په اوداسه کې کوښښ کول

دکتور کفایت الله وردګ
د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  به خوښېده چې هر د عبادت او د الله جل جلاله  د رضا کار به یې کولو نو ښه کوښښ به یې پکې کاوه یود هغه شیانو څخه چې د غوره عبادتونو لپاره لاره ده هغه اودس دی نو په اودس کې خواري کول ، په ښه توګه کول هم سنت دی حضرت ا بو هریره  رضی الله عنه روایت کوي چې رسول الله  صلی الله علیه وسلم  فرمایل : إذَا قُمْتَ إِلَى الصَّلاَةِ، فَأَسْبِغِ الوُضُوءَ .  صحیح البخاري
ترجمه : کله چې مانځه ته پاڅېدې نو اودس په ښه توګه سره کوه .
په بل حدیث کې حضرت ابو هریره  رضی الله عنه روایت کوي چې رسول الله  صلی الله علیه وسلم  فرمایل : آیا زه تاسې ته داسې څه ونه ښایم چې په هغې سره الله جل جلاله  ګناهونه پاکوي او درجې ورباندې پورته کوي ؟ صحابه کرامو ورته وویل : هو راته وښایه یا رسول الله  صلی الله علیه وسلم   بیا رسول الله  صلی الله علیه وسلم  وفرمایل :  إِسْبَاغُ الْوُضُوءِ عَلَى الْمَكَارِهِ، وَكَثْرَةُ الْخُطَا إِلَى الْمَسَاجِدِ، وَانْتِظَارُ الصَّلاَةِ بَعْدَ الصَّلاَةِ، فَذَلِكُمُ الرِّبَاطُ .  صحیح مسلم
ترجمه : په ښه توګه اودس کول  په سختیو کې ، جومات ته ډېر قدمونه اخیستل ، د مانځه نه وروسته د بل مانځه انتظار کول ، او همدا جهاد دی .
 
 
یاد ګېرنه : دا لړۍ مونږ ددې لپاره شروع کړې چې تر تاسې پورې یو سنت در ورسیږي ، که لتاسې نه هېر شوي وی در په یاد به شي ، که تاسې ته په یاد وي ستاسې لپاره به تکرار شي  او که ستاسې نه وو زده دا به ستاسې لپاره نوي او مبارک معلومات شي د صدقه جاریه په نیت یې له خپلو ملګرو سره شریکول او ثواب ګټل یې ستاسې کار دی .
 

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button