د امنیتي ځواکونو په لیکو کې غوڅ اکثریت ماشومان جنګیږي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۴ فرید افغان)
د اروزګان ولایت څخه راپورونه وایي چې د دې ولایت د امنیتي ځواکونو په لیکو کې د جنګیالیو شمیر ډیر هغه کسان تشکیلوي چې عمرونه یې له ۱۵ کلنۍ ښکته دي.
د آریانا نیوز د خبر تر مخه، په دې ولایت کې ملي اردو او پولیسو یو کنډک جوړ کړی تر څو د ترینکوټ ښار ته د طالبانو د ننوتلو مخه ونیسي.
په یاد کنډک کې زیاتره داسې کسان دي چې عمرونه یې له قانوني سن څخه کم دي.
دا هلکان چې تر اوسه یې ږیرې او بریتونو خط نه دی وهلی خبریال ته ځانونه ۱۸ کلن معرفي کوي.
پدې ځوانانو کې ډیری یې د نورو ولایاتو دي چې دلته له طالبانو سره په لمړي خط کې جګړې ته راوستل شوي دي.
په اروزګان د څلورمې لیوا قوماندان رحمت شا قیمتي وایي چې د ملي اردو په لیکو کې د کم عمر هلکان نه لري خو په پولیسو کې په براخه کچه شتون لري.
بلخوا د کورنیو چارو د وزارت مرستیال نصرت رحیمي هم ستونزه مني خو وایي چې په دې هکله به کشفي ارګانونه خپلې څیړنې ترسره کړي.
د اساسي قانون ترمخه، له ۱۸ کلنۍ ښکته هیڅ ځوان نه شي کولی چې د امنیتي ځواکونو په لیکو کې دندې ترسره کړي.
څو میاشتې وړاندې د امریکایي سرپلټونکې ادارې مشر جان سوپکو د امریکا کانګریس ته په خپل درې میاشتنی محرم راپور ویلي و چې د دولتي ځواکونو په لیکو کې د ‹‹بچه بازي›› او ښایسته هلکانو د ساتلو موضوع ګرمه روانه ده.
سیګار په دې هکله د څیړنو غوښتنه کړې وه خو د واشنګټن پوسټ د راپور تر مخه دامریکا دفاع وزارت د دې څیړنو مخه نیولې ده



