پــه اوسني وخت کی مطبوعات اوژورنالیزم

لیکوال :  الحاج محمدیار

لکه چی ومو ویل ددجال په فتنوکی به له حقیقت رښتیاوو څخه دروغ اوفریب دوکه زیاته وي او دخپرولو يواځینۍ لاره یی رسنۍ دي . هغه ژورنالستان چی په خپله دمحمدعربی صلی الله غلامان ځانوته وایی اوپری ایمان یی راوړی اوغــواړی چی ددجال له فتنی څخه خپل ځانونه وساتي په هرحال کی دوی ته پکاردی چی ددجالی ځواکونو ددروغو اوفریب خلاف خپل قلمونه اوژبی استعمال کړی دنړۍ ټول کفری ځواکونه په دی زهرجنو تبلیغاتواخته دی خپل باطل ظالم وحشی نظام دامن انصاف نظام ثابتوی ایا هغو مسلمانانو ژورنالستانو وجدان اوضمیر به داخبره ومني چی ددوی ددین مذهب پوری ټوکی کیږی که چیرته دوی ددی خلاف قلم راپورته کړی درســنیو له دفتره به وشړل شی؟ که چیرته ديو حق ويونکی لیکوال قلم ته داســزا ورکړل شی او دباطل ویره ددی قلم په رګونوکې سيايی وچه کړی.په دی حق لیکونکی لیکوال لازمه ده چی دزړه له وينوڅخه سيایی او له خپلوګوتو قلم جوړکړی اوخپله فریضه سرته ورسوی که چیرته دیو لیکوال قلم له ظالمو اوباطل طاقتونو له ګواښونونه ویریږی او ددولت مال دلالچ له امله یی دقلم سپیڅلتیا له منځه ځی.دالیکوال دی خپل قلم مات کړی دشتو ځنګلونو ته دی ووځي ترڅو قلم دده دضمیر خلاف په لیکلو باندی ککړ نشی لږ واورئ!سوچ پری وکړئ!داجنګ کوم شخصی ګوندی جنګ نه ده نه دکوم هیواد،نه دکومی ټولنی اوطبقی جنګ ده بلکی داجنګ اوشخړه دمحــــــمدعربی صلی لله دســـپیڅلو غلامانو او دابلیسو زورورو پلویانو ترمنځ راپرځول دی.اوداهم په یاد ولرئ!چی په نړۍ کی داجنګ دژوند په هره څانګه کی ده اوهره څانګه پکی ښکیل ده ترهرڅه زیات ښکیلتیا دژورنالیزم ده دژوند دنورو برخو په څیر په ژورنالیزم اوصحافت کی هم په حق ولاړ لیکوالان،ژورنالستان اوشاعران ډیرکم ترسترګو کیږی. هغه قلموال چی قلم په حق او رښـــتیا چلوی يقینا دوی کم نه دی ددوی ترشــاه دهغه زرګونو اولکونو مظلومو،بی وزلو،دشهیدانو ورثاو اودهغه ځوانانو دعاوی دی چی دعاګانی یی دالله جل جلاله په دربارکی دقبلولو وړدی کله چی ایمان لرونکی دهاغو لیکوالانو مطالب ولولی څوک چی نن هم دحســان بن ثـابت رضی الله عنه په قدم روان دی اودکعب بن اشرف یهودی اولادونو ته دقلم په څوکه ځواب ورکوی ایمان لرونکی مظلوم مسلمانان ورته دزړه له تله ددعا لاسونه لپه کوی په خپلو رپیدلو لاسونواوشونډو وايی ياالله ج ته دوی دتل لپاره په حق ولاړ ولری اودظالمو له شر اوافت څخه یی ساتنه وکړی ( چاچی خپل نظریات او اصــول وپلورل اوځان یی وساته،دی دتاریخ یوتورداغ شو. اوچاچی دخپلو نظریاتو اواصولو لپاره ځان سپر کړ راتلونکی نسل به دی دخپل وخت هیرو اواتل پیژنی) ای دسپیڅلو قلم خاوندانوواورئ!دجالی قوتونه درسنیو دلاری داسلام شــمعه مړه کول غواړی تاسی داسلام ســاتونکی یئ!داسلام دساتلو لپاره دخپل قلم جذبه په خوځښت راولئ په نړۍ کی یی وځلوئ. که دقلم ســیایی مو وچی شی له خپلو وینو اومټو څخه کار واخلئ ځکه دنورو خلکو په څیر اسلام په تاسی هم ډیر حق لری. ناحق ته ناحق ووایئ اوټولنی ته باطل باطل وروپیژنئ!تاسی حق ویونکی یئ ښه په میړانه دحق پلوي وکړئ او له باطل سره ښکر وجنګوئ ستاسی لپاره ستاسی رب ددی دنیا نه بله ښـــایسته دنیا غوره کړی ستاسی رب هغه دنیا هرهغه چاته نه ورکوی چی په دی دنیا خوښ وی

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button