۱۶ ځلې لړم وچیچلم

لیکنه : احمدجنید مبارز
عبدالله بن المبارک رحمه الله وایي : زه د امام مالک رحمه الله سره وم، هغه حدیث بیانول د مالک رنګ به تغیر وخوړئ، مخ به یې ژړ سو خو حدیث یې نه قطع/ پرېښوول. د مجلس څخه وروسته چي خلګ سره ولاړل ما ورته وویل : اې ابوعبدالله ! نن مي ستا یو عجیب حالت ولیدئ!
مالک راته وویل هو ! شپاړس ۱۶ ځلي لړم وچیچلم خو ما د رسول الله صلی الله علیه وسلم د حدیثو د احترام لکبله ځان ټينګ کاوه او پر خوږ به مي صبر کاوه.
مالک رحمه الله د دیني علم زیات تعظیم کاوه د حدیثو د بیانولو لپاره به یې اودس تازه کاوه، ږیره به یې ږمونځول، عطر به یې وهل او بیا به په ډېر سنګینۍ تدریس ته کښېناستئ، پر لاري، په ولاړي او تلوار به یې د حدیثو بیانول خوښ نه لرل.
“د فضیلت پګړۍ صـ ۴۸”



