لیکنه: الهام الخراساني
(۱) افغانستان ته بیا رونشې .
( ۲) لاس مـــــــه اچـــــــوه .
د افغان په تاریخ کې دا دوه داسې نه هېرېدونکې جملې دي چې تر ډېره به د افغانانو په ذهنونو کې نقش پاته وي،
لومړی جمله دیوه افغان مجاهد ده چې دنړۍ والو په اند ترهرچا کمزوری او بې ځواکه ده؛
خو پر وړاندې یې دنړۍ هغه وحشي او بې مهاره انسان چې تمامه نړۍ یې ځواک او قوت ته سرخم ده
په داسې ذلت ولاړ ده چې ، ذلت او بېوسي یې دغربي نړۍ دغرور ملا ماته او نسکورهنسکور کړه ،
او بېوسې یې خپل ځواک ته غاښ ماتی ځواب دی.
او دجملې تر شاه يې غرونه غرونه حوصله ،غیرت او مېړانه پرته ده .
که ددغه ملنګ افغان طالب جملې او هیئت ته دزړه په سترګو ځیر ترشا یې داحساساتو او غیرت یوڅپاند سمندر بهیږي، او له استقلاله ناهیلو زړونوته داستقلال او خپلواکۍ تلوسه ورپیداکوي.
دویــــــــمه جمله دیو افغان چارواکي ده چې په عصر مادياتو او پر مختللي وسائلو مجهز او سمبال ده غیرت،اتلولي او استقلال هم ترخپل ځان ځانګړی بولي؛ خو دهغه چا پر وړاندې چې په قبایحوکې یې قران یوازې بې غیرتۍ بیانوي په داسې ذلت ولاړ ده چې بېوسي یې دتمام افغان غرور مات کړ.
هغه امريکايې عسکر چې دنړۍ له یوې لرې جزيرې راغلی او پرخپل کور کې په کنځلو تحدیدوي او کبرجن لاس یې خولې ته وراچوي
دی توپک برلاس یوازې دا ځواب لري چې (لاس مــــــــه اچـــــــوه )
او دجملې تر شاه یې د بې غیرتي، غلامۍ او دبېوسۍ مجسم غرولاړ ده .
؛ خو دومره به ووایم چې هره جمله دمتکلم دگوند ترجماني کوي او بس….
















