د یتیم کفالت

خالد وزیروال

یتیمان د ځمکې په مخ تر ټولو مظلوم او بې وسه خلک دي،  کله چې یو ماشوم  دپلار د مینې دسیوري څخه محروم وي دټولنې د هر فرد ـــ فرد دا وظیفه او دنده ده چې هغه ته دخپلې مینې غېږه خلاصه کړي ، ځای ورکړي ، خوشحالي ورکړي ، دهغه هر ډول خدمت ته ملاوتړي .

په احادیثو کې دیتیم د کفالت فضایل او ثوابونه ذکر دي،  رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي :

كَافِلُ الْيَتِيمِ لَهُ أَوْ لِغَيْرِهِ أَنَا وَهُوَ كَهَاتَيْنِ فِي الْجَنَّةِ (صحیح مسلم ۲۹۸۳).

ژباړه: څوک چی دیوه یتیم (که هغه یې خپلوان وي او یا بیګانه وي ) کفالت وکړي زه او هغه به په جنت کې دشهادت او دمنځنۍ ګوتوپه څېر سره نژدی واوسو.

د یتیم د کفالت او د هغه د ساتنې تر څنګ دهغه متروکه اودپلار څخه دپاتې مال ساتنه او حفاظت کول تر ټولو لازمه خبره قرآن کې الله جل جلاله فرمایي:

ولا تقربو مال الیتیم الا بالتی هی احسن

ژباړه: د یتیم مال ته مه ورنږدې کیږئ، مګر په احسنه طریقه.

احسنه طریقه دا معنی چې دا مال د یتیم په یتیم باندې مصرف کړې په ښه طریقه دهغه تعلیم او روزنې ته پاملرنه وکړې ، کله چې عاقل اوبالغ شي  هغه ته یې دپلارپاتې مال بیرته ورکړې .

 او دیتیمو نجونو دحفاظت او ساتنې او مناسب ځای کې دواده کولو فکر وکړې .

الله جل جلاله په قرآن کې د یتیم په باره کې زیات تاکید کړی دی ، داچې داسلام څخه مخکې هره ورځ قتل ، غارت ، چورچپاول او بدامنۍ خلک ډیر تلف کول نو په دغه وخت کې دیتیمانو شمېر هم ډیر زیات وو لیکن  څرنګه چې مناسب وو دهغوی دپالنې او روزنې لپاره کوم انتظام نه و هغوی به دخپل دوراثت او میراث څخه محرومېدل،  دا ځکه چې هغه وخت به یتیمانو ته میراث نه ورکول کیده او نه په دغو بیرحمه خلکو کې دیتیمانو سره درحم اوشفقت کومه جذبه وه ، کله چې محمدرسول الله صلی الله علیه وسلم په پیغمبرۍ مبعوث شو ،  دې مظلومې طبقې ته یې یو خاص توجه کړې دیتیمانو حقوق یې معلوم کړل ،

له همدې وجې نه نبی علیه السلام دخپلې پرله پسې وحی په تشریح کې ددې بې سرپرسته اوبې وارثه امت هغه پاک زړو اونیکو خلکو ته چی دیتیمانو دکفالت چارې یې په غاړه وې په جنت کې دخپل ځان سره برابر مقام ورکوي او وایي چې زه او هغه څوک چی دیتیم کفالت کوي په جنت کې به داسې ددووګوتو غوندې قریب او نژدې یو .

په بل حدیث کې فرمایي: څوک چې یو یتیم خپل کورته راوغواړي او هغه ته ډوډی ورکړي الله تعالی به هغه ته دجنت نعمت ورکړي په دې شرط چې هغه داسې کومه  ګناه نه وي کړې چې هغه دبښنې وړ نه وي  او همدغه راز یې یو ځل وفرمایل : چې په مسلمانانو کې دټولو نه ښه کور هغه کور ده چې یتیم سره پکې نیکي او احسان کیږي

اودټولو نه ډیر بد او خراب هغه کورده چې دیتیم سره پکې بد سلوک کیږي .

د نبی علیه السلام تعلیماتو دعربو فطرت چې دکاڼو څخه سخت وو بدل یې کړ دهر صحابی دکورڅخه یتیم خانه جوړه شوه او دیتیم دلطف او شفقت لپاره به په یو وار ډیر ډیر لاسونه وړاندې کېدل او هر یو دهغوی د پالنې او کفالت دپاره دمینې او محبت غېږه خلاصه کړې وه،  حضرت عایشه صدیقه رضی الله عنها دخپل خاندان او انصارو او نورې یتیمې  نجونې خپل کورته بیایي او په ډېره مینه یې پالنه کوي ، حضرت عبدالله بن عمر رضی الله عنه بې له یتیم نه ډوډۍ نه خوري،   یوه ورځ دیو یتیم ماشوم دیو سړی سره د خورما  دباغ په سر دعوه پیدا شوه دواړه نبی علیه السلام ته راغلل مګر یتیم ماشوم خپله دعوه ثابته نه شوه کړای،  نبی علیه السلام دغه باغ مدعی علیه یعنې دې سړی ته ورکړ هغه یتیم په ژړا شو نبی علیه السلام دیتیم په دغه ژړا ډېر غمجن شو هغه سړی ته یې وویل چې ته دغه  باغ دې یتیم ته ورکړه ، الله جل جلاله به تاته ددې باغ په بدل کې جنت درکړي هغه دې قربانۍ ته حاضر او راضی نه شو ، په دغه ځای کې ابوالد حداح نومی یو صحابی رضی الله عنه هم حاضر و ، هغه دغه شخص ته وویل چې ته به دا باغ زما دفلاني باغ سره تبادله نه کړې ؟ هغه ددې کار لپاره خپل تیاری اورضایت وښود نو هغه ورسره فورا خپل باغ بدل کړ او هغه باغ یې له خپلې خوا دغه یتیم ته وروبښلو.

سبحان الله صحابه څومره عجیب مخلوق و او په یتیمانو باندې څومره شفقت کونکي وو.

په یوه حدیث کې راځي، چاچې د یو یتیم په سر لاس راکش کړ نو ددې انسان دلاس لاندې چې د یتیم د سر څومره ویښته راغلل الله به دې انسان ته هم هغه هومره نیکۍ ورکړي.

وروڼو!د ذکر شویو احادیثو نه دا په ښه ډول جوتیږي چې د یتیم د کفالت کونکي شان څومره دی او الله جل جلاله به څومره بدلې دې انسان ته ورکوي، هم دنیا او هم اخرت کې، او په اوس وخت یتیمان له حد نه زیات شوي، موږ ته په کار ده چې د هغوی احوال پرسي وکړو او د هغوی ضرورتونه پوره کړو الله به یې موږ ته غوره بدلې راکړي

یو شاعر څه ښه وایي چې

د هغه لستوڼي لاس ید بیضا وي

چې پرې وچې کاندې اوښکې د یتیم

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button