ليکنه: شفيق الله سهار
زمونږ په ټولنه کې ډېری وګړي د دې ستونزې سره مخ دي، د ژوند په ټولو امورو کې په افراط يا په تفريط روان دي، او د دغې ستونزې عمده لامل يې د زړه غوښتنه ده، او هر کار د زړه په غوښتنه تر سره کوي، او دا وايي چې زړه باچا دی او باچا چې څه خوښه شي نو څوک يې مخه نشي نيولی شي
خو زه بيا دا خبره سمه نه ګڼم، ځکه کوم کار چې د زړه په غوښتنه په خپل سر تر سره شي هطماً به دغه کار د افراط يا تفريط لرونکی وي
هر عمل بايد د ذهن په مشوره تر سره شي، چې ښه پوره سوچ او فکر پرې شوی وي تر څو د اعتدال فيصدي پورته لاړه شي او اعتدال قايم شي
منځلارويتوب يوه شرعي غوښتنه هم ده، چې د اسلام مبين دين يې هم د ميزان تلې سره رالېږلی او دنياوي ژوند يې په اعتدال ودرولی
هغه څوک به ډېر ستړی، ستومانه او په بدمرغي اخته وي، چې د خپلو هيلو سره سم نه ستړې کېدونکې منډې وهي، او د زړه په غوښتنه کار تر سره کوي، تل به د ژوند په خنډونو او کړاونو کې را يسار وي شاوخواو ته يې تيارې وي، داسې به انګيروي چې ټول خلک د ده په مقابل کې ولاړ دي، مګر هغوي به د ده خواخوږي وي او دی به د دې کړاو نۀ را اوباسي.
هسې ځانته د ورېځو نه اوښان مه جوړوه منځلارويتوب غوره کړه، که د کوم چا سره دې دوستي شوه دومره مه ورخوږېږه چې ټول دې وخوري، او دومره تریخېږه هم مه چې څوک دې خوړی نشي، اعتدال غوره کړه
د ژوند په ټولو امورو کې اعتدال مهم دي دوستۍ، دوښمنۍ، کاروبار، مطالعه… حتا په خندا کې هم اعتدال اختيار کړي، ځکه زياته خندا زړه او شحصيت دواړه وژني، او خندا نه کول مو د په شخصيت منفي نيوکه ده
که څوک غواړي چې نېکمرغه او هوسا ژوند ولري، نو اعتدال ( منځلارويتوب) دې غوره کړي


















