سناتوران: داسې موثق اسناد شته چې امریکایان په ننګرهار کې له داعش ډلې ملاتړ کوي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۲۴ فرید افغان)

د مشرانو جرګې غړي د داعشیانو پرضد دحکومت او امریکایي ځواکونو عملیات نمایشي بولي او زیاتوي چې په ننګرهار کې میشت امریکایان له داعشي ملیشو څرګند ملاتړ کوي.

د ننګرهار د خلکو استازی لطف الله بابا وایي؛ په بټي کوټ کې د امریکایانو نظامي اډه په دې ولسوالۍ سربیره په هسکه مینه، خوږیاڼو او ده بالا ولسوالیو کې هم د داعش له ډلې حمایت کوي او هغوی ته اکمالات رسوي.
نوموړی زیاتوي، امریکایي ځواکونه د داعش له ډلې ځکه حمایت کوي چې په دې توګه دسیمې هیوادونو ته تحدیدات متوجه کړي .
د نوموړي په خبره، امریکایي چارواکي اوس په دې پلان کار کوي چې څنګه دا ډله د هیواد شمال ته نقل کړي او هلته د خپلو موخو د تر لاسه کولو په هدف ترې کار واخلي.
پر همدې مهال شکیبا هاشمي وایي چې د داعش ډلې پرضد د امریکایانو ټول عملیات نمایشي بڼه لري او امریکا غواړي له دې ډلې څخه په استفادې د منځنۍ اسیا هیوادونو ته د جګړو بڅرکي ورسوي.
نوموړې له حکومت غواړي چې د دې ډلې پرضد پراخ عملیات وکړي او سر له اوسه یې له منځه یوسي.
دا لمړی ځل نه دی چې امریکایان له داعش ډلې څخه په ملاتړ تورنیږي بلکه تر وړاندې په ځلونو د ولسي جرګې غړو، قومي مشرانو او ولسي خلکو ویلي چې له دې ډلې څخه په څرګنده توګه امریکایي ځواکونه ملاتړ کوي.
د ولسي جرګې غړي وایي چې؛ په رڼا ورځ یې امریکایي چورلکې لیدلې چې دې ډلې ته اکمالات کوي.
څو اونۍ وړاندې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد هم په یوه اعلامیه کې ویلي و چې کله دوی د داعش په لیکو جګړه کوي، امریکایي الوتکې دوی بمباروي.
دا په داسې حال کې ده چې تیره ورځ د وسلو نړیوال استیتیوت یو راپور خپور کړ چې پکې راغلي و، چې په عراق او سوریه کې د دوی ۳ کلنې څیړنې چې د دې ډلې پر ۴۰ زرو جنګیالیو په وسلو او مهاتو یې ترسره کړې ښیي چې داعش ډلې ته د امریکا په ګډون لوی هیوادونه وسلې او مهمات ورکوي

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button