جبهة النصرة: د دولت ملاتړو ملېشو ۵۰ تنه يې وژلي

کابل ټکی کام ۱۰لېندۍ/۱۳۹۴، قدرت الله حسین

سوريه کې جنګېدونکې د القاعده تنظيم څانګې «جبهة النصرة» وایي، د يوې اونۍ جګړې په اوږدو کې يې د سوريې د نظام ملاتړې ملېشې ۵۰ تنه وژلي دي.

ياده ډله وايي، دغه جګړې د سوريې حلب ښار ته نږدې په القراصي سيمه کې رامنځته شوې دي.

د سوريې د دولت وسله والو مخالفينو زياته کړې ده، چې د حلب جنوب لور ته په الحميره کلي کې  ايراني عسکر هم وژل شوي دي.

سرچينې وايي، چې روسي الوتکو په يادو سيمو کې بې درېغه بمبارۍ هم کړې دي، خو دوی ته يې کوم زيان نه دی اوښتی.

سوريه کې د وروستيو جګړو ډېرېدو ته په کتو د بشر حقوقو د څار ادارې ويلي، چې يوازې په تېر نومبر مياشت کې نږدې ۱۵۰۰ تنه وژل شوي دي، چې شاوخوا ۱۰۰۰ تنه يې د سوريې دولت او ملاتړو ملېشو وژلي، چې ډېری يې ولسي وګړي دي.

مربوطه مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

Back to top button