پیلوټ:په تیرو ۹ میاشتو کې زرګونه بریدونه دمخالفینو دځپلو په موخه ترسره شوې

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۱۰ فرید افغان)
د افغانستان د هوايي ځواک قومندان محمد شعیب پیلوټ رسنیو ته ویلي چې؛ په تیرو ۹ میاشتو کې یې د هیواد په مختلفو سیمو کې د وسلوالو مخالفینو دځپلو په موخه زرګونه هوایي بریدونه ترسره کړي دي.
نوموړي وویل؛ په ټول کال کې یې هوایي ځواک ۲۷ زره الوتنې کړې چې د تیرو کلونو په نسبت بیسارې بلل کیږي.
پیلوټ زیاته کړه؛ د ۱۹ زرو هوایي پروازونو په قطار کې ۲ زره بریدونه د وسلوالو مخالفینو پر سنګرونو ترسره شوي دي.
د افغانستان د هوایي ځواکونو قوماندان داسې مهال دا ادعا کوي، چې تیره ورځ طالبانو ویلي و چې په تیر ۲۰۱۷ کال کې یې ۲۰ بیلابیلې چورلکې او بې پیلوټه الوتکې راغورځولې دي.

که څه هم له ځینو روسي چورلکو پرته د زیاترو الوتکو او جنګي هلیکوفترو په توسط بهرني ځواکونه په افغانستان کې هوایي بریدونه کوي خو قوماندان ونه ویل چې دا بریدونه ټول دوی ترسره کړي که د بهرنیانو ملاتړ هم ورسره وه.
سره له دې چې د دفاع وزارت ویاند په ځلونو ویلي چې بهرنیان د دوی په خوښه او غوښتنه مواضع په نښه کوي خو قوماندان د هغو هوایي بریدونو په اړه چې د ملکي وګړو د تلف کیدو یا هم د افغان ځواکونو د وژل کیدو سبب ګرځي وضاحت ورنه کړ.
امریکا ژمنه کړې تر ۲۰۲۰ کال پورې به افغان ځواکونو ته ۱۶۰ بلک هاک هلیکوفترې ورکوي خو پنتاګون په یوه تازه راپور کې ویلي چې؛ تر اوسه یې ایله ۶ افغان پیلوټان دې چورلکو ته روزلي او داچې زدکړه یې څه ناڅه ستونزمنه ده ښایي دا چورلکې په بیړني ډول د دې وړ نه وي چې د روسي چورلکو ځای ونیسي .
همداراز امریکا ویلي چې افغان ځواکونو ته د سوپر توکانو، او نورې بیلابیلې جنګی، نظامي او ترانسپورتي الوتکې هم رانیسي ترڅو د دې هیواد هوایي ځواک په پښو ودریږي




