طالب د یویشتمې پیړۍ اتل دی

لیکنه صلاح الدین ایوبي
کله چې امریکا د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکټوبر پر ۷مه نیټه په ګران هېواد یرغل وکړ او د طالبانو اسلامي نظام یې نسکور کړ
هغه وخت ټوله نړۍ دامریکا له ویرې ریږدې دله او په نړۍ كې هیڅ داسې هیواد نه وو (بغیر د هغه محدود کسانو نه چې د نړۍ په هر ځای كې د امریکا په ضد جهاد کوي) چې هغوی دژ امریکا ته لاس په نامه نه وي ولاړ ، امریکا غوښتل او غواړي چې دنیا خپله غلامه کړي او له دې امله په دنیا كې داسې یو هیواد شتون نلري خاصتاً اسلامي هیوادونه چې په هغې كې امریکا مداخلت نه وي کړی او یا یې نه کوي،
امریکا چې په افغانستان کې کوم ظلم او بربریت یې ترسره کړ كېدای شی په تاریخ كې یې ساری ونه موندل شي ، امریکا په افغانستان كې نه هدیره پریښوده نه واده او نه هم د ودونو میلمانه ، امریکا په افغانستان كې نه جومات پریښود او نه هر هغه افغان چې په سر یې لونګۍ تړلی وه ، امریکا په افغانستان كې داسې وسله وکاروله چې تر اوسه په یوه جنګ كې هم د هغې ساری نه لیدل كېږي، په زرګونو افغانې ښځې، او ماشومان، سپینګیري او ځوانان یې په بې رحمۍ سره ووژل او بې ستره یې کړل
هیڅ داسې هیواد نه وو چې امریکا څخه یې پوښتنه کړې وای ولې ؟
امریکا نه یوازې بې ګناه افغانان ووژل بلکې ډیر طالبان یې هم په شهادت ورسول او هغه وخت طالب ته چا په غره کې هم ځای نه ورکاوه، ډوډی او مرسته خو لرې خبره وه نو اکثر طالبان تیت او پرک شول، ډیر طالبان مې لیدلي او پیژنم یې چې خپلو وروڼو او والدینو طالب زامن او یا وروڼه یې له کوره وشړل ځکه چې امریکا د طالب دښمنه وه او طالب د امریکا په ضد جهاد کاوه او د امریکا سره جنګ خلکو ته له غره سره سر جنګول ښکاریدل
کومه کورنۍ به چې طالب پلوې وه، خپلوانو به ورسره ښه رویه نه کوله اکثرو ورسره د اشغالګرو له ویرې اړیکې پریکړې،
اوس مې هم یاد دي خلکو به ویل امریکا په ځمکه کې څو اینچې دننه شئ ویني او څوک ترې نشي پټیدلئ
نو ځکه هیوادالو او ګاونډیو هیوادونو طالب ته د پنا ځای نه ورکاوه بلکې ډیر طالبان په پاکستان او افغانستان کې ونیول شول او په مرموز ډول په شهادت ورسیدل،
کله چې امریکایانو ګوډاګۍ اداره رامنځته کړه ډیر علماء کرام اومخور خلک یې د ډالرو په زور په دې وګمارل تر څو د افغانستان او پاکستان په ګوټ ګوټ کې پټ وګرځي، هغه طالبان او علماء چې د امریکایانو سره عداوت لري او یا د طالبانو په تحریک کې پاتې شوي وي د کابل حکومت ته راجلب کړي، امریکایان به د زیاتو ډالرو ترڅنګ امن او په حکومت کې به لوړې چوکۍ هم ورکړي.
خو ددې ټولو امتحاناتو او سختیو سره سره بیا هم د طالب عزم او اراده کمزورې نه شوه پرته له خدایه یې په بل چا تکیه ونکړه، همغه وو چې خپل خواره واره طالبان سره راټول شول او د غرونو له سرونو یې په امریکایانو خال خال بریدونه پیل کړل، خلکو به ویل چې طالبان ډیر لیوني او احمقان دي چې له امریکا سره جنګیږي ښه به دا وي دوی باید تسلیم شي، کنه ټول به وژل کیږي او هیڅ به لاس نه ورځي، خو طالب د چا خبرو ته غوږ ونه نیو ځکه هغوی د خپل رب په مرسته باوري وو چې بریا به ددوی وي.
وروسته یې د وخت په تیریدو په غرونو کې سنګرونه جوړ کړل او په امریکایانو چریکې او تاروزي بریدونه شروع کړل امریکا که څه هم هیڅ رنګه بمبار څخه یې دریغ نه کاوه او په هره بمباري کې به زیات شمېر طالبان په شهادت رسول خو بیا هم طالب په هر برید کې مرال لوړ او بریالي ښکاریده او همت یې نه بایلود .
د یوه نیږدې طالب ملګري کیسه مې اوس هم یاده ده ، راته کړل یې د امریکایانو په ټانګونو کلاشینکوف مرمیو اثر نه کاوه او د راکټ مرمۍ مو نه درولودلې، بیا ملګرو خپل منځ کې پیسې سره ټولې کړې په توره شپه بلې ولسوالۍ ته لاړو ترڅو خپله ولسوالۍ کې مو څوک ونه پیژني هلته مو د راکټ مرمۍ او بي ایم مزائیل واخیستل او کمین ته ووتلو،چې راسره مرمۍ به مو استعمال کړې بیابه مو روپۍ سره ټولې کړې او نورې مرمۍ به مو واخیستې په ورځو ورځو به مو همداسې د هر جنګ لپاره تابیه نیوله.
ډیرې دیته ورته داسې حیراونکې او غریبې واقعې دي چې راوړل یې رانه لیکنه اوږده وي، که یې راوړم ځینې عقلونه به وهم نه مني
طالبان چې له یوه پلوه یې خپله سیمه نه درلوده او له بلېخوا اقتصاد په صفر کې وو، ډیر وخت یې په شخصي پیسو په ډیر تکلیف سره به یې مختلف باروتي مواد لږ لږ پیدا کول او سره ګډ به کړل، باروت به ترې جوړکړل او بیا به یې له خپل بدن څخه تاو کړل او د امریکایانو په قطار به برید ترسره کړ، خپله به هم ټوټه ټوټه شو او یو شمیر امریکایان به یې هم دمرګ کندې ته ورټیل وهل
او له هغه وخت راهسې د ځمکې مینونو تر څنګ تر ننه لا همدا فدایي بریدونو سلسله روانه ده، چې امریکایان یې له سختې ورخطایي او رسوایی سره هم مخ کړي دي.
طالبانو د ستړیا احساس ونکړ او همداسې خپلې سپېڅلې مبارزې ته د غیرتي ذات په نصرت دوام ورکړ ، چې بلاخره ددښمن څخه بې شماره غنائم هم په لاس ورغلل او اوس دادی پر زیاتو ولسوالیو او پراخو سیمو واکمن دي اودهیواد نیږدې ۷۰ سلنه خاوره په لاس کې لري،اوس هرڅوک او هر وګړئ د طالب د مرستې او ملګرتیا ته سینه ډبه وي، هغه طالب چې خلکو د امریکا له ویرې یې په خوله نوم نشو اخیستلئ اوس په ډیره میړانه او په رڼا ورځ یې ترشاه ولاړ دي، او اکثر هیوادوال خپلې دعوې او مشکیلات دوی ته اوروي،طالبانو ته نه یوازې د افغانستان ولس هیلې لري بلکې د ټولې اسلامي نړۍ مؤمن ولسونه ددوی بریاوو په طمعه او راتلو ته یې خوشبینه دي.
هغه وخت چې د امریکا رئیس جمهور بارک اوباما وه د امریکا مشهور لیکوال او د سیاسي چارو کار پوه مائیکل مور اوبامه ته یو اوږد خط ور لیږه وه او په هغه خط كې اوباما ته داسې لیکلي وو
(ته دیته زړه مه خوشحالوه چې افغانستان ته د نورو فوځیانو په لیږلو به ته کامیابه شې او هغه خلک چې ستا ، ستا له قوم او هیواد څخه نفرت کوي ستا د دغه لیږل شوي فوځ له امله به ستا او ستا د هیواد عزت وکړي او یا به هغوی له تا څخه وډار شي ، افغانان به تر هغې ستا او ستا له هیواد څخه نفرت کوي چې تر کومه امریکا ټوټه ، ټوټه شوې نه وي او تر کومه چې د یو غریب امریکایي د جب څخه اخرنۍ ډالر نه وي اخیستل شوی او امریکا په اقتصادي او فوځي لحاظ په ګونډو شوې نه وي تر هغې به هغوی د امریکا څخه نفرت کوي.
نو مهربانی وکړه هغه عام افغانان چې ستا او ستا د وطن لپاره خطر نه دي د هغوی د وژلو او ولچک کولو لپاره نوره اردو مه لیږه او په بلیونونو او ټریلینونو ډالر په دغه جوړه شوې لوبه مه مصرفوه ، د هغې ورځې څخه و ډار شه چې امریکايي ماشومان به په کوڅو كې اوده كېږی اود یوې ډوډۍ د اخستلو لپاره په قطار كې انتظار ولاړ وي)
او نن ورځ هر مفکر او څیړونکي په دی متفق دی چې امریکا شیکست خوړلی او په نسکوریدو ده او د طالب بریمنې مبارزې او سیاست په برکت نن د نړی په هر ځای كې د امریکا سفارتونه ، قونصلګري او امریکایی وګړي په هیڅ ځای كې هم نه دي خوندي، داسې به سلهاؤ واقعې شوې دي چې د هغې له امله امریکایان د نړی په هیڅ ځای هم په ارامه او سکون نشي ګرځيدلی،
هغمه طالب چې چا په غره کې نه پریښود نن ټوله نړۍ ورته د سولې زارۍ کوي او ښه تعلقات ورسره غواړي
همغه طالب چې چا ورته د امریکا په خلاف سورۍ ستنه نه ورکوله نن یې ټوله دنیا د یوه ستر ځواک په صفت پیژني
او هغه مکاره او د جاله امریکا چې ټوله نړۍ ترې له ویرې ریږدیدله نن یې هیڅوک پروا نلري
د افغانستان مجاهد ولسه هغه ورځ ډیره نیږدې شوې چې مغروره امریکا به زمونږ له ګران هیواد څخه شرمیدلي او په ټیټو سترګو پښې سپکوي، د سرې ماڼۍ په څېر به سپینه ماڼۍ هم سپین غر ته په پښو کې سجده لګوي او ان شاءالله ډیر ژر به تاسو او ټوله مظلومه نړۍ ددوی له ظلم او بربریت څخه امان او ازادي اخلئ.
په کابل ټکي کام کې نشرشوي لیکني د لیکوال خپل نظر دی د کابل ټکي کام د نظرتوافق ورسره شرط نه دی.



