ولې مونږ یو دبل پښې وهوو؟

 صفي الله “رائد”

نه پوهېږم چې د یوه په سپکه کې دبل څه وي. دهغه  په ورکه کې د دې بل څه دي؟!!!

د یو مؤمن ورور په سپکه کې زمونږ څه ګټه ده؟  څه ترې لاسته راوړوو؟.

ولې یې ورکه او سپکه غواړو او ولې د ځان هسکه دبل ټيــټه غواړو او ولې یې تل غیبت،سپکه او تهمت کوو ـ ولې یې پښې وهوو؟؟؟

آخر کله مو هم په دې اړه فکر کړی؛ چې موږ څه غواړو او څه کوو؟!!

هدف مو څه، موخه مو څه او کوم خوا روان یو؟!!

ولې د بل په حسد کې دومره سرګردان یو؟!!

نه هېڅکله هم نه!

مونږ هېڅکله هم دا فکر ندی کړی، چې  څه شي ته پېدا او څه ته راغلي یو ـ چاپسې ځو، چاپسې تللي یو؟!!

داچې پرون پېدا،نن بیا ځلمي او سباتللي یو؛ اې! نو چې ژوند مو دومره لنډ دی؛ بیا پر څه ښاغلي یو؟؟؟

په څه ارزښت لرو، په څه قیمتي شوي یو؟!!!

پوهېږې! ها چې قیمت لري، ارزښت لري؛ تقوای به لري، ترڅنګ کې ښـــه به لري، زهد او وفا به لري.

خلکو سره ښـه به کوي ـ بد به نه وي.  دچا غیبت، دچا تهمت، چاپسې بد به نه کړي.

هو!  ها چې ښاغلي دي؛ وقار به لري، چاکې به کار نه لري. بس یو خپل کار به لري، ځانته روزګار به لري. کلي کې دوست به لري، یار به لري.

خو!  مونږ د خپل کار پر ځای بل کې کار لرو او تل د بل پښې وهوو!.

ښو پسې تهمت کوو ـ د ښو خلکو غیبت کوو. نه یار پېژنو، نه اغیار. نه دوست پېژنو، نه دیوس. له دووس مو دوست جوړکړی. اغیار ته یار وایو، یار ته اغیار.

خاورې به ښه ورځ ولرو او خاورې به ښاغلي شو.

هو! سمېدلی شو؛ که مو زړونه سم کړل، که مو نظرونه سم کړل او بلآخره که مو نیتونه سم کړل. هو! که مو ځانونه سم کړل.

الله تعالی مو دې نور له بدو اعمالو او افعالو وساتي. امین.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button