
له استاد حاجي فرید سره مرکه
” د افغانستان دملي وحدت او د بهرنيو اډو سره د مخالفت جبهې “
له رهبري هيئت له غړي استاد حاجي فريد سره، دکابل ټکي کام مرکه
مركيال : فاتح
کابل.کام: حاجي صيب! لومړی خو مننه، چې مو وخت راکړ.
حاجي فريد: تاسې نه هم مننه، چې تشريف مو راوړ، خوشحاله شوم چې تاسې سره مو تعارف هم وشو .
کابل .کام : مننه حاجي صېب! دلومړۍ پوښتنې په توګه، د هېواد حالات ولې ورځ تربلې خرابېږي؟
حاجي فريد: بسم الله الرحمن الرحيم.
دهېواد د حالاتو دخرابېدو عوامل اوسني نه دي.کله چې امریکا پر افغانستان یرغل وکړ او زموږ د سرنوشت ټاکلو صلاحیت یې په خپل واک کې واخېست، نو حالات ورځ تر بلې خرابېږي. له انګرېزانو نه نیولې، تر روس او اوسنۍ امریکا پورې، کله چې دلته نظام د نورو له خوا جوړشوی، نو بیا د امن کډه هم له دې ځایه تللې ده. اوس امریکا+ ناټو هېوادونه دلته نظامي حضور لري او ترڅو چې ددوی نظامي حضور او د افغانستان په سیاست کې لاسوهنه وي، نو حالات به ورځ تر بلې خرابېږي. افغانان په خپل هېواد کې د بهرنیو یرغلګرو سره حساسیت لري او دغه مېړانه مو په تاریخ کې ښکاره ده. الله ج موږ ته عزت په دې راکړی، چې د الله د دین لپاره مو قرباني ورکړې او دغه قرباني به روانه وي. زما له انده، ترڅو چې دلته بهرني عسکر او د پردیو مداخله روانه وي او زموږ نظام د نورو په خوښه جوړېږي، نو حالات به له دې هم خراب شي او عواقب به یې ډېر بد وي.
کابل .کام: امريکا دکومو نرمونو پربنسټ په افغانستان کې اډې جوړوي او ایا اوسنی دولت له امريکا سره د ستراتيژيک تړون واک په اساسي قانون کې لري؟
حاجي فريد: امریکا د چا په خوښه، دکوم تړون او د کوم قانون له مخې په افغانستان کې نظامي حضور لري؟ دا هسې هوايي خبرې دي، چې امریکا د ملګرو ملتونو د ۵۲مې مادې او د دوی د منشور پر بنسټ دلته راغلې ده. هغه وخت دلته د طالبانو حکومت و او طالبانو هېڅکله د دوی د راتګ سره توافق نه دی کړی. دوی دلته یو نظام ړنګ کړ او بیا راغلل. امریکا د نړۍ په یو هېواد کې هم د خپلسرې مداخلې او د اډو د جوړولو حق نه لري. دغه حق که په قانوني، شرعي، عًرفي لحاظ وي او که نړیوالو قوانینو له مخې وي. زه د افغانستان د یوه فرد په حیث له امریکا سره د اډو جوړولو په برخه کې مې مخالفت کړی او اوس یې هم مخالف یم، ترڅو چې دلته یو بهرنی عسکر وي، تر هغه وخته په افغانستان کې سوله نشي راتللی.
اوسنی نظام هم د امریکا پر خوښه، د امریکا په سفارت کې جوړشو. دلته ټاکنې وشوې، خو پایلې یې هېچاته معلومې نه شوې. دواړه یې بریالي او برابر اعلان کړل. کله چې مو نظام د بل په خوښه جوړیږي، نو بیا د هغه نظام نه تمه هم نه ده پکار. لنډه به یې ووایو، چې امریکا دلته په خپله خوښه راغلې، که دلته پاتې کېږي او که یوه اډه جوړه وي او یا سل هغه یې خپله خوښه ده.
امریکا د وتلو یوازینۍ لاره زموږ د ایمان او عقیدې په زور کېدای شي. امریکا+ ناټو هېوادونو په افغانستان کې ماتې وخوړه. اوس کله د لس زرو او کله د پنځو زور د پاتې خبرې کوي. دا خبرې په خپله ددې ښکارندوی دي، چې دوی ته شرمونکې ماتې خوړلې ده. دوی دلته دسولې د راوستلو په پلمه راغلي وو؛ خو د سولې پرځای یې جنګ راوړ. امریکا سره امنیتي تړون هغه خلکو وکړ، چې د افغان دولت په خوښه ټاکل شوي وو، نه پکې د عام ولس رایه وه او نه یې عام ولس ته مراجعه وکړه. امریکا او افغان دولت چې څه غوښتل، هغه یې ترسره کړل. تړون یې لاسلیک کړ؛ خو تراوسه یې کومه مثبته ګټه ونه کړه، بغیر له تاوان څخه. موږ یې هغه وخت هم مخالف وو او اوس یې هم مخالف یو. کله چې یې موږ مخالفت وکړ او د امریکا سره د تړون اصلي متن مو رسنیو ته ښکاره کړ، نو ځینو خلکو پرموږ د جاسوسانو تور ولګاوه او موږ یې د افغانستان د ګټو ضد معرفي کړو.
کابل .کام : تاسې چې دبهرنيو اډو پرخلاف دجبهې دشورا غړي ياست.په خپلو هڅو کې څومره بريالي ياست اوپه دغه بهير کې دولس څومره ملاتړ لرئ؟
حاجي فريد: کامیابي او ناکامي دالله په لاس کې ده ، ټول بندګان ترخپلې وسې مکلف دي او قرآن هم وايي: لا يکلف الله نفسا الا وسعها . موږ په يو شي باندې شخصا زه پخپله افتخار کوم چې الحمدلله له ابتدا نه تراوسه پورې زه د دغو خارجيانو په حضور راضي شوی نه يم، د دوی مخالف وم، يم او ترڅو چې ژوندی يم مخالفت به یې کوم او دغه وياړ زما لپاره بس دی، چې د قيامت په ورځ به مې الله تعالی ته غاړه بنده نه وي، چې ما دکفارو موجوديت روا نه دی ګڼلی او يا مې دېته قانوني جواز ورکړی اويا پرې راضي يم. موږ چې څومره وس لرو مخالف یې يو، داچې موږ څومره کامياب يو او يا ناکام يو په دې نه پوهېږو، خو اولس او تاريخ به په دې قضاوت وکړي، چې موږ څومره بریالي او ناکام وو او پاتې شوه افغانستان ولس الحمدلله دا ۹۹سلنه مسلمانان خلک دي، څو محدودې کړۍ پخوا د انګريزانو او روسانو په وخت کې هم لاس پوڅي اوغلامان خلک وو، چې دپنځو روپيو په بدل کې له هرڅه تېر شوي دي ، هغوی به نه حسابوو، نور خلک خو چې دا مات ګوډ نظام په ولاياتو اوولسواليو کې ماتې خوري همدا وجه ده چې له امريکايانو ناراضه او ورته په قهر دي.
کابل.کام:په جګړه کې ښکېلې خواووې او له جګړې بهر، يعنې هر افغان دسولې چيغې وهي، خو دسولې راتلو ته موکه نه برابرېږي، ستاسو په نظر دسولې دپروسې پروړاندې عمده خنډونه کوم دي؟
حاجي فريد: لومړنی خنډ دبهرنيو عسکرو نظامي حضور دی، دويم په نظام کې ناست خلک چې کوم دي هغه د بهرنيو دافکارو اوسياستونو يوه برخه تشکيلوي، دوی خود مختاره نه دي چې خپله تصميم ونيسي، زه فکر کوم چې په افغانستان کې ترڅو امريکايان روغې جوړې ته په هغو شرايطو چې مقابل لوری يې وړاندې کوي قناعت ورباندې حاصل نکړي دلته روغه جوړه نه راځي. دغه نظام دروغې جوړه صلاحيت نه لري دوی څوک دي څه کاره دي؟دوی دخپل عسکر معاش او تجهزات نه شي ورکولای نو دهېواد سرنوشت په اړه به څه اختيار ولري؟ اصلا ددې ملک واکدار دامريکا سفارت دی، نه په ارګ کې کېنول شوي خلک .
سوله په هغه صورت کې ممکنه کيدای شي چې دجګړې دواړه خواوې په يو دريم بې طرفه افغان شموله جهت باندې چې اسلام او افغان خاورې ته وفادار وي اتفاق وکړي او واک ورکړي.دا په هغه صورت کې چې امريکايان له افغانستان څخه ووځي او افغانان پرېږدي چې يو اسلامي نظام جوړ کړي چې څنګه يې ولس غواړي، نو په داسې صورت کې احتمال دسولې شته .
کابل .کام : زابل کې دهزاره ګانو پېښې ته په اشارې سره ويل کېږي چې امريکا په قومي، ژبني او مذهبي اختلافاتو کې لاس لري، ديو سياسي شنونکي په حيث دستاسو نظر څه دی ؟
حاجي فريد: همداسې ده امريکا چې کله په عراق کې ماتې وخوړه هلته يې هم داسې فضاء رامنځ ته کړه چې دملېشو په نوم يې خلک مصلح کړل او دلته هم . روسان چې کله له افغانستانه ووتل، دلته يې يوه ملېشه جوړه کړه، چې دهمغې ملېشي ځواک پر مټ باندې دلته یې خپل لاسپوڅی نظام اداره کاوه. کله چې هغه قوتونه دنظام نه لرې شول په سبا باندې نظام ړنګ شو، چې دنجيب حکومت و امريکايانو له پخوا نه په دې پوهېدل چې موږ ددې جنګ ګټونکي نه يو، نو ځکه يې دا هڅې کولې چې دلته اربکي جوړ کړي . دا اوس چې زه څومره معلومات لرم، داسې ويل کېږي چې دحکومت ځينې لوړ پوړي چارواکي اصلا په ولاياتو کې ددې ناامنيو او مليشه سازيو ، قومي جنګونو او مذهبي تعصباتو ته لمن وهي او په دې کې کافي رول لري او زياته بودېجه په دې مصرفوي. د ا اخيره حادثه چې په جنوبي غرب کې دهزاره ګانو وشوله ،دې کې هم داسې ويل کېږي چې دحکومت لاس و.غوښتل يې چې دغه قومونه په خپل منځ کې په جنګ واچوي ،د یوه مبصر له خولې مې اوريدل چې هغوی په لارو کې ترې پوښتنې کړي دي چې په تاسو کې پښتانه هم شته دی که دنورو قومونو ياست؟ هغوی ورته ويلي چې پښتانه يو بيا دمنطقې خلک . زما په اند ،امريکايان داسې فکر کوي چې په باميان او يا په غزني کې په تېرو انتخاباتو کې يو جنګ هم جوړ نشو .داسې فکر دوی کاوه چې طالبانو کله دپاکستان سره سياسي تعلقات قطع کړل،او اوس دايران خواته نږدي شوي دي ددې احتمال شته دی چې دوی دشيعه مذهبو او يا هغه خلکو سره چې دايران سره نږدې اړيکې لري مشکلات ورته چوړ کړي چې په دې سره دايران او طالبانو روابط ګډ وډ کړي. په داسې حال کې چې دلته دعوه کيدله چې دا خلک طالبانوتښتولي دي او سرونه يې پرېکړي او حکومت يې دعوه کوله چې بعضي خلک يې موږ راخلاص کړي دي کله چې اسيران راغلل نوهغوی وويل چې په زموږ په خلاصون کې حکومت بيخي رول نه درلود او نه حکومت هلته زور رسيده ،يوازيني موږ کسان وو چې خلاص يې کړواو موږ يوازې طالبانو خلاص کړي يو.
داچې دا نوې مختلفې ډلې پيدا کېږو نوي نوي نومونه مونږ اورو ،ددې په ترکيب او منځ ته راتلو کې ددولت لوړ پوړي چارواکي لاس لري. په دې کې بودېجه مصرفوي څو چې يوه داسې فضا جوړه کړي چې امريکايان له دې ځايه وځي نو دا وطن په خپله يو مصيبت باندې ګرفتار وي او داخلي کړکيچ جوړ وي بالاخره چې هېڅوک هم بریمن نشي ،لکه دنجيب له حکومت وروسته تنظيمي جګړو دا وطن داسې حالت ته ورساوه چې هېڅوک نتيجې ته ونه رسيدل.همدغه شان فضا امريکايان غواړي.
کابل .کام : څه لامل دی چې افغان دولت دامريکا دجګړييز ماموريت په حضور کې له پخواني ماتې خوړلي دښمن روس څخه دنظامي مرستو غوښتنه کوي؟
حاجي فريد: زه به په مختصرډول دومره ووایم چې کرزي به پخوا په دې خاطر چې پرامريکايانو يو فشار راوړي او ناز به يې کاوه چې هغې خواته مخه کوم ،په اوسني نظام کې دوی ته روسان نه څه ورکوي او نه دوی صلاحيت لري چې دا قرارداد وکړي.
دا هسې يوه خبره وه ، دوی په دې خاطر باندې کله په شمال کې جګړې زور وموند نو هلته داسې تعبير کيده چې ګويا دافغانستان حکومت داسې پلان درلود چې هلته داسې يو نظامي خوځښت منځ ته راوړي چې له طالبانو سره يې په جنجال ګرفتار کړي، خو طالبانو هغه خوا فشار راوړ او هغوی سقوط وکړ خو بيا دوی غوښتل چې په هغه لورې سقوط باندې روسان هم ووېروي،خو په دې نظام کې هم هغه خلک دي چې ترکيب يې له يوې ډلې څخه نه دی بلکې مختلف تنظيمونه پکې دي ؛څوک غربي مشر خلک دي او څوک روسي مشربه هرڅوک کوښښ کوي چې خپل خپلې سرچينې ته لاس وراږود کړي . زه فکر کوم چې روسان له هغې دطالبانو له هغې اعلاميې له مخې چې په دې وروستيو کې يې خپره کړه مطمئين شوي دي چې ،طالبانو ويلي: مونږ له خپلو حدودو څخه بهر چاته تهديد نه يو او نه چاته خطر متوجه کوو. دوی په دې خاطر چې پرامريکايانو ذهني فشار راوړي چې که تاسو نه کوئ روسان به يې وکړي ، هغوی په دې پوهېږي چې روسان خو تاسو سره دطالبانو په وړاندې دا معامله نه کوي .
کابل .کام : له تريليون زياتو ډالري مرستو دکورني امدن سره ــ سره او دبشر دحقوقو دنړيوال سازمان په موجوديت کې تراوسه په افغانستان کې دولس لپاره داسې يو روغتون ولې نشته چې افغانان ګاونډيو هېوادونو ته ددرملنې لپاره اړ نشي؟
حاجي فريد: نو هغه يو يې چې په کندوز کې جوړکړی و ،هغه يې پخپله بمبار کړ افغان مجبور دی چې په کومه خوا لاړ شي، بعضي پکې لا دا وايي بشر حقوق ، دبشر حقوق خو هسې يو نوم دی . دلته که دوی پنځه سوه نفر مړه کړي دبشر حقوق درک نه لګېږي،که دوه زره جنايات ، رزالت ،فحشا کېږي دبشر حقوق وجود نلري، له هغې خوا که يو چا په يو غله ، زاني ،مفسد باندې شرعي حدود دخدای احکام اجرا کړل بيا بشر حقوق هم پيدا وي نړيوال هم .بشر حقوق کوم ځای کې دي ؟ دا خو ټول دامريکا مزدور خلک دي.
کابل.کام: ايا له ګډ حکومت څخه دامنيت دټينګښت او داداري فساد دختميدو هيله کيدای شي؟
حاجي فريد: له امريکا نه رانيولې تر ددولت او مامور پورې دلته ټول غله دي . ته يې په چا ختموې او له چا نه توقع کوې؟ غله په غله ختموې، داممکن نه دي .
کابل .کام: حاجي صيب په افغانستان کې دبهرنيو او افغان حکومت پروړاندې له طالب پرته بل څوک دوسلوال مقاومت توان او دولس ملاتړ لري ؟
حاجي فريد: ظاهرا تراوسه خو مونږ په دې نه پوهېږو،ادعاوې خو څوک کوي ،زه خو داسې وايم چې هرڅوک چې دامريکا مخالف وي خدای دې ورسره مرسته وکړي، ځکه چې ددې مفسدو خاصتا دکفرمخالف وي او داسلامي نظام طرفدار وي مونږ هغو خلکو ته دعا کوو.
زه تراوسه نه پوهېږم ، خو پرټولو يو غږ کو م : هغه داچې ،په ځان ځانۍ او اختلا ف کې هيڅوک خپل منزل ته نشي رسيدلی ،دغه اختلاف تير تاريخ موږ ته ټول تجربه شوي ،ددغه اوو اسلامي تنظيمونو سره ډېرخلک ولاړ وو، افغان ولس ډېرې قربانۍ دروس په مقابل کې ورسره وکړې کابل يې ازدا د کړ ،دخلکو په سرو راغلل. خو دوی اختلاف کاوه،جاه طلبي او خود خواهي يې کوله ،يو بل يې سره نه منل بالاخره نتايج داشول، چې ديو کفر له لمن څخه راووتل دبل کفر په لمن کې ولوېدل. دادی اوس مونږ هماغه مجاهدين ګورو چې ديو کافر په مقابل کې يې جهاد کاوه اوس دبل کافر تاييد کوي او فتواوې ورکوي. او لا عجيبه دا ده چې دهماغه دښمن څخه اوس نظامي مرستې هم غواړي او دسوال لمنې يې ورته نيولي.زه وايم ، که دامريکا مخالف هرڅوک وي پکار دی ټول په يو مرکزي محور باندې راټول شي.
الله جل جلاله فرمايي: واعتصموا بحبل الله جميعا ولاتفرقوا . نو په اختلاف کې ګټه نشته او نتایج به یې هم د پخوا په شان وي. پکار ده، چې سره یو شي.
کابل.کام: حاجي صيب اروپا ته دډېری ځوانانو مخه کول،لامونه او پايلې يې څه بولئ؟
حاجي فريد: دلته به ځوانان څه وکړي ،کار روزګار کومه دی ؟ په حکومت کې او په لوړو پوستونو ټول هغه کسان مقرر دي چې واسطه لري ، نور هيڅ پوهه نه لري . دهېواد اقتصاد دا شان دی ، افغانۍ څه وخت ارزښت درلود هغه يې هم دلاسه ورکړ.بل خلکو تعليم وکړ هغو هيڅ ګټه ورنکړه، عايد يې نشته ، ناامني او بېکفايتي اوج ته رسيدلې ،دلته بې عدالتي اوناروا حاکمه ده ، دلته ظلم او وحشت حاکم دی نو په داسې وخت کې ځوان څه وکړي مجبور دی وتښتي.
دلته هرڅه په قوم، سمت، مذهب او ګوندونو وېشل شوي او غریب سړي ته کار نه پیداکېږي. له دې خو ښه داده، چې هلته یوه مړۍ ډوډۍ پیداکړي.
کابل.کام :حاجي صيب دستاسو له نظره ، دافغانستان د روان بحران او دمشکلاتو دحل لار څه ده ؟
حاجي فريد: زه بیا هم وايي، چې دلته هلته سوله راتللی شي، چې امریکا له افغانستان څخه ټول ووځي او دلته یو اسلامي نظام راشي. افغانان بغیر له اسلامي نظام څخه پر بل نظام نه راضي کېږي. دلته موږ د خلقیانو، کمونستانو او پرچمیانو نظامونه ولیدل؛ خو پایلې یې هم معلومې دي. دلته چې یو اسلامي نظام جوړشي، د الله ج حدود عملي شي، نظام مو خپلواک وي، اجتماعي عدالت قایم وي، نو هلته سوله راتللی شي.
کابل .کام:تاسې په دې نظام په لومړيو ټاکنو کې برخه واخيسته او بريالي شوئ؛ خو وروسته مو په ټاکنو کې ګډون ونکړ،وجه يې څه وه؟
حاجي فريد: ګورئ په ځينو مجالسو او غونډو کې خصوصا امريکاپلوه خلک ماته دا يادونه کوي چې په دې نظام کې دې سهم اخيستی و ،تا تنخوا اخيستې ده ،ما ورته ويل: چې ښه ده تاسې دنبي عليه السلام په زمانه کې نه وئ، نو فکر نه کوم چې دستاسو دلاسه خالد بن وليد رض يا ابي سفيان رض يا هنده او ياهغه خلک چې هغوی په اوايلو کې چې دبدر ،احد،خندق.. . په جګړو کې برخه لرله ،ستاسو دپېغور دلاسه به هغه خلک هم اسلام ته نه وی راغلي. هغه وخت کې چې زه شورا ته راتلم ما خپله ارداده نه لرله ، زموږ منطقه دجګړې لومړنۍ کرښه وه ،بيا چې کله طالبانو له هغه ځايه ماتې وخوړله او دامريکايانو قواوې راغلې طبعي خبره وه چې په خط کې جګړې هم پېښېږي ،تکليف هم وي ،ازار هم پېښېږي زمونږ ولس وېره درلوده چې اوس طالبان هم لاړل که دا خلک راشي موږ ته به ډېر تکليف ورسېږي نو هغوی اتفاقا داسې تصميم ونيو چې يو کس بايد حتما دې جرګې ته لاړ شي چې په بعضو مواردو کې زمونږ مدافع واقع شي. بيا دټولو علماو او قومي خلکو سره ددې چې ما يې مخالفت وکړ خو بيا هم په ډېر اسرار سره اړ شوم ،زما په موجوديت کې هم حکومت دخلکو تلاشۍ وکړې بيا بيا يې ودردول ،اخير چې ما وکتل چې خير مې چاته ونه رسيد او نه مې څوک خبره اوري او هره ورځ په بنديانو پسې چې ظلم او ناروا ورسره کيدله ، منډې ترړې … لنډه داچې امريکايانو شورا ته زما شکايت وکړ نو وروسته مې چې وليدل امريکايانو هم داسې کسان نه غوښتل چې داسلام پلوي کوي او دوی ته دې سرخوږی تمام شي او بيا ورته په شورا کې ناست وي ،که په دين او وطن مين خلک په شورا کې ناست وای زما په اند شل کاله پس به هم امريکايانو ددې خلکو له لاسه تړون نه وی لاسليک کړی ،نو هغوی داسې خلکو ته ضرورت و چې ددوی په اشاره ددوی کار ترسره کوي ،نو بيا مونږ ته څه ضرورت و چې په دې جناياتو کې ځان ملوث کړو . او په لمن دې تور داغ هم پاتې شي.
کابل .کام: دفرانسې پېښې ته په کومه سترګه ګورئ؟
حاجي فرید: مونږ خو دغه دعا کوو چې فرانسويان دې خدای نورهم پسې بدتر کړي ،فرانسې هاغه وخت په بشري جناياتو کې لاس درلود چې کله دوی په الجزاير باندې حمله وکړه ،تاسو يې تاريخ وګورئ. بياچې افغانستان ته راغلل څومره جنايات يې ترسره کړل خاصکر په کاپيسا کې . خودی يې نه ښکاره کوي ځکه چې دغه ځای کې خو دبشرحقوق مړه دي ، خو هغلته ژوندي دي چې دحق په دفاع کې څوک په څپيړه ووهې خاصتا مسلمان.فرانسويانو په سلګونه عربو وينې تويې کړې ماشومان عام ولس يې وواژه خو هيڅوک ورته جنايتګر نه وايي که دلته انفجار وشي لس خارجيان او يو ولسی وګړی زخمي هم شي نو بيا ميډيا هوا ورکړي چې هله ولسي وګړي ووژل شول هله دا وشول..خو موږ دخدایه هغه ورځ غواړو چې ټول کفري هېوادونه همدغه شان په خپلو کورنو کې په غم ګرفتار کړي لکه مسلمانان يې چې اخته کړي دي.فرانسويانو بيا له هغې وروسته چې ډېر جنايات يې کړي ، زما په نظر سترجنايت چې هيڅ نه بښونکی دی هغه داسلام ستر لارښو حضرت محمد صلی الله عليه وسلم په شان کې سپکاوی وکړ او کاريکاتورونه يې جوړ کړل ،نشر ته رسول او فلمونه پرې جوړول؛ خو الله تعالی دخپل پيغمبر ،قرآن انتقام خو اخلي نو همدا وجه وه چې خدای ورته په خپل کور کې مصيبت جوړ کړ .
کابل .کام: افغان چارواکي وايي چې ګاونډيان په افغانستان کې سوله نه غواړي نو بيا ولې ورڅخه دسولې په تامين کې ورڅخه همکاري غواړي؟
حاجي فريد: داخبره خو ما مخکې هم کړې ده چې تاسې دهغو هېوادونه هم شکايت کوئ او ګيلې کوئ او هم منډې وروهئ او عذر کوئ او کور ته يې ننواتې ورځئ ،ګورئ دا يوه لوبه روانه ده ،ښکاره ده چې خارجيانو دغه نظام جوړ دی په افغانانو ملنډې وهي.
هغه په دې معنا: له امريکا سره چې تړون امظاء کيدو مونږ سړکونو ته راووتو مظاهرې مو وکړې . دوی دوه دونيم زره کسان راوستل او موږ له څلورو زرو کسانو نه زيات راوستل چې که تاسې دولس په رايه دا فيصله کوئ نو دا دولس خلک دي دهرولايت او ولسولۍ نمايندګان دي هرقوم پورې تړلي خلک دي ، علماء ،پوهان او هوښيار وګړي دي .حکومت چې کوم کسان راوستلي وو بعضي چې وتښتيدل بيا يې دښاروالۍ مزدوران راوړي وو،حکومت په دې بنياد دا تړون لاسليک کړ، که مونږ دامريکايانو سره دا تړون لاسليک نکړو ،نو ملک ګاونډيان نيسي .
حکومتي چارواکي ماسره نه کېني او نه يې په رسنيو کې ماته چانس راکوي چې خبرې ورسره وکړو ،چې که تاسې دا ملک دخاصتا دپاکستان له وېرې ملک په امريکايانو خرڅ کړ ،نوبيا مو دوباره ولې پاکستان ته سندامضاء کړ او په پاکستان مو ولې خرڅ کړچې دډيورڼډ کرښه دې ورسره امظاء کړه.
اوس که په ولس کې لږ عقل هم وي ،نو دا پوښتنه دې ورنه وکړي چې په امريکا دې خرڅ کړو ،درپه در دې کړو، کورونه دې راوران کړل، دشپيني عملياتو اجازه دې ورکړه، زندانيان دې دوباره باګرام ته ورولېږل.دخلکو په وژنو ،تړلو کې دې ورته لاس خلاص کړ. اډې دې ورکړې . هرڅه دې ورته ومنل نو دا دفاع خو پرې وکړئ کنه ! دا ولې نکوئ؟خو مونږ اول ورته ويلي وو چې دا خلک مو دننه هم ساتنه نشي کولای ،که کولای يې شوه ،دکندوز دسقوط مخه به يې نيولې وه.
ګورئ دا هسې يوه خبره ده ، امريکا جمع متحدين غواړي څومره چې په سېمه کې ناامني او جنجال وي هومره يې پکې ګټې دي .هم په سياسي لحاظ ،هم په اقتصادي . ددې ملک ټوله سرمايه ددوی په اختيار کې ده . دلته هغه څه کېږي څه چې دامريکاخوښه وي.اوس دولت ولس ته هيڅ ځواب نلري، او دپاکستان سره يې چې کوم سند امضاء کړی په هغه هم قناعت نشي ورکولای. اوس خو دې کونړ ۲۰۰توپه نه ولي کنه .
که ډز شي ،ته وايې پاکستان،که اسمانه تېږه ولوېږي ته وايې پاکستان که يو سړی حقيقت ووايي ته وايي پاکستان. مونږ وايو چې پاکستان ستا دښمن دی، نو دښمن سره سند ولې امضاء کوې؟ او بيا منډې وهلې وروهي او سوله هم ترې غواړې؟دوی پاکستان ته کريډت ورکوي ، نوره يې نمبرې پورته کوي ،دوی ورته وايي ستاسې لاس کې دي هغوی ورته وايي بالکل او بيا ورڅخه امتياز غواړي .زه چيلنج ورکوم ، چې که نواز شريف دټول پوځ په ملتيا دادرې کسه راوستل او وريې کړل چې دا دی واخله جنګ بندشو ،زه وايم چې بالکل دپاکستان سره دي .دا سادګان دي چې هغسې ورته اخته دي او هغوی ورڅخه امتيازات اخلي .
په دې نظام کې يوه بله نقطه درته په ګوته کوم ،دا ميډيايي چې ټوله شپه کينې وايي تروريست نه منو ،هلته يې جمهور رئيس ورته ورور وايي ،بيا وروسته وايي مونږ امن پسند يو سوله غواړو .بيا جنګ ته زور ورکړي بيا چيغي وهي مخالفينو ورڼو راشئ دې نظام سره يو شئ.دغو خلکو عقل له لاسه ورکړی دی . ضداونقیض خبرې کوي په دې نه پوهېږي چې مونږ څه وايو.په يو ساعت کې يې تايدوي ،ردوي او شک پرې کوي.
کابل.کام: ايا افغان حکومت له امريکې له رضا پرته دسولې اختيار لري؟
حاجي فريد: افغان حکومت چې درې ورځي روژه نيولي وي هم دامريکې داجازې پرته اوبوڅښلو واک هم نلري. ته دسولې خبره کوې ،داعجيبه خبره ده .
کابل.کام: امريکا له ټولو افغانانو سره او که څو حکومتي چارواکو سره دوستي لري؟
جاجي فريد: امريکا دهيچاسره هم دوستي نه کوي ، دغه بېعقلان چې چيغي وهي چې امريکايان زمونږ دوستان دي دغه يې سترحماقت دی او ځان تېرباسي. امريکا خپل اهداف لري دخپلو مقاصدو ترسره کولو لپاره يې خپل لاسپوڅي پيداکړي او تربيه کړي او هغه سېمو کې چې مسلمانان پکې ژوند کوي او دخدای قانون او دپيغمبر داصولو مطابق ژوندغواړي دښمنان يې دي . تاسې ګورئ چې په ټوله نړۍ کې امريکا لګيا ده چې جګړه مې له دهشتګرد سره ده ما ورڅخه څو ځله پوښتنه کړې چې ته دهشتګرد چاته وايې؟
امريکا اتوم بم بمونه د چا پرضد جوړ کړي؟ امریکا په ويتنام ، جاپان، عراق کې، افغانستان کې او سوريه ليبيا کې څومره بشر هلاک کړ؟
دا تروريست چاته وايي ،تعريف يې څنګه کوي؟خو دوی تروريست مسلمان ته وايي. بيا هم هغه مسلمان چې امريکا څخه دخير او دوستۍ تمه لري هغه ډېر جاهل او احمق انسان دی . هغوی يو څو ځان خرڅوونکي خلک دي چې هيڅ ضمیر نلري . هغوی دخپلو دنياوي ګټو لپاره دخپل وطن ،عزت ناموس هرڅه نه پکې تېر دي.
کابل.کام: حاجي صيب تاسې په هر مجلس کې ډېرې سپينې خبرې کوئ ،ايا له کوم مشکل سره خو نه يئ مخ شوي؟
حاجي فريد: هرمسلمان مکلف دی ،الله تعالی په قرآن کريم کې فرمايي: لايکلف الله نفسا الاوسعها. هرمسلمان په خپلو ديني فرائضو او واجايبو باندې ترخپله وسه مکلف دی .مونږ ګورو چې عملا افغانستان اشغال شوی دی ،په دې خاوره هره ورځ دکفارو لښکرې ګرځي دمسلمانانو وينې تويه وي عزتونه يې تالاکوي شتمني يې غلاکوي ارزښتونه يې خاورې کوي.
لکه څنګه چې پېغمبر صلی الله عليه وسلم فرمايي “مَنْ رَأَى مِنْكُمْ مُنْكَراً فَلْيُغَيِّرْهُ بِيَدِهِ، فَإنْ لمَْ يَسْتَطِعْ فَبلِسانِهِ، فَإنْ لَمْ يَسْتَطِعْ فَبقَلْبِهِ، وَذَلِكَ أضْعَفُ اْلإِيمَانِ”.. رواه مسلم. نو که دلاس وس مو نه کېږي دا دخولې کوشش خو کوو. که په دې لاره کې هرډول خطرونه پيداکېږي،انسان يو وارې مري دويم ځلي نه مري.انسان يو وارې له مور پيداکېږي دوه ځله نه .دامرګ حتمي دی ؛يابه په سنګر کې سړی مري ،ياپه اوبوکې ياپه جومات کې او ياپه کور کې . يا به دحق په صف کې مري او يادباطل . خو په يو مرګ به مري. نو بيا ولې دمرګ پروا وکړو،دکمونيستانو په دور کې هم ما ۱۳ مياشتې زندان تېر کړ هلته هم ماته امينتي تهديدونه شوي ، داسې ډېر ځله شوي . زه يې هيڅ پروا هم نه ساتم . ډېر خلکو په خولو کې دحق خبره خپه شي چې استخبارات ،زندان… فکر ته راوړي خو که سړی لږ اخوا فکر وکړي چې لوی پاچا شته، پوځونه او لښکرې اوټول کاينات دهغه په لاس کې دي همغه ذات ابراهيم ع دنمرود په لمبوکې وساته ، موسی ع يې دهغه بحر نه تېر کړ او فرعون يې پکې غرق کړ. او اسماعيل ع يې دچاړې لاندې يو ويښته هم زهير نکړ يونس ع يې دماهي په خيټه کې وساته . ګوره دهرڅه ساتونکی الله تعالی دی نو که څوک الله ته پنا يوسي بيا به يې الله تعالی ساتي ،من يتقی الله يجعل له مخرجا ويرزق من حيث لا يحتسيب .مونږ الله ته پنا وړې ده نوره دالله خوښه ده چې هرڅه کېږي.تراوسه خدای ساتلی يم نور به مې هم وساتي او کې لاړم ،نوداسې ډېر تللي دي . خدای مې دهغه مرګ نه وساتي چې دکفر په صف کې او په باطله عقيده کې لاړ شي.لکه چې ډېر لاړل . او له دنيا چې داسې معيوب لاړ شي بيا يې په اخيرت کې علاج نشته . الله مودې له داسې مرګ وساتي.
کابل.کام: دوروستۍ پوښتنې په توګه ،دکابل ټکي کام کارکوونکيو او کتونکو ته څه پېغام لرئ؟
حاجي فريد : يو مې ټولو مسلمانانو ته او خاصتا هغوی ته چې عملا ددغو خلکو مخالف دي دا پېغام دی چې خپل منځ کې متفق او متحد واوسئ، په اتفاق کې دکاميابۍ راز دی ،دازادۍ او دسعادت اعزاز دی . او داختلاف نه لري وتښتي په اختلاف کې هيڅ خير نشته.
دويم پېغام هغو خلکو ته لرم چې ځان ته مسلمان وايي خو يا ددنيا دمادياتو په بنياد او يا څه خپل ځان کمبودۍ په اساس داسلام په مخالفت کې ودرېدلي ،دوی ته وايم چې له دې کار څخه لاس واخلئ يوه ورځ خدای ته ورتلونکي ياست او خدای به له تاسې پوښتنه کوي په داسې حال کې چې ناټو ،ورسا دا ټول به په بد حالت کې ټيټ سره ولاړ وي . دخدای ددښمن سره دوستي مه کوئ ،دخدای ددوست سره دوستي وکړئ . دخدای داحکامو حمايت وکړئ نه دا چې دخدای تعالی او دهغه ددين په مقابل کې له دکفر سره ودرېږئ .نو همدغو خلکو ته مې دا توصيه ده چې دکفر حمايت مه کوئ که نور مو هيڅ وس نه کېږي چې دکفارو له وجود څخه هېواد پاک کړئ څو امن راشي،خو خاموش کېنئ.
کابل .کام : حاجي صيب ډېره ډېره مننه چې کابل ټکي کام ته مو خپل قيمتي وخت راکړ.
حاجي فريد: کورمو ودان،تشکر ،خدای مو اباد لره خدای دې وکړي چې دا څو ناقصي خبرې دخلکو غوږو ته ورسوئ تاسو نه هم مننه، خدای دې تاسو ته هم توفيق درکړي چې په دې لار کې دمسلمانانو خدمت وکړئ . نن سبا کفار په مجموع کې کوشش کوي چې دمسلمانانو غږ،څېرې هرڅه په اخفا کې وساتي . تاسو ګورئ چې پخوا به زه مې په ميډيا کې خپل نظر څرګنداوه او جلسو او دستاربنديو ته به تللم ،داټول يې اوس راباندې بند کړي دي حتی چې مساجدو او مدارسو به تللم هغه يې راباندې بند کړل ،تردې چې مدرسو ته يې په دستاربنديو کې يې مدرسو ته هم احوال ورکړ چې دی مه غواړئ ،دا تخريب کننده خبرې کوي. خلکو احساسات راپاروي هغه کوي دا کوي .
ډېره مننه مو کوم.




