جمعيت ګوند: انجينير داوود ته د بلخ د والي په توګه د کار کولو اجازه نه ورکوو

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، لیندۍ ۳۰) د جمعيت اسلامي ګوند يو ځل بيا ټينګار کړی، که ولسمشر د بلخ د ولايت په اړه په وروستۍ پرېکړې غور ونه کړي، دوی به د ولسمشر له لوري ټاکل شوي والي ته اجازه ونه کړي چې په بلخ کې د والي په توګه خپله دنده پيل کړي.

د جمعيت ګوند د وياند مرستيال ذبيح فطرت وايي، د دغه ولايت څخه د ليرې کېدو لپاره يې ولسمشر ته څو شرطونه وړاندې کړي دي، چې پکې د دغه ولايت لپاره د راتلونکي والي انتخابول، د څو وزارتونو، سفارتونو او ولايتونو د مسئوليت سپارل دي.

نوموړی وايي، دغه ژمنې له جمعيت اسلامي ګوند سره د مذاکراتو پر مهال شوې وې.

که څه هم تېره ورځ د بلخ ولايت لپاره د ارګ له لوري نوي ټاکل شوي والي رسنيو سره په يوه مرکه کې وويل، چې د بلخ د والي په توګه د هغه د ټاکنې په اړه د جمعيت ګوند غړي، اجراييه رئيس او د دغه ګوند مشر صلاح الدين رباني مخالفت نه لري، چې هرکله ورته د حکومت له لوري امر وشي دی به په رسمي توګه خپله دنده پيل کړي.

خو د جمعيت ګوند د وياند مرستيال فطرت وايي، ښايي انجينير داوود پخوانی د جمعيت ګوند غړی پاتې شوی وي او د دغه ګوند په وروستيو فعاليتونو او سياسي پرېکړو کې يې کومه مهمه ونډه نه درلوده.

د ارګ ماڼۍ د تېرې دوشنبې په ورځ وويل، چې ولسمشر د بلخ د والي عطامحمد نور استعفی منلې او پر ځای يې انجينير داوود په دنده ګمارل شوی، خو عطانور د ولسشمر د پريکړې سره مخالفت وکړ او ويې ويل چې دغه استعفی يې څو مياشتې مخکې د يو تړون له مخې ولسمشر ته وړاندې کړې وه، چې تړون ونه شو استعفی هم نه ده شوې.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button