي چې د امریکا پوځي او استخباراتي مشران اوس پر دې کار کوي چې څه ډول په سوریه او عراق کې جنګیدونکي پوځیان او د هغوی پوځي پرسونل افغانستان ته ولیږدوي.
د ‹‹لنس بنچ ›› په نامه دې پوځي چارواکي ویلي چې په سوریه او عراق کې د داعش ډلې له ماتې وروسته احتمال لري ټول امریکایي پوځیان چې شمیر یې لسګونو زرو ته رسیږي افغانستان ته ولیږدول شي.
نوموړي د هغه راپور په هکله چې افغان حکومت د ‹‹اې۱۰›› الوتکو غوښتنه ورڅخه کړې وویل، ‹‹تر اوسه په دې هکله پریکړه نه ده شوې››
د طلوع نیوز د راپور تر مخه، د دفاع وزارت د امریکانو دا اقدام ستایلی او ویاند یې ویلي، چې ‹‹که امریکایي ځواکونه په افغانستان کې له پرمختللو الوتکو کار واخلي، کابل به یې هرکلی وکړي››

د یادونې وړ ده چې افغانستان کې اوسمهال د امریکا تر ټولو قوي الوتکې ( اف۲۲ بي ۵۲ او اف ۱۶) بمبارۍ ترسره کوي.
شنونکي وایي چې د افغان حکومت په تغافل کې امریکا غواړي د سیمې په هیوادونو د نفوذ او د افغانستان د خوندي زیرمو د لوټ کولو په خاطر دلته اوږدمهالی حضور ولري نو په همدې موخه خپل ټول پوځي طاقت د مخالفینو په ځپلو آزمویي.
افغان حکومت داسې مهال د امریکا څخه د نورو قوي الوتکو غوښتنه کوي چې د راپورونو په اساس تیره ورځ د هلمند په ولایت کې د بي ۵۲ الوتکې په برید کې تر ۲۰ ډیر افغان ځواکونه ووژل شول

 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button