په پېژندپاڼه کې د افغان کلمه بیا ناندریزه شوه
کابل غږ
نږدې یو کال په پېژندپاڼه کې د افغان کلمې پر سر د افغانانو او غیر افغانانو تر منځ شخړه روانه وه. بالآخره، هغه هم حل شوه، یواځې هغه څه پاتې و چې اشرف غني یې توشیح کړي او په توزیع یې لاس پورې شي.
تېره اونۍ مطبوعاتو ولیکل چې اشرف غني د ورځنیو کارونو او لیدنو په اساس وخت نه لري چې لومړۍ پېژندپاڼه واخلي، که فرصت وموندل شو، د لومړۍ پېژندپاڼې له وېش سره سم به په مرکز او ولایاتو کې د نویو برېښنايي پېژندپاڼو، چې د افغان کلمه به پکې لیکل شوې وي، د وېش لړۍ پیل شي.
اوس داسې ښکاري چې یو ځل بیا د غیر افغانانو لخوا په نوې برېښنايي پېژندپاڼو کې د افغان کلمې په لیکلو ناندرۍ راپورته شوې دي، چې دمخه د افغان، اسلام او قوم په اړه د اشرف غني د فرمان مسئله د دواړو ولسي ـ مشرانو جرګو د ګډې کمېټې د رایو په اکثریت تصویب شوې وه.
دا چې ځینې په پېژندپاڼه کې د افغان کلمې لیکلو مخالفین د دواړو جرګو تصویب د اساسي قانون د سلمې مادې په اساس نه مني او د ګډې کمېټې پرېکړه بې اعتباره بولي، دا هم باید په نظر کې ولري؛ که یې اساسي قانون د هېواد د ټولو قومونو د رایو، دین، افغانیت او کلتور په نظر کې نیولو سره جوړ شوی وای، دا ډول ستونزې به نه رامنځ ته کېدې او نه به په دواړو جرګو کې په میاشتو میاشتو د افغان په کلمه د افغانانو اوغیر افغانانو ترمنځ ناندرې وهل کېدې.
د دغه اساسي قانو ن د سلمې مادې په اساس، چې په پېژندپاڼه کې یې یو شمېر غیر افغانان مخالفت ښکاره کوي، د دوی ادعا بې بنسټه ده. که قانون هر څه دی، خو د افغان کلمې د مخالفینو ادعا بې بنسټه څرګندوي.
که په پېژندپاڼه کې د افغان کلمې مخالفین د ګډې کمېټې د څلور غړیو نه شتون دلیل نیسي، خو په ګډه کمېټه کې د څلورو غړو نه شتون او د نظر اختلاف سره توپیر لري. د همدې سلمې مادې وروستی پراګراف د افغان کلمې د لیکلو پلوي کوي، لیکي:
(که ګډ هیئت ونه کړای شي د نظر اختلاف له منځه یوسي تصویب رد ګڼل کیږي). خو د همدې ستونزې د حل لپاره د ټولو غړو د دریو څخه دوه برخو ته اړتیا ده، چې تر اوسه د ټولو غړو دوه برخې مخالفین نه دي پوره شوي.
که بیا هم د افغان کلمې مخالفت کوونکي خپله انډه نیسي، د همداسې حکومت همداسې وکیلان وي چې ولس ته په هر مسئله کې ستونزې را ولاړوي او په ناندرو یې ټول افغان ولس شرمېږي.




