کاشکې زمونږ پلرونه هم شهیدان شوی وای

عزیر اسدخیل
یوه ورځ رسول الله ص د اختر لمانځه لپاره له کوره د مسجد په لوري رهي شو، په لاره کې ګوري چې یو شمیر کوچنیان لوبې کوي او بلې خواته یو کوچنی یوې خواته ولاړ دی او د ژړا سلګۍ وهي، رسول الله ص ورنه پوښتنه وکړه چې:
کوچنیه! ولې ژاړي؟
(ماشوم هغه نه پیژندو چې دا رسول الله ص دی) نو یې ورته کړه چې سړیه پری مې ږده.
زما پلار د رسول الله ص سره په یوه غزا کې شهید شوی دی، اوس چې د اختر ورځ راغله نو هم وږی یم او هم می جامې نشته او هم مې پلار نشته او مور مې له بل چا سره واده کړی، زما د پلار کور یې هم رانه ونیو او مال دولت یې رانه وخوړ نو زه اوس په دغه حال شوم چې ته مې وینې، وږی یم، بې جامو یم، خفه یم، خواروزار یم نو اوس چې د اختر ورځ راورسیده، نور ماشومان مې ولیدل چې لوبې کوي، نو خپګان مې نور هم زیات شو نو ځکه ژړا راغله او ومې ژړل.
رسول الله ص ورته وفرمایل: آیا ته به خوشحاله شي چې رسول الله ص دې پلار شي، عایشه دې مور شي، فاطمة دې خور شي، علی رض دی کاکا شي او حسن او حسین دی وروڼه شي، ماشوم وویل چې ولې نه اې رسول الله؟ څنګه به نه خوشحاله کیږم.
رسول الله ص هغه د خپل کور خواته روان کړ ډوډۍ یې ورکړه موړ یې کړ او د اختر جامې یې ورواغوستې.
لږ وروسته دغه ماشوم بیرته له کوره راووت او له ماشومانو سره یې په خندا او خوشحالۍ لوبې پیل کړې، هلکانو ورنه پوښتنه وکړه چې تا خو تر اوسه ژړل او اوس خاندی؟
هغه ورته وویل: وږی وم، اوس موړ شوم، د اختر جامې مې نه وی اوس مې واغوستې، او تر اوسه بې پلاره وم اوس مې رسول الله ص پلار شو، عائشه رض مې مور شوه، فاطمة رض مې خور شوه، علی رض مې کاکا شو او حسن او حسین رض مې وروڼه شول، ماشومانو ورته وویل کاشکی زمونږ پلرونه هم له رسول الله ص سره په غزاګانو کې شهیدان شوی وای.
درنو او مؤمنو هیوادوالو!
تاسې فکر وکړئ چې زمونږ جهادی مشرانو په ځانګړې توګه جهادی رهبرانو د یونیم ملیون شهیدانو د یتیمانو سره څه وکړل؟ او خپل بچی یې څه ډول وساتل؟
د رهبرانو بچي د اربابانو د بچیانو په څیر عیش او عشرت کوی او د شهیدانو بچي مو تر اوسه خواروزار، وږی او بې جامو ګرځي. آیا قدیر خدای ج به د دې پوښتنه ونکړي؟
اوس مو اسلامي امارت نه هم هیله ده چې د شهیدانو بچي همدغسي وپالي لکه رسول الله ص چې پاللي وو.



