ماته الله وښيئ ! چې په دې خپلو سترګو يې وګورم که ‌نه نو تاسې ټول وژنم!

ترجمه : عبد الله صدیقي

د هند یو بادشاه چې ښه عقل او پوهه یې لرله د یوې ښځې سره یې واده وکړ او څو کاله یې ورسره تېر کړل؛ خو بچي یې ونه شول، نو له ځانه سره یې فیصله وکړه چې دا ټول ملت به د ځان بچي وګڼم.

یوه ورځ شیطان د خپل همېشني عادت په څیر د بادشاه زړه ته وسوسه واچوله او شیطان په دې کارونو کې ښه ماهر دی، بادشاه د خپل ملت ډېر علماء را غونډ کړل او دوی ته یې وویل: ماته الله وښيئ چې په دې خپلو سترګو یې وګورم که‌نه نو تاسې ټول وژنم.

علماوو د بادشاه نه څلور ورځې مهلت وغوښت، چې بادشاه ومنله، دغه علماوو ځانونو  سره فیصله وکړه چې الله تعالی بادشاه ته نه شو ښودلی چې په خپلو سترګو یې وګوري؛ نو مرګ حتمی دی. دوی خپلو بچو ته وصیتونه وکړل، دوی سره چې د خلکو امانتونه وو هغه یی بېرته مالکانو ته ورکړل او ټولو ځانونه د مرګ لپاره تیار کړل.

په څلورمه ورځ دغه علماء ټول بادشاه ته تلل چې لاره کې یی له یو شپون چې نوم یې شیبان و مخامخ شول.شیبان ددغو ملایانو نه پوښتنه وکړه چې تاسې ولې خفه یاست‌‌؟ دوی شیبان ته ټوله کیسه وکړه .

شیبان وویل ‌: ما له ځانه سره بوځئ او زه بادشاه ته ځواب ورکوم، هغوی په تعجب شیبان نه وپوښتل چې ته ځواب ورکوې‌! هغه وویل : هو

ملایانو شیبان له ځانه سره بادشاه ته بوتلو او مجلس جوړ شو.

شیبان بادشاه ته وویل : اې بادشاه سلامته تاسې ددې ملایانو نه څه غواړئ؟

بادشاه‌: زه غواړم چې خپل رب د سر په سترګو وګورم .

شیبان : بادشاه سلامته تاسې مهربانې وکړئ لمر ته لږ د سر په سترګو زیر شئ او د لمر ننداره وکړئ.

بادشاه لمر ته سترګې ونیولې، نږدې و چې لمر د هغه د سترګو نظر ختم او ړوند یې کړي. نو بادشاه سترګې د لمر دکتلو نه ژر واړولې.

شیبان : بادشاه سلامته ستا سترګې د الله تعالی یو کمزوری مخلوق د کتلو نه عاجزې شوې نو ته څنګه غواړي چې د الله تعالی ذات وګوري، هغه نه‌شې کتلی.

باشاه : رښتیا ده اې شیبانه!

شیبان ور زیاته کړه بادشاه سلامته که ستا شک وي چې الله زه نه ګورم نو نشته، نو زه درنه پوښتنه کوم چې ستا د زوی نوم څه دی‌؟

بادشاه : ته خو ساده او کم عقل انسان یې، ټوله دنیا خبره ده چې زما بچي نه پیدا کېږي نو زه د هغه شي نوم څنګه درته ووایم چې نشته او وجود نه‌لری.

شیبان : نو بیا څنګه په ميلیونونو انسانانو او د هغوی ژبې، د هغوی زړونه یو ذات ته الله وايې چې وجود نه‌لري‌؟

بادشاه : شیبانه تا رښتیا وویل .

بادشاه : شیبانه نو بیا دا راته ووایه چې دالله نه مخکې څوک و‌؟

شیبان : تاسې شمېر وکړئ .

بادشاه : یو، دوه، درې .

شیبان : د یو نه مخکې څه شی دی‌؟

بادشاه : شی نشته .

شیبان : تا د خپل سوال، ځواب په خپله وویل؛ د یو نه مخکې شی نه وي.

بادشاه : شیبانه تا رښتیا وویل.

بادشاه : چې الله وجود لري نو کوم ځای کې دی؟

شیبان یوه لوښی راوړ چې د شېدو نه ډک و او دباشاه نه یې پوښتنه وکړه چې په دې شیدو کې غوړي یا کوچ شته ؟

باشاه : هو،‌ غوړي پکې شته.

شیبان : غوړي کوم ځای کې دی.

باشاه : دلوښي په ټولو اطرافو کې.

شیبان : همداسې الله تعالی دکائناتو په هر ځای کې شته، کوم خاص ځای ته ضرورت نه‌لري.

بادشاه : شیبانه تا رښتیا وویل

باشاه : دا راته ووایه چې الله څه کار کوي‌؟

شیبان : ددې سوال ځواب لپاره ضرور ده چې ته زما ساده جامې واغوندې او زه ستا دبادشاهي جامې واغوندم او ستا په دې څوکۍ کېنم.

بادشاه : سهی ده.

بادشاه خپل د بادشاهي جامې وویستې او دشپون جامې یې واغوستلې او شیبان د بادشاه جامې واغوستلې او د بادشاه په څوکۍ کېناست.

بیایې وویل : دا د الله تعالی کار دی چې ماته یې عزت راکړو او بادشاه یې رانه جوړ کړ او تاته یې ذلت درکړ شپون یې درنه جوړ کړ.

بادشاه په خپلو اشتباهاتو پوه شو او یو ځل یې بیا وویل : اشهد ان لا اله الا الله وان محمدا رسول الله .

زه د الله تعالی نه د بښنې غوښتنه کوم .

بادشاه ددې اشتباهی خبرو نه خالصه توبه وکړه او سم شو.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button