روزګان: د ترينکوټ په عملياتو کې عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۳۰) د رزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې له تېرو درې ورځو راهيسې دولتي ځواکونو د طالبانو پرضد عمليات پيل کړي، چې چارواکي يې د پرمختګ ادعا کوي، خو د جګړې لومړۍ کرښې سرتيري وايي په نښتو کې پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ويل کېږي، دغه عمليات د مرکز ترينکوټ په دوه کېلو مترۍ کې د هزارګۍ په سيمه کې پيل شوي او د افغان او بهرني هوايي ځواکونه يې ملاتړ کوي.
د ازادي راډیو خبريال شريف الله شرافت وايي، د افغان پوځ الوتکې د عامو خلکو پر کورونو په دې هدف بريدونه کوي چې په وينا يې طالبانو په کورونو کې پناه اخيستې.
د دغو عملياتو مشري د څلورمې پلې لوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قيمتي په غاړه لري وايي، په دغو عملياتو کې يې پرمختګ کړی او په خبره يې تر دا مهاله پنځلس طالبان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
رحمت شاه قيمتي وويل، په دې نښتو کې يواځې درې افغان سرتيري ټپيان دي، خو د جګړې په لومړۍ کرښه کې يوه افغان عسکر رسنيو ته وويل، په عملياتو کې څلور پوليس او دوه د ملي اردو عسکر وژل شوي، د ملي امنيت يو کارمند او دوه عسکر نور ټپيان شوي دي.
په عين حال کې يوه بله سرچينه بيا وايي، په روانو عملياتو پنځه عسکر وژل شوي او څلور نور ټپيان دي.
تر اوسه ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړل شوي.
د روزګان د امنيې قومندانۍ د امنيت امر عبدالقيوم عمري وايي، روان عمليات له نورو سره توپير لري، ځکه په وينا يې هغه سيمې چې له طالبانو نيول کېږي دوی پکې په سمدستي توګه پوستې جوړوي.
طالبانو د چارواکو د دغو ادعاو په اړه تر اوسه په رسمي ډول څه نه دي ويلي، خو د طالبانو يوې ځايي سرچينې کابل ټکی کام ته وويل، چې له خپلو سنګرو کلکه دفاع کوي او عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده، زياتوي د افغان او بهرنيو ځواکونو جنګي الوتکې د ملکي خلکو په کورونو بريدونه کوي.
بايد وويل شي، چې د دولتي ځواکونو او طالبانو تر منځ په جګړو، نښتو او په دغه ډول عملياتو او هوايي بريدونو کې زياتره وخت ملکي خلکو ته ځاني او مالي زيانونه اوړي، چې تر ډېره پکې په هوايي بريدونو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبلې ته پام نه کېږي.



