د حوثیانو د هر توغندي دفع کول سعودي ته ۳ میلیون دالر تاوان لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۳۰ فرید افغان )
په دې وروستیو کې د یمن حوثي ملیشو بر سعودي عربستان د بالستیک توغندویو توغولو ته زور ورکړی، واشنګټن او ریاض وایي چې دا توغندي د ایران ساخت دي خو ایران یې نه مني.
نن هم امریکایي ولسمشر ټرمپ او د اروپایي اتحادیې مشرې له سعودي چارواکو سره په دې اړوند خبرې کړې او له هغوی ته یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
بالیستیک توغندی څومره زیانونه اړولی شي او پر مدافع (خنثاکونکي) توغندي باندې هم کوم مصرف راځي.؟
د رشد خبري اژانس د راپور ترمخه پر سعودي د حوثیانو هر بالیستیک توغندی که هدف ته هم ونه رسیده او په هوا کې له منځه یوړل شو، بیا هم لوی مالي خسارت لري.
اژانس دخپلو سرچینو له قوله ویلي؛ تیره ورځ چې د یمن حوثي ملیشو د سعودي د یمامه ماڼۍ چې د اعلی سرقوماندان استوګنځای هم دی په نښه کړ،سعودي یاد توغندی د فاتریت ۱۰۴ ډوله په مټ د ۶ توغندیو په مټ په هوا کې له منځه یووړ.
امریکا عربستان اوسرایلو ته دفاتریت ۱۰۴ توغندییز سیستم په ۹۰ لسیزه کې فعال کړ، هغه مهال چې په عراق کې د صدام حسین رژیم په دې دواړو هیوادونو بریدونه کول .

پاتریوت امآیام-۱۰۴ د هوایي مدافعې پرمختللی سیستم ده چې کولی شي بالیستیکي توغندي، کروز میزایل، او جیټ الوتکې د هوا په هر ډول حالاتو او همداراز په هر څومره لوړه ارتفاع کې په نښه او له منځه یوسي.
پاتریوت په عام ډول له ۶ دسګاوو توغول کیږي چې هر یو یې له ۴ تر ۱۶ توغندویو د توغولو وړتیا لري.
همداراز داټول د یوه پرمختللي رادار په وسیله او کمپیوتري سیستم په درلودلو سره چې د هغه دتوغولو پرمهال د هدف د لمنځه وړل کنترول کړي ضرورت لري.
نړیوالې سرچینو او د وسلو څیړونکو ډلې د هر فاتریت توغندی بیه ۳ میلیون دالر اټکل کړې چې د شمیرو تر مخه د ۶ دفاعي توغندویو توغول دې هیواد ته ۱۸ میلون دالر تاوان ورکړ.
بل پلو څیړونکو ویلي چې دیمن حوثي ملیشې په هر بالیستیک توغندي یو میلون دالر لګوي.
چې ویلی شو د حوثیانو یوه توغندي سعودي ته د ۱۸ میلیون دالرو په بیه تمام شو



