په خوب کې خرهار هم ناروغي ده
یو وخت به له یوه داسې کس سره هم مخ شوي یاست چې په خوب کې د خرهاري له امله به یې کرۍ شپه د سترګو پټولو ته نه یاست پريښي.
ډاکټر فصيح الله عمرزى
یو وخت به له یوه داسې کس سره هم مخ شوي یاست چې په خوب کې د خرهاري له امله به یې کرۍ شپه د سترګو پټولو ته نه یاست پريښي. د داسې شخص د خرهاري لپاره درملنه اړینه ده. د هر مرض لپاره درمل وي، خو په خوب کې د خرهاري د له منځه وړلو لپاره، لومړی د نورو مرضونو په څېر تشخیص پکار دی، چې د څه له امله یو شخص په خوب کې خرهاری کوي.
په خوب کې د خرهاري لاملونه څلور دي. کېدای شي نور هم وي، خو د دې څلورو لاملونو په له منځه وړلو شاید د خوب خرهاری کنټرول شي.
اول: هغه شخص چې په خوب کې خرهاری کوي، لومړی باید په ستوني ستغ له ویده کېدو ځان وژغوري او پر اړخ خوب وکړي.
دویم: که څوک په خوب کې خرهاری کوي، د دې بل لامل زیات وزن دی. باید د چاغښت درملنه وکړي څو یې په خوب کې خرهاری له منځه ولاړ شي.
درېیم: هغه کسان چې په الکولو روږدي وي، د الکولو استعمال یې پر تنفسي سیسټم بداغیز کوي او په خوب کې د خرهاري سبب ګرځي. همدارنګه څوک چې د خوب درمل خوري، هغه هم خرهار کوي.
څلورم: کله چې یو انسان زیات کار وکړي، د ستومانۍ له امله په خوب کې خرهاری کوي. دا څلورم لامل یې ډېر کم لیدل کېږي. اکثر له کاره ډېر ستړي کسان په خوب کې له ستومانۍ زګېروي هم کوي.
بیا هم، که د کورنۍ له غړیو مو څوک په خوب کې خرهاری یا زګېروی کوي، لومړې باید دغه ډول ناروغ د بدن له چاغښت ځان وژغوري. که ډېر چاغ نه وي بیا هم په خوب کې خرهاری کوي، په یوه ګیلاس تړمو اوبو کې دې مالګه واچوي، څو وارې دې یې غړغړه کړي؛ په ارامه به خوب وکړي.
که بیا یې هم درملنه ونه شوه نو د ستونې او پزې ډاکټر ته دې ولاړ شي څو د ډاکټر په مشوره یې شته ستونزه په درملنې سره حل شي.
په خوب کې د خرهار لاملونه:
- د ستوني د شاتنۍ برخې جوړښت چې زیات نرم او ځوړند وي
- هغه کسان چې لنډ ورمېږ لري او چاغ وي
- هغه کسان چې زیات سګرټ څښوي
- ستوني ستغ څملاستل
- هغه کسان چې له پنځه پنځوس څ تر څلور اتیا کلونو پورې عمر لري
- هغه میندې چې حامله و .
- د پزې بندښت او د پزې د منځني هډوکي کوږوالی
- شراب څښل او زیات خوراک کول



