هلمند: د هلمندي شاتو نندارتون پرانیستل شو

کابل ټکی کام ۱۰لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
تېر کال پنجشنبه د ډیسمبر په ۲یمه نېټه د لښکر ګاه ښار د بست په خصوصي پوهنتون کې د کارډيف موسسې لخوا د هلمند یو شمېر وګړو ته د شاتو مچۍ ورکړل شوې وې، سږ کال د ډیسمبر په ۲یمه دا نندارتون پرانیستل شو.
د یادې موسسې مسئولان وایي چې د شاتو مچیو په یو کال کې ۱۳زره کیلو ګرامه شات تولید کړي دي.
د کارډيف ځايي مسئول د دې نندارتون موخه دا ښايي، تر څو هغه شاتو ته په بازار کې وده ورکړي، کوم چې د دې ولایت د ګرشک، ناوې او نادعلي ولسوالیو د کروندګر او فارم لرونکو له خوا تولید شوي دي.
د ده پر وینا چې د یوه کال په موده کې یې ۱۳زره کیلوګرامه شات تولید کړي او په یادو ولسوالیو کې یې د مچیو شاوخوا ۷۵۰ صندوقه وېشلي هم دي.
په ورته وخت کې د هلمند د کرنې ځای ناستی رئيس شکرالله شاکري وايي، «هلمند د مچيو د فارمونو د روزنې لپاره هغه ولایت دی چې مچۍ هم د تعداد هم د تولیداتو له مخې نسبت نورو سیمو ته په دې ځای کې د پام وړ زياتوالی کولی شي.»
د ده پر وینا چې دوی کولی شي چې د شاتو مچیو ته د ښه موقعیت له مخې د شاتو له مچیو نه په یو کال کې درې ځله شات واخلي، شاکري وايي، هڅې یې روانې کړي، تر څو په دې برخه کې نور ګروندګر هم وهڅوي.



