هوډمنې کرښې

راټولونکی: صفي الله “رائد
پرلپسې دویمه برخه ـ
ژوند:
ژوند د ازموينو صحنه ده، هو! هغه پکښې بريالي کېږي؛ چي ژوند ته د ازموينې د صحنې په توګه ګوري.
ژوند یو ځانګړی قانون لري؛ چې ازموینه یې تر سبق وړاندې وي ( اول درڅخه ازموینه اخلي اوبیا وروسته درس درکوي).
هو! ژوند دکتاب په څېر دی؛
ځینې فصلونه یې خوشحاله کونکې کیسې لري خو! ځینې یې بیا ډېرې دردونکې..
چې ان تر ډېره سړی ژړوي هم.
ژوند هسې مه تېروه!
بلکې ژوند وکړه او د ژوند کولو په مفهوم ځان پوه کړه؛ ژوند ښکلی مفهوم، ښکلې مانا لري. ژوند سپېڅلی دی.
ستا ژوند ستا دافکارو غبرګون دی، که چېرې خپل افکار بدل کړې، نو ژوند مو ورسره بدلېږي؛ نو د ژوند په هره برخه کې دې دلوړتیا او عالي والي فکر وکړه؛ ځکه تر ټولو ستر خطر چې زمونږ د ژوند کیفیت له منځه وړي هغه تخریبونکي افکار او تخریبونکي باورونه دي.
اوس د دې وخت رارسیدلی، چې نور له هغو باورونو او خیالونو څخه فاصله ونیسو، چې نور مو په درد نه لګي او مرستندوی راسره نه شي واقع کېدلی.
ستا سرنوشت دټول بشریت په سرنوشت باندې اغېز اچوي! له همدا اوسه مسئولانه تصمیم ونیسه، ژوند په خپلو الفاظو تعریف کړه او تل دیو بهترین شخص په توګه ژوند وکړه!
په دې فکر مه کوه، چې په تېر ژوند کې یو څوک وم، بلکې تصمیم ونیسه، چې په راتلونکي کې یو څوک شې؛
ځکه د ژوند په معادله کې هېڅ وخت تېرمهال له راتلونکي سره مساوي نه دی.
داهم باید په یاد ولرې؛ چې زمونږ تېر ژوند او ماضي، زمونږ د راتلونکي ژوند او آیندې ټاکونکی نه دی.
هو! ژوند ښکلی دی.
ژوند سپېڅلی دی؛ خو چې ته هم له ښکلا ډک او سپېڅلی واوسې!.
بیابه دژوند په مفهوم او په خوند هم پوه شې؛ ژوند همغه څه تاته دربښي، چې ته یې ترې غواړې.
دیو ارام او سوکاله ژوند په هیله.



