داعشیانو! پر خلکو مو طالبان نور هم قدرمن کړل/خالد روان

داعش درې میاشتې وړاندې د ننگرهار پر خوږیاڼیو ولسوالۍ له څو خواوو بریدونه پیل کړل. حکومت یې یوازې ننداره کوله او د طالبانو او داعشیانو ترمنځ د اوښتې مرگژوبلې خبرونه یې خپرول. یوازې د خوږیاڼیو له مرکز«کږې» او څو نورو کلیو پرته نور ټول خلک په دې ساړه ژمي کې له خپلو کورونو ووتل او تشې مېنې یې پرېښودې. ډېرو خلکو یوازې خپل سرونه وویستل؛ خو کورونه یې همداسې ډک پاتې شول. د وزیرو په پیرهخېلو سیمه کې داعشیانو د خلکو له کورونو د جگړې مورچلې جوړې کړي او د خلکو کورونه یې سوري ـ سوري کړي، چې په جګړه کې ترې ښه گټه واخلي.
په تازه ویډیوگانو کې ښکاري، چې د خلکو ډک کورونه پاتې دي. آن تر دې چې د ماشومانو زانگوگانې هماغسې پر کټونو پورې تړلې پاتې شوي. د خوږیاڼیو له ټولې ولسوالۍ نږدې ۵۲زره وگړي له خپلو مېنو وتلي او په دې ساړه ژمي کې په ډېر بد حالت کې دي. د حکومت مرستې هم نمایشي دي او چې چاته یې خوښه شي مرستې ورکوي؛ گنې سلگونه کورنیو تراوسه یوه «لپه اوړو» مرسته هم نه ده لیدلې.
جگړه اوس هم روانه ده؛ خو توپیر یې په دې کې دی، چې اوس جگړه د افغان دولت د ځواکونو او داعشیانو ترمنځ ده. مرگژوبله هم همدې دواړو ډلیو ته اوښتې. اوس هم کورونه هماغسې تش پاتې دي او د دواړو ډلیو ړندې مرمۍ د ډېرو بېگناه خلکو ژوند هم اخیستی دی. داعش یوازې اوس د وزیرو په تنگي سیمه کې راټول شوي او نورو سیمو تقریباً په شا شوي دي.
په خوږیاڼیو کې اوسمهال د ځمکو د کښت وخت دی او ټولو بزگرانو ځمکې د کښت لهپاره چمتو کړې وې؛ خو په همدغه انډوخر کې ترې هر څه پاتې شول، چې د سیمو خلکو ته یې میلیونونه افغانۍ زیان واړاوه. ځکه د دې خلکو د عایداتو یوازېنۍ لاره همدغه کرنه او مالداري ده او د عاید کومه بله سرچینه نه لري؛ خو دا هم ترې سږکال او راتلونکي کال لهپاره ولوټل شوه.
په خوږیاڼیو کې داعشیانو هېڅ گټه ونه کړه؛ بلکې خلکو ته یې اصل نقاب نور هم څرگند شو او د خلکو هغه خبرې ورته رښتیا شوې، چې د دوی د پروژې په اړه به ورته کېدلې.
دوی د هغه صف په ماتولو کې پاتې راغلل، چې دغه «قراردادي قاتلین» د کومې موخې لپاره روزل شوي وو.
د دوی هغه ارمان هم خاورې شو، چې غوښتل یې د خوږیاڼیو ښځې ورته ډوډۍ پخه کړي او پوستو ته پرې اوبه پورته کړي.
دوی د خلکو هغه شکونه هم له منځه یوړل، چې د ننگرهار له هوايي ډگره به یې په ټوله نړۍ کې د تش په نامه خلافت چغې وهلې.
داعشیانو د هغه صف پر وړاندې بیا ماتې وخوړه، چې کوم د دوی اصلي بادارانو«امریکا، ناټو او افغان دولت» یې د ماتې خوبونه لیدل.
دوی طالبانو ته ډېره گټه وکړه؛ ځکه طالبان یې نور هم په خلکو گران کړل. دوی خلک ته دې مجبوره کړل، چې د طالبانو لاسونه ښکُل کړي او په غاړو کې ورته گلان واچوي.
پښتانه متل کوي، چې خدای جل جلاله دې داسې شر پېښ کړي، چې زموږ پهکې خیر وي او همداسې وشول هم!



