د څلورو درهمو په بدل کې څلور قبلېدونکې دعاوې

ژباړه: فرمان الله نجرابوال

 یو ډېر شتمن سړی ،خو ډېر بد کاره سړی و. ده به نور ملګري خپل کور ته رابلل او یو ځای به یې له دوی سره شراب او نور ناوړه کارونه کول.

  ېوه ورځ  یې خپل ملګري د شراب د څښلو لپاره را وبلل، د کور هغه بد کاره څښتن خپل  خادم و غوښت او څلور درهم یې ورته ورکړل او  امر یې ورته وکړ چې بازار ته لاړ شه مېلمنو ته مېوه راوړه.

 خادم څلور درهم واخېستې او د بازار په لور شو چې په لاره کې یې یو بزرګ عالم منصور بن عمار ولېد چې هغه نارې وهلې : که څوک یو غریب فقیر ته څلور درهم ورکړي  زه به دڅلور درهم بدل کې هغه ته څلور دوعاګانې وکړم.!

 غلام چې دا خبره واورېده نو سمدستې یې څلور درهم هغه غریب فقیر ته وړکړل.

بزرګ عالم منصور بن عمار هغه غلام ته وویل : څه غواړې چې زه درته دوعا وکړم ؟ غلام وویل : زما بادار ډېر بد کاره او شرابې دی ته دوعا وکړه چې الله عزوجل ته توبه وباسي ، دوهم :دا چې الله عزوجل راته ددې څلور درهمو بدل او عوض راکړي

درېم : داچې زه غلام /مریې یم غواړم چې آزاد شم ، څلورم : داچې الله سبحان وتعالی ماته  زما بادار ته تاته او ټول قوم ته بښنه وکړي!

 بزرک عالم منصور بن عمار لاس پورته كړ، غلام ته یې دوعا وکړه ، غلام خالې لاس د کور پر لور وخوځېد،کور ته ورسېد د غلام بادار له غلام څخه وپوښتل : ولې دې ناوخته کړ،هغه مېوه دې راوړه ؟

 غلام خپل بادار ته کیسه وکړه چې  څلور درهم مې په بدل د څلور دوعاګانو  کې  شیخ  منصور بن عمار ته ورکړل.

 د بادار غوسه سړه شوه او وویل : اوله دعا دې کوم دعا وغوښته؟؟

 غلام: اوله دوعا مې ستا په حق کې وغوښته چې الله عزوجل تاته د توبې توفیق درکړې . بادار چې داخبره واورېده سر یې ځوړند شو، لاسونه یې ولړځېدل او دشرابو جامونه یې مات کړل .  پورته آسمان لور ته وکتل غږ وکړ : څښتنه! زما توبه قبول کړه بیا به  هېڅ کله شراب او نور ناوړه کارونه ترسره نه کړم.

بادار  بیا د ددوهمې دوعا په هکله له غلام نه وپوښتل چې دوهمه دوعا کومه وه!؟

 غلام ځواب ورکړ : دوهمه دوعا مې دخپل ځان په حق کې وغوښته چې زه یو غلام یم که الله عزوجل مې آزاد کړي.

 بادار وویل: ما ته یواځې دالله عزوجل په خاطر آزاد کړې.

بادار د درېمې دوعا په اړه وپوښتل چې درېمه دوعا څه وه؟

 غلام ځواب ورکړ: درېمه دوعا داوه چې الله جل جلاله راته د هغه څلور درهمو بدله او عوض راکړي.

 بادار وويل : تاته زما لخوا څلور زره درهم درکړل شول.

 بادار د روستۍ او څلورمې دوعا پوښتنه وکړه چې څلورمه دوعا کومه دوعا دې غوښتلې!؟

 غلام ځواب ورکړ: چې څلورمه دوعا دادی چې الله جل جلاله تاته ماته او ټول قوم ته بښنه وکړي.

 بادار وویل: دا بښنه زما په لاس کې نشته بښوونکی ذات هغه بل څوك دی هغه بښنه کولی شې هغه ډېر مهربان ذات دی.

  بادار د شپې خوب ویني ، ده ته یو هاتفی داسې غږ کېږي: هغه کارونه چې ستا په لاس کې ول تا ترسره کړل ، أیا ته ګومان کوې چې مونږ به هغه کار ونه کړو چې زمونږ په لاس کې دي!؟  ضرور یې کوو تاته او ستا غلام او منصور بن عمار تاسو ټوله ته الله سبحان وتعالی بښنه وكړه ..

پایله!

 درنو لوستونکو! تاسو د الله عزوجل مهربانۍ ته وګورئ چې څومره مهربان ذات دی. نو لازمه ده مونږ باندې چې په هر کار کی خپل نیت صرف د الله عزوجل  د راضي کولو لپاره سم کړو. ځکه تاسو پورته رښتنې کیسه د خادم ولېد چې سبب د بښنې د بادار شو.

څښتنه! زمونږ نیتونه صرف د الله عزوجل رضا وګرځوه!

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button