
دولت د طالبانو اتحاد لومړی د ځان په تاوان ؛ خو اوس يې په ګټه بولي
د تېرو څوارلسو کالو را په دېخوا امريکا ډول ډول لارو او چينلونو په وسله هڅې وکړې ، چې د طالبانو ترمنځ لکه د پخوانيو جهادي تنظيمونو اختلافات راپيداکړي. خو دا ځل د امريکا زړې نسخې د پخوا ني په څېر کار ورنکړ.
پخواني جهادي مشرانو ته به چې امريکا په مستقيم او غير مستقيم ډول د واکمنۍ شنه څراغونه وځلول ؛ چې د جهاد په برياليتوب کې به ستاسې په مشرۍ او ستاسې په واکمنۍ حکومت وي او ټولې چارې به ستاسې په واک کې وي .
نو د جهادي ګوندونو مشرانو به د خپلې واکمنۍ خوبونه وليدل ، بيا به يې د نورو ګوندونو د مشرانو له منځه وړلو ورکړل شوي پلانونه يو د بل پسې عملي کول. د روسانو او د هغوی د کمونيستانو په مقابل کې د مقدس جهاد په دوران کې يې څومره د افغانستان مخور قومي ، سياسي مشران ، پوهان او علماء کرام يا جهادي قوماندانان وژل شوي دي ، ټول د دغه ډول پلانونو له مخې خپله د واکمنۍ دخوبونو ليدونکو مشرانو په خپلو لاسونو وژلي . امريکا غوښتل طالبانوکې هم د واکمنۍ او قدرت ته د رسيدو د رز واچوي خو د لوی رب العزت پېرزوينه وه ، چې پرطالبانو کې يې د رز اچولو پلان ناکام شو.
غربي تبليغاتي تلويزنو، راډيوګانو يا نورو چاپي رسنيو به چې د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو کوم راپور تبليغاتي بڼه خپاراوه نو په افغانستان کې يې بهرنيو ته د غلامۍ په ثبوت وړاندې کولو او له بهره تمويل کيدونکو رسنيو به هم په هغه تبليغاتو شخوند واهه. او بيا بيا به يې تکرار سره ويل چې د طالبانو ترمنځ اختلافات راپيداشوي دي ؛ خو چې هرڅو تبليغات وشول په حقيقت کې د طالبانو تحريک يو داسې تحريک او نظام چې کيدای شي انسان نه ، ځينې دکمښت خبرې او يا کړنې وشي خو په يوالي کې د طالبانو نظام ته ټوله اسلامي نړۍ او په ځانګړې توګه کفري نړۍ ګوته په غاښ پاتې ده. د طالبانو ترمنځ چې کوم يوالي او تابعيت دی په يو ګوند او نظام کې ندي ليدل شوی. يو شمېر دولتي چارواکې په ځانګړې توګه شمالي ټلواله به د طالبانو اختلافاتوته خوشاله وه چې د افغانستان د سولې مسئلې د طالبانو د اختلاف په صورت کې اوږدېږي اوشمالي ټلواله نه غواړي طالبانو سره د يوالي په صورت کې د افغانستان مسئله حل شي.
يو شمېر دولتي چارواکو چې د سولې د مسئلې درک وکړ ؛ نو اوس وايي د طالبانو په اتحاد او يوالي کې د مذاکراتو لاره موندل کېږي. اوس وايي د طالبانو يوالی زموږ په ګټه ده او دا منل شوې خبره ده ، چې د طالبانو يوالي د شمالي ټلوالې په تاوان او د ولس په ګټه ده ؛ نو د ډاکټر اشرف غني او عبدالله دواړو خواوو يو ځل بيا چې طالبانو يې په پوره يوالي کې وليدل د سولې په خبرو پېل کولو يې ميلان پيداشو او غواړي د طالبانو سره بيا مذاکرات پېل کړي.



