اردوغان: د دیموکراسي زانګو په زور له خلکو د بیان آزادي اخلي

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ لیندۍ ۳۰ فرید افغان)
د ټرمپ له وینا وروسته چې ویلي یې و؛ چې موږ به پرهغو دولتونو مرستې بندې کړو چې د قدس په اړه زموږ پرضد رایه ورکوي ترکي ولسمشر سخت غبرګون ښوودلی دی.
امریکایي ولسمشر ویلي و، ‹‹هغوی سلګونه میلیونه یا ملیاردونه دالر زموږ له مرستو ټولوي او بیا د امریکا پریکړه نه مني موږ به دا موضوع په جدي توګه تعقیب کړو.››
د ترکیې ولسمشر د ټرمپ یادې وینا ته سخت غبرګون ښودلی دی او ویلي یې دي چې ‹‹امیدوار یو چې نړیوال به په ملګرو ملتونو کې د قدس د مسئلې پر سر امریکا ته ښه درس ورکړي››
نوموړي ټرمپ ته په خطاب کې ویلي ‹‹ په ډالرو دې نه شې کولی د ترکیې اراده واخلې ››
نوموړي په پیغوریزه لهجه وویل؛ چې ‹‹ څه وایي د دیموکراسي زانګو؟! تاسو د دیموکراسۍ زانګو د دالرو په زور له خلکو د بیان آزادي اخلئ ››
اردوغان له ټولو هیوادونو غوښتي چې د څو دالرو په توسط دې خپله د بیان ازادي نه پلوري.
د یادونې وړ ده چې نن پنجشنبه به د ملګرو ملتونو عمومي غونډه کې د نړۍ ۱۹۶ هیوادونه د مصر له خوا طرحه شوې مسودې ته چې د قدس پر وړاندې د امریکا پریکړه پکې غیرقانوني بلل شوې رایه ورکړي.
دې مسودې ته د امنیت شورا ۱۴ غړو مثبته رایه ورکړې او امریکا له دې کبله چې په نړیواله سطحه یو ځل بیا له داسې رسوایي سره مخ نه شي وار له مخه په ګواښونو پیل کړی او له تیرې ورځې را وروسته یې دا دوهم ځل دی چې په رسمي توګه ګواښونه کوي



