ټرمپ: د امریکا دپریکړې ردول او مرستو ته یې سترګې نیول به سخت عواقب ولري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۳۰ فرید افغان)
امریکا یوځل بیا د ملګرو ملتونو په ننۍ عمومي غونډه کې ګډونوالو هیوادونه ته ګواښ وکړ.
وروسته تر هغه چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نیکي هیلي ګواښ وکړ چې که د قدس پر وړاندې د امریکا د پریکړې پرضد چا رایه ورکړه نومونه به یې یادداشت کړي او دې ته به امریکا د یوې شخصي مسئلې په سترګه وګوري.
امریکایي سفیرې ویلي و، چې دا رایه اچونه ټرمپ له نږدې څاري اوخپل متحدین او رقیبان پکې بیلوي.
امریکایي ولسمشر ټرمپ چې تیره ورځ یې د ۲۰۱۷ کال د کابینې په وروستۍ غونډه کې وینا کوله وویل؛ په ملګرو ملتونو کې د امریکایي سفیرې خبرې په ځای دي ‹‹موږ به پرهغو دولتونو مرستې بندې کړو چې د قدس په اړه زموږ پرضد رایه ورکوي››
امریکایي ولسمشر وویل ‹‹هغوی سلګونه میلیونه یا ملیاردونه دالر زموږ له مرستو ټولوي او بیا د امریکا پریکړه نه مني موږ به دا موضوع په جدي توګه تعقیب کړو.
ټاکل شوې ده نن پنجشنبه د ملګرو ملتونو په عمومي ناسته کې د نړۍ ۱۹۶ غړي هیوادونه هغه مسوده ته چې د مصر له خوا امنیت شورا ته وړاندې شوې رایه ورکړي.
په یاد مسوده کې د امریکا پریکړه غیرقانوني بلل شوې ده.
دې مسودې ته د امنیت شورا ۱۴ دایمي او غیر دایمي غړو مثبته رایه ورکړه خو امریکا ویتو کړه.
ځینې څارونکي په دې آند دي چې ښایي دامریکایي ولسمشر د دې ګواښ له امله ځینې هغه هیوادونه چې د امریکا په مرستو یې د هیواد اقتصاد رغیدلی د امریکا په ګټه له قدس څخه تیرشي


