
هلمند: پولیس له خلکو څخه په ناقانونه ډول پیسې اخلي
کابل ټکی کام ۰۹لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د هلمند ولایت د لښکر ګاه ښار یو شمېر هټیوال او د هلمند د ځینو ولسوالیو موټر چلوونکي چې د هلمند مدني ټولنې ته راغلي وو، هغوی ته یې د شکایت په توګه وویل چې «نادعلي، مارجې او یو شمېر دښتي سیمو ته پر غځېدلیو لارو د اجناسو (ځانګړې لمرېزې هندارې او واټر پمپونو) پر انتقال په هره پوسته کې په ناقانونه ډول پیسې اخلي»
د یادو هټېوالو او موټر چلوونکو پر وینا چې دوی اړ دي تر څو پولیسو ته پيسې ورکړي، ځکه چې پولیس اجازه نه ورکوي تر څو د سوداګرۍ جنسونه په ځانګړي ډول لمرېزې هندارې تر ولسوالیو او لیرې پرتو سیمو پورې ورسوي.
دوی له دولتي مرکز څخه د غوښتنې په توګه وویل، تر څو د دوی دغه ستونزه هواره کړي.
همدا راز د هلمند د مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد وایي چې د هلمند په ګڼو ولسوالیو کې پولیس له خلکو څخه په یوه او په بل نوم په ناقانونه توګه په زور باندې پیسې اخلي.
همدرد وایي چې د یادو موټر چلوونکو ستونزه یې له اړوند ادارو سره شریکه کړې ده او هغوی یې د پلټنو وروسته د هوارولو ژمنه ورسره کړې ده.
له بلې خوا د هلمند د امنیه قومندانۍ ویاند شاه محمود اشنا وایي چې دوی ته چا تر اوسه پورې د یادو ستونزو شکایت نه دی کړی.
اشنا زیاتوي، که هر چا دغه ډول پېښه ولیدله نو دوی ته دې خبر ورکړي، تر څو جنایتکاران د قانون منګولو ته وسپاري.
د یادونې وړ ده چې په هلمند کې د ناقانونه پیسو د اخيستلو د مخنیوي په اړه په بېلابېلو ادارو کې ګډې غونډې جوړې شوي دي، خو اوس هم خلک په ليرې پرتو سیمو کې د دولتي ادارو او پولیسو له خوا د ناقانونه پیسو د اخېستلو شکایتونه کوي.



