چين د نړې تر ټولو ستره ذوالحياتين الوتکه جوړه کړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۶، مرغومی ۴) د چين هېواد د يکشنبې په ورځ د نړۍ تر ټولو د سترې الوتکې AG66 بريالۍ الوتنه ترسره کړه.
دغه الوتکه دا ځانګړنه لري چې هم پر اوبو او هم پر هوايي ډګر ناسته کولی شي، ځکه يې ورته د ذوالحياتين نوم هم ورکړی دی.
د دغې الوتکې جوړونکي شرکت د مالوماتو له مخې، د يادې الوتکې سرعت ۵۷۰ کيلو متره دی او تر ۵۳ ټنه وزن او پنځوس سورلۍ لېږدولی شي.
دغه شرکت وايي، د AG600 الوتکه د ځنګلونو د اور وژنې لپاره هم کارول کېږي او ۳۷۰ مټريک ټنه اوبه لېږدولی شي چې په شل ثانيو کې له سمندر څخه تر ۱۲ متريک ټن اوبه راخيستلای شي.
نوموړې الوتکه د يوه چيني شرکت له خوا د اتو کلونو په موده کې جوړه شوې او دغه هېواد ويلي چې د ملکي او پوځي چارو لپاره به ترې استفاده وکړي.
تر دې مخکې امريکايانو د اتومسفير توغندي لېږدونکې د ستراټولاچ په نوم الوتکه د څلورو کلونو په موده کې جوړه کړې وه، چې څه باندې دوه لکه او نهه څلوېښت زره کيلو وزن وړلای شي.



