هند افغانستان ته Mi-۳۵ کارول شوې چورلکې پیري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۳۰ فرید افغان)
راپورونه وایي چې هندو چارواکو له افغانستان سره ژمنه کړې چې په نظامي عملیاتو د لا پرمختګ په موخه یو شمیر نورې چورلکې هم دې هیواد ته واخلي.
د هندوستان د ‹‹هندو›› ورځپاڼې د خبر تر مخه؛ په تیر اکتوبر کې د افغان ولسمشر سلاکار حنیف اتمر له هندو چارواکو غوښتي و چې په هوایي برخه کې ورسره مرسته وکړي.
ورځپاڼه وایي؛ ټاکل شوې ده چې په لنډمهال کې یو هندو پلاوی د ختیځې اروپا له دو هیوادونو ‹‹سربیا او اکراین›› څخه چې لا هم روسۍ وسلې کاروي، د دې الوتکو د پیرلو خبر وکړي.
د یادونې وړ ده چې هند په ۲۰۱۴ کې هم یو شمیر کارول شوي هلیکوفتر افغان پوځ ته رانیولي و.
دا چورلکې داسې مهال اخیستل کیږي چې امریکا ژمنه کړې چې افغان پوځ ته ۱۶۰ بلک هاک هلیکوفتر ورکوي او ټولې روسۍ چورلکې به ترې ټولوي.

د پنتاګون د تازه راپور ترمخه؛ د بلک هاک چورلکو تر اوسه یواځې ۶ پیلوټان روزل شوي دي او ۴ بابه بلک هاک چورلکې افغان پوځ ته سپارل شوې.
پنتاګون ویلي؛ چې د افغان پیلوټانو سخته روزنه،او په دې برخه کې نورې ستونزې هغه څه دي چې ښایي بلک هاک کلونه وخت ونیسي ترڅو د روسي هلیکوفترو ځای ونیسي



